شاته

ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه ایران وویست

د ملګرو ملتونو اقتصادي او اجتماعي شورا نن چهارشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) د ملګرو ملتونو د ښځو له کمېسیون څخه د ایران د اېستلو لپاره رایه ورکړه.

د ملګرو ملتونو اجتماعي او اقتصادي شورا ۵۴ غړي لري او ۲۹ غړو یې د هغه طرحې په پلوۍ، چې له دغه کمېسیون څخه د ایران سمدستي ایستل یې غوښتل، رایه ورکړه. د شورا اتو غړو مخالفه رایه ورکړه او ۱۶ نورو یې ممتنع رایې ورکړې.

د ښځو د کمېسیون دوره د ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ کاله پورې ده. دا کمېسیون د جنسیتي مساواتو او ښځو د توانمندۍ په برخه کې کار کوي او ۴۵ غړي لري چې هر کال د مارچ په میاشت کې غونډه کوي.

څه موده مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لیندا تامس وویل چې په ایران کې د ښځو او نجونو ډېر حقونه تر پښو لاندې کېږي او دا کمېسیون په داسې یو حالت کې،‌ چې فعالیتونه یې د ایران په داخل کې اغیزمن وي، کار نشي کولای.

هغې وویل چې د ایران غړیتوب د دغه کمېسیون د اعتبار لپاره یو «داغ» دی. د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم ویلي‌ وو: «ایران د خپلو خلکو د وحشیانه ځپلو او د ښځو د حقونو څخه په انکار کولو څرګند کړل چې په دغه کمېسیون کې د خدمت لپاره مناسب نه دی.»

ایران، ۱۷ نور هېوادونه او د فلسطین خپلواکې ادارې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا ته خبرداری ورکړی چې «دا رایه اچوونه به له شک پرته د ناخوښیو سبب شي چې نهایتآ به له دغې شورا سره په فرهنګي او د بېلابېلو دودونو په برخو کې د ټولو هېوادونو د عدم مشارکت» لامل شي.

دوی په خپل لیک کې له نورو هېوادونو څخه غوښتي دي چې د امریکا د دغه اقدام په اړه رایه ورکړي، خو د دغه لیک پنځه لاسلیک کوونکي هېوادونه د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا غړي دي.

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته په دې هېواد کې مظاهرې پیل شوې او یو شمېر هېوادونو ایران غندلی دی چې مظاهره کوونکي ځپي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې د مظاهرو له پیل راهېسې تر دې دمه په ایران کې شاوخوا ۵۰۰ کسان مړه شوي دي او زرګونه نور نیول شوي دي.​