شاته

طالبانو  په هلمند کې ۲۷ ښځې او نارینه په عام محضر کې په درو ووهل

د افغانستان د هلمند په ولایت کې د طالبانو د حکومت مسئولین وايي چې نن چهارشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) ۲۷ کسان یې د «غلا او نا مشروع اړیکو د لرلو» په تور په عام محضر کې په درول وهلي دي. په دوی کې یې دوې ښځې دي.

په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمد قاسم ریاض وایي چې ۲۰ نارینه د محکمې د حکم په اساس د لښکرګاه په ورزشي میدان کې د خلکو په مخکې د ۳۵ او ۳۹ ترمنځ درې ووهل شول.

دا په تېرو څو ورځو کې څویم ځل دی چې طالبان په عام محضر کې خلک په درو وهي. څو ورځې مخکې په فراه، پکتیکا او کونړ کې هم طالبانو خلکو ته «په عام محضر کې سزاوې» ورکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) هغه وخت په «درو د خلکو وهلو" ته غبرګون کې ویلي وو چې د "نړیوال قانون له مخې جسمي سزا ورکول منع" دي.

طالبانو ویلي وو چې د پروان په مرکز چاریکار کې «۲۷ کسان د اخلاقي فساد، غلا او له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

یوناما په خپل ټویټر کې لیکلي وو: «دافغانستان واکمنو چارواکو په پروان کې په دورو د ۲۷ تنو د وهلو خبر ورکړ. د نړیوال قانون له مخې جسمي سزا ورکول منع دي. موږ د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته د درناوي غوښتنه کوو.»

طالبان داسې مهال په پروان او پکتیا کې خلکو ته په ډله ایز ډول سزاګانې ورکوي چې ملګرو ملتونو، امریکا او د بشري حقونو سازمانونو د فراه په ولایت کې د طالبانو له لوري‌ د یو «کس قصاص کول» په کلکه غندلي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ویاند جرمي لارنس په یوې اعلامیې کې د طالبانو دا کار «ډېر ځوروونکی، ظالمانه، غیر انساني او له سپکاوي ډک" بللی او غندلی یې دی.