شاته

ناڅرګند برخلیک؛ رونالدو مادرید کې یوازې تمرین کوي

پرتګالی فوټبالر کریستیانو رونالدو چې لا تر اوسه په قطر کې د فوټبال له نړیوال جام څخه د پرتګال په وتلو غمجن دی، په داسې حال کې د ریال مادرید په روزنیز میدان کې یوازې تمرین کوي چې کلب یې معلوم ندی.

د فوټبال دې ۳۷ کلن ستوري تېره میاشت د مانچستر یونایتد له کلب سره مخه ښه وکړه، او له نړیوال جام څخه د پرتګال له وتلو وروسته اوس مادرید ته ستون شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس راپور وايي، هغه په ریال مادرید کې نهه کاله تیر کړي او د کلب له رئیس فلورنتینو پریز سره ښې اړیکې لري.

رونالدو وروستی ځل د تېرې شنبې په ورځ د پرتګال له لوبډلې سره د بدیل لوبغاړي په توګه د مراکش په وړاندې ولوبېد او دغه لوبه ۱-۰ د مراکش په ګټه تمامه شوه.

د فوټبال نړیوال جام په دوهمه نیمه پای لوبه کې مراکش نن له فرانسې سره لوبه کوي. د سه شنبې په ورځ، په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې ارجنټاین کرویشیا ته ۳-۰ ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېد.