ایران د احتجاجونو سره په تړلي تور یو بل تیزندي کړو
ایران د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی د سپتمبر په میاشت کې د ټول هیواد په کچه د لاریونونو سره په تړلي تور دویم زنداني تن هم تیزندي کړلو .
د ایران د عدالت لاندې خبري ادارې میزان ویلي چې مجیدرضا رهنورد ته د ګل په ورځ په مشهد ښار کې د اولس په وړاندې تیزندي ورکړی شوه
رهنورد تېره میاشت په مشهد کې د امنیتي ځواکونو د دوو غړو په وژلو تورن ؤ.
تر دې وړاندې تېره هفته ایران د حکومتي ضد احتجاجونو په سر یو بل تن تیزندي کړلو چې نړېوال غبرګونونه یېراوپارولي وو.
تیره ورځ د بشري حقونو تنظیمونو خبرداری ورکړی ؤ چې په ټول ایران کې د وروستیو احتجاجونو په سریو شمېر ایرانیان د تیرندیو د خطر سره مخ دي. خبرونه وايی ورستیو احتحاجونو د ایران آخوندي نظام لړزولی دی.
فعالان وايي، ایران د تړلو دروازو ترشا لږ تر لږه دولس تنه تیزندي کړي دي.
په ایران کې د پراخو احتجاجونو د شورو کیدلو درې میاشتې وشوې.
لاریونونه د پولیسو په ولقه کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې شورو شوي وو.
مهسا د ایران د اخلاقي پولیسو د دې هېواد د جامو له اصولو څخه د سرغړونې په تور نیول شوې وه، چې پر سر یې د پولیسو مطابق ناسمه حجاب اغوستې ؤ.
د کال 1979 راهیسي چې په ایران کې د اخوندي ملایانو حکومت راغلی دی، ورستي پراخ احتجاجونه دغه رژیم ته تر ټولو ستر چلېنج ګڼلی شوی دی.
د ایران حکومت دغو مظاهرو ته د "بغاوت" نوم ورکړی دی. ایران تور پورې کوي چې د دې مظاهرو تر شا د بهرنیو دښمنانو لاس دی.
ایران احتجاج کوونکي چقوي. د بشري حقونو کارکنان وایي د دې کار مقصد په اولس کې یره خورول دي .
رپورټونه وايپ په وروستیو احتجاجونو کې 458 تنان امنیتي عسکرو وژلي دي. لږ تر لږه 14000 ایرانیان ګرفتاره کړی شوي دي.
ددې خبر ځیني معلومات د خبري ادارو ایسوسي ایټېډ پریس، ای ایف پي او رایټرز څخه اخستل شوي