شاته

انګلېنډ په دویمه ټېسټ سيالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

انګلېنډ په دويمه ټېسټ/پينځه ورځنۍ کرکټ سیالۍ کې پاکستان ته په 26 رنزونو ماتې ورکړه، کوربه پاکستانۍ لوبډلې د انګلېنډ سره د دريو سياليو په سیریز/ لړۍ کې دويمه سیالي وبايلله.

د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې ترسره شوې سيالۍ ټاس/پچه انګلېنډ ګټلې او لومړی يې بېټنګ اخستی وو.

د انګلېنډ لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې 281 رنزونه جوړ کړي او پاکستان بالر ابرار احمد د انګلېنډ اووه لوبغاړي اوټ کړي وو.

د انګلېنډ د 281 رنزونو په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې 202 رنزونه جوړ کړي وو. او انګلېنډ بیا په دويم اننګز کې 275 رنزونه جوړ کړي وو.

انګلېنډ پاکستانۍ لوبډلې ته د سيالۍ ګټلو دپاره 354 رنزونو هدف ورکړی وو.

خو نن د سيالۍ په څلورمه ورځ پاکستانۍ لوبډله په 328 رنزونو اوټ شوه او په 26 رنزونو يې ماتې وخوړه.

د انګلېنډ لوبډله 17 کاله وروسته پاکستان ته د درېو ټېسټ سياليو په دوره ده، د دواړو لوبډلو درېمه او وروستۍ سيالي د 17 نه 21 دسمبر پورې په کراچۍ کې ټاکل شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00