په کابل کې چاودنه او د غیرملکیانو د استوګنې په ودانۍ کې ډزې شوي
واشنګټن —
د افغانستان سرښار کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ چاودنه شوې او د غیرملکیانو د استوګنې په یوه ودانۍ مسلح کسانو ډزې کړي دي.
روېټرز خبري ادارې دغه خبر د طالب سرچینو له قوله ورکړی دی.
رپورټ د کابل د شهر نو د اوسېدونکو له قوله وويل چې په سیمه کې د چاودنې وروسته ډزې دوام لري.
د رپورټ ترمخه، د مرګ ژوبلې په اړه لا څه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د روېټرز ترمخه، د شهر نو اوسېدونکو وویل حمله په هغه ودانۍ شوې چې چینايي او نور غیر ملکیان پکې عموماً اوسېږي.
د چین سفارت په سمدستي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
روېټرز وايي په ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو او طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په افغانستان کې یو شمېر چاودنې او نورې پېښې شوي دي.
داعش خراسان ډلې هم د ځینو حملو مسولیت منلی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
1