شاته

د IFJ غوښتنه: خبریالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړی شي

د جرنالسټانو د حقونو ادارې، IFJ د خبریالانو د خوندیتوب او ازادۍ د خوندیتوب لپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه بیا تکرار کړې ځکه چې په روان کال کې د وژل شویو یا نیول شویو خبریالانو په شمېره کې زیاتوب ریکارډ شوی دی، د ايي ایف جې ترمخه تېر کال 47 خبریالان وژل شوي وو.

د IFJ د ترمخه په کال 2022 کې د دندې په مهال وژل شوو خبريالانو کې پاکستاني خبريالان حسنېن شاه، ضیا الرحمان فاروقي، افتخار احمد، محمد یونس او صدف نعیم هم شامل دي.

په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو یا رپورټرز ود اوټ بارډرز ار ایس ایف مشر اقبال خټک وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، په پاکستان کې خبریالان وژل کیږي، بریدونه پرې کیږي، مخې ته یې خنډ جوړېږي، او کوم خلک چې دا کار کوي هغه تر ننه پورې د انصاف د لاس نه ډېر لرې دي.

په پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونه دا اندیښنې هم لري چې نه یوازې په هیواد کې دننه بلکې بهر هم پاکستاني جرنالسټان محفوظ نه دي چې مثال یې خبریال ارشد شریف دی چې په دې ورستیو کې په هیواد کې د مبینه مقدمو له امله بهرني هیواد کینیا ته تللی وو خو هلته په ډزو ووژل شو.

د ارشد شریف د وژنې مقدمه په سپریم کورټ کې دوام لري خو په دې اړه تر اوسه څوک نه دې نیول شوي.

د روانې میاشتې په 6مه نیټه د "د جرنالیستانو د خوندیتوب او په پاکستان کې د معافیت د مسلې په اړه د ملګرو ملتونو د عمل پلان (2012-2022) د اغیزو 10 کلنه بیاکتنه" تر سرلیک لاندې په رپوټ کې ویل شوي وو چې پاکستان د خبریالانو د خوندیتوب په لور روان دی خو منزل لاهم لرې دی.

د جرنالسټانو د حقونو تنظیم ار اېې یو جې یو مشر حنیف الرحمان وي او اې ډیوه سره خبرو کې وويل، په هیواد کې قوانین شته، ايین د تحفظ دپاره د اقداماتو لارښودنه کوي خو پر دغوقوانینو عمل نه کیږي او دا هغه اندېښنې دې چې پرله پسې مخې ته راځې.

هغه زياته کړه وفاق او سیند کې د خبریالانو د تحفظ کمېشنونه جوړ شوي چې باید په مکمله توګه فعال کړی شي او په نورو صوبو او سيمو کې دې ورته قوانين نافذ کړل شي.

د ايي ایف جې په نړیواله کچه د خبریالانو د وژنې او مړينې د خپرو شوو شمیرو تر مخه په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې د الجزیرې وتلې خبریالې شیرین ابو عقیله په ګډون د خبریالانو د وژل کېدو شمېره پينځه ته لوړه شوې چې تېر کال درې تنه وو.

چاډ او صومالیه کې د څلورو خبریالانو، 29 په امریکا، 16 په اسیا پسیفک، 13 په اروپا او 5 په منځني ختیځ او عربي هېوادونو کې د دندې په مهال مړينې ریکارډ شوي دي.

د IFJ د نیول شویو خبریالانو د فهرست ترمخه د نړۍ په بېلا بیلو هیوادونو کې اوس مهال لږ تر لږه 375 خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په زندانونو کې دي.

چین او د هغه متحد هانګ کانګ د 84 جرنلسټانو سره د بندي جرنالسټانو په نوملړ کې تر ټولو مخ کې دي، ورپسې میانمار کې (64) خبریالان بندیان دي، هم دغه رنګه ترکیه (51)، ایران (34)، بیلاروس (33)، مصر (23)، روسیه او کریمیا (29)، سعودي عربستان (11)، یمن (10)، سوریې (9) او هند (7) خبریالان بندیان کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00