طالبان: د کابل په یو هوټل حمله کونکي درې مسلح کسان وژل شوي، حمله ختمه ده
د افغانستان سرښار کابل په یو هوټل حمله کونکي درې مسلح کسان وژل شوي او حمله ختمه شوي ده. دا خبره د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وکړه.
په هوټل حمله د ګل، دوشنبې، په ورځ د کابل په شهر نو برخه کې شوې وه.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه په حمله کې په هدف شوی هوټل د چینايي شهریانو دپاره مقبولیت لرلو.
ذبیح الله مجاهد وویل په برید کې څوک غیرملکي شهري نه دی وژل شوی خو دوه خارجیان په داسې حال کې زخمیان شوي دي چې د ځان بچ کولو دپاره یې د ودانۍ د بالکونۍ نه لاندې دانګل.
د ذبیح الله مجاهد د خبرو نه وړاندې روېټرز د شهر نو د اوسېدونکو له قوله ویلي وو چې په سیمه کې د چاودنې وروسته ډزې شروع شوې وې.
د شهر نو اوسېدونکو روېټرز ته ویلي وو چې په هغه ودانۍ شوې چې چینايي او نور غیر ملکیان پکې عموماً اوسېږي.
د چین سرکاري خبري ادارې شین هوا چې په شهر نو کې حمله د چینایانو د یوې مهمان خانې سره نژدې شوي او دا چې په کابل کې د چین سفارت د حالاتو په غور کتنه کوي.
روېټرز خبري اداره وايي پ شهر نو کې د حملې نه یوه ورځ وړاندې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو موقتي نایب خارجه وزیر سره ولیدل، د امنیت او په نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې او د خپل سفارت د امنیت دپاره يې د نورې توجه غوښتنه وکړه.
روېټرز وايي په ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتلو او طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په افغانستان کې یو شمېر چاودنې او نورې پېښې شوي دي.
داعش خراسان ډلې هم د ځینو حملو مسولیت منلی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي