شاته

ایران د مظاهرو په تړاو دوهم کس اعدام کړ

ایران په دغه هېواد کې د سپتمبر په میاشت کې د پیل شویو لاریونونو په تړاو دویم کس اعدام کړی دی.

د ایران میزان خبري رسنۍ ویلي چې مجید رضا رهنورد نن دوشنبې دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) د مشهد په ښار کې په عام محضر کې په دار وځړول شو.

رهنورد تېره میاشت په مشهد کې د دوو امنیت ساتونکو په چړو وهلو او وژلو په تور نیول شوی و.

تېره اونۍ هم ایران د حکومت ضد لاریونونو په تړاو یو کس په دار وځړاوه چې نړېوال غبرګونونه یې راوپارول.

د بشري حقونو ملاتړو تېره ورځ خبرداری ورکړی وو چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو په اړه یو شمېر ایرانیان د اعدام له خطر سره مخامخ دي. راپورونه وايي دې لاریونونو د ایران آخوندي نظام لړزولی دی.

فعالان وايي، ایران د تړلو دروازو تر شا محاکمو کې لږ تر لږه دولس تنه په اعدام محکوم کړي دي.

د ایران په ګوټ ګوټ کې دا احتجاجونه نږدې درې میاشتې وړاندې د د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې پیل شوي وو.

مېرمن امیني د ایران د اخلاقي پولیسو لخوا ددې هېواد د حجاب د اصولو د نه مراعت کولو په تور نیول شوې وه.

د ایران حکومت روانو لاریونونو ته د "بغاوت" نوم ورکړی او تور یې لګولی چې ددې مظاهرو تر شا د بهرنیانو لاس دی.

ایراني احتجاج کوونکي او د بشري حقونو فعالان وايي د ایران د حکومت ددې څرګندونو هدف په ولس کې وېره خورول دي .

فعالان وايي، د ایران په مظاهرو کې تر اوسه له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴ زره ایرانیان نیول شوي دي.