شاته

د امریکا او افریقا مشران د اړیکو ښه کولو دپاره غونډه کوي

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا سه شنبې دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د متحدو ایالتونو او افریقا د سرمشریزې کوربه وي.

بایډن هڅه کوي چې ددې غونډې په ترڅ کې د امریکا او افریقایي هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کړي.

سرګي مومبولي په امریکا کې د کانګو جمهوریت سفیر او د افریقا د ډیپلوماټیک ماموریت مشر دی. ده امریکا غږ ته ویلي چې د څو میاشتو راپدې خوا د امریکا او افریقا د سرمشریزې پر جوړولو له سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت سره کار کوي.

ښاغلي مومبولي وویل: "زموږ تمه داده چې په دوه اړخیزه کچه د امریکا د متحده ایالتونو او افریقا د هېوادونو ترمنځ او دغه راز د افریقا د لویې وچې او امریکا د متحده ایالتونو همکارۍ باید زیاتې شي. موږ غواړو چې دا سرمشریزه د امریکا لخوا د افریقایي ټولنې د ۲۰۶۳ کال د پلان یا اجنډا د بریالیتوب یو فرصت وي."

افریقایي ټولنه وایي چې د ۲۰۶۳ کال په اجنډا کې ټولنیره او اقتصادي پرمختیا، د سیمې او براعظم په کچه اتصالات، دیموکراتیکه حکومتوالي، او سوله او امنیت شامل دي چې دغه وچه په نړۍ کې د یوې مهمې لوبغاړې په توګه راڅرګنده شي.

واشنګټن کې د افریقا د ډیپلوماټیک ماموریت مشر وویل: "موږ په افریقا کې انرژۍ، مالي همکارۍ او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لرو. که ددغې سرمشریزې په ترڅ کې په دغو برخو کې د امریکا او افریقا ترمنځ د همکاریو زمینه برابره شي نو ډېره ګټه به وکړي."

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا او افریقا لومړنۍ سرمشریزه راوبلله. د نړیوالې پرمختیا د څېړنیز مرکز غړی ګوید مور وایي چې سږکال دغه سرمشریزه په یو حساس وخت کې جوړېږي.

ښاغلي مور وویل: "د افریقا لخوا به د امریکا نه دا تمه وي چې د ځېنو مسایلو په اړه چې دغه وچه ورسره مخامخ ده، خپل دریځ په ډاګه کړي لکه انفلاسیون، تېل، په اوکراین کې جګړه او د خلکو پر ژوند یې اغېزې. خو تر ټولو مهمه دا چې دا سرمشریزه د اقلیم د کنفرانس یا COP27 له غونډې وروسته جوړېږي او افریقایي مشران ګوري چې د اقلیم د کړکېچ په وړاندې به د امریکا دریځ یا ځواب څه وي."

د حکومتوالۍ په برخه کې، پدې وروستیو کې په افریقا کې څو کودتاوې شوې دي. د بېلګې په توګه په مالي، ګینیا او بورکینافاسو کې. ځینې هېوادونه سرمشریزې ته ندي رابلل شوي.

ګوید مور وویل: "دا یوه سخته شېبه ده او فکر کوم چې ډېر افریقایي هېوادونه به ددې لپاره راځي چې د امنیت په برخه کې د امریکا مرستې جلب کړي ځکه دوی بندیزونه لګولی شي."

د امریکا او افریقا سرمشریزه د سې شنبې په ورځ پېلېږي او د پنجشنبې په ورځ پای ته رسېږي.