شاته

وسله والو په کابل کې په یو هوټل برید کړی

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې نن دوشنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) یو شمېر وسله والو په یو هوټل باندې برید کړی دی.

په کابل کې د ایمرجنسي موسسې په خپل رسمي‌ ټویټر کې لیکلي‌ دي چې د دوی ایمرجنسي روغتون ته ۲۱ کسان انتقال کړل شوي چې درې یې مړه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «په شهرنو سیمه کې په یوه هوټل باندې برید د ۳ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید.د هوټل ټول میلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی تبعه ندی وژل شوی. صرف ۲ تنه بهرني میلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوه.»

د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوې اعلامیې کې بریدګر شریر عناصر یاد کړي دي.

د امنیې قومندان ویاند یې خالد ځدراڼ امریکا غږ ته په استول شويو معلوماتو کې ویلي: «نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کابل ښار شهرنو سیمه کې د یوه هوټل ودانۍ چې عام وګړي په کې اوسي، د شریرو عناصرو له خوا تر برید لاندې راغی. سیمې ته امنیتي ځواکونو ځانونه رسولي او دا مهال د بریدګرو تصفیه روانه ده.»

تر دې دمه دقیق معلومات نشته چې د برید هدف څوک وو. سیمه ایزې رسنۍ او یو شمېر افغان خبریالان وايي چې برید په هغه هوټل شوی دی، چې اکثریت میلمانه یې بهرنیان او چینايي سوداګر وي.

یو عیني شاهد،‌ چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل: «د ورځې په اوږدو کې په نوي ښار کې درې چاودنې وشوې. یوه چاودنه د حنظله جومات ته نژدې وشوه. طالبانو ټول سړک بند کړی دی او هېڅوک هېڅ چېرته تللی نشي».

په ټولنیزو رسنیو کې د برید یوه ویدیو خپره شوې او ادعا شوې ده‌ چې برید په یو «چینايي هوټل» باندې شوی دی. یو عیني شاهد د فرانسې اژانس ته ویلي: «ډېره لویه چاودنه وه او بیا ورپسې ډزې پيل شوې.».

د کابل په نوي ښار کې ځینې مفشن او مشهور هوټلونه شته چې اکثریت میلمانه یې بهرنیان وي.

د فرانسې خبري اژانس په پاکستان کې د یو مېشت طالب چارواکي په حواله لیکلي دي‌ چې یو شمېر بریدګر هوټل ته ننوتلي دي او طالبان د برید د مهار کولو هڅه کوي. د دغه اژانس خبریال وايي چې په سیمه کې یې د «طالبانو ځانګړي ځواکونه» هم لیدلي دي.

لا کومې وسله والې ډلې هم د مسئولیت نه دی اخیستی، مګر په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د دا ډول اکثریت بریدونو مسئولیت د داعش ډلې منلی دی چې وروستی یې د پاکستان په سفارت و.

په همدې حال کې چین د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې د دغه هېواد د سفارت امنیت ټېنګ کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چار وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ویلي چې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو، د دغه وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره په ملاقات کې غوښتي دي « چې په کابل کې د دغه هېواد [چین] د سفارت امنیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي».