شاته

د سرحدي شخړې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ ترلږه ۶ تنه په چمن کې ووژل شول، اوس حالات آرامه ښکاري

د چمن او بولدک تر منځ د ازغن تار پر سر د پاکستاني‌ ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته کې د مرګ ژوبلو د خبر راتلو وروسته، د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي ار په دې شخړه کې د شپږ (۶) تنو د وژل کېدو او اولس (۱۷) تنو د زخمي کېدو تصديق کړی دی.

د پېښې دولس (۱۲) ټپيان يې اول د چمن روغتون او بيا له هغه ځايه څخه د کوټې د سيول روغتون ټراما سېنټر ته وړي دی. د ټراما سنېټر د ډاکټر سېدال خان کاسي په وینا، په ټپيانو کې د دوو تنو حالت مرګونی دی.

ډاکټر کاسي وي او اې ډیوه ته ویلي دي: "دولس تنه ټپيان دلته راوړل شوي دي، دوه تنه پکې زيات ټپيان دي چې اپريشنونه يې روان دي، هغه نور لس تنه لږ ټپي شوي دي".

په چمن ښار د ځايي خلکو په خبره د یکشنبې/اتوار په غرمه د دولسو بجو شاوخوا د چمن او بولدک تر منځ سرحدي لارې باندې باب دوستي په نامه دروازې ته څېرمه د شیخ لال محمد کلي کې د ازغن تار پر سر د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ اول د وړو وسلو نښته شوې او بيا پکې لویې وسلې هم کارول شوي دي.

د پاکستاني پوځ له لوري په خپاره شوي بيان کې ويل شوي دي: "د افغان سرحدي ځواکونو بې تفريقه او بې سببه په غټو وسلو سره ډزې کړې چې پکې مارټر او ارټلري کارول شوي چې په نتيجه کې يې د بلوچستان په چمن سيمه کې شپږ تنه مړه شوي او اولس تنه ټپيان شوي دي. پاکستاني ځواکونو هم برابر هدفي ځواب ورکړی، خو اولسي وګړي يې ندي په نښه کړي."

ّپه خبر پاڼه کې دا دعوه هم شوې چې پاکستاني لوړ پوړو چارواکو په کابل کې له افغان واکمنو سره تماس نيولی، د پېښې او روانو حالاتو اړوند يې ورسره يې خبرې اترې کړې، او له واکمنو څخه يې په راتلونکي کې داسې پېښو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

د پاکستاني چارواکو له لوري د بريد په اړه د دعوو او څرګندونو تصديق په ازاده توګه نه دی شوی او نه هم په دې اړه پر کابل واکمن افغان طالبانو له لوري کوم دريځ د دې رپورټ د جوړولو تر وخته مخې ته راغلی.

ځيني ناتصدیق شوي رپورټونه وايي چې په نښته کې يو افغان طالب مړ او د لسو طالبانو په ګډون ديارلس تنه ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وينا اوس ډزې بندې شوي او حالات آرامه ښکاري.

د کوټې په سيول روغتون کې داخل د پېښې يو ټپي فدا محمد وايي د مازديګر څلور نيمې بجې پر وخت په چمن ښار کې په پاکستان پمپ نومي سيمه کې له خپلو ملګرو سره و چې نا ببره يې و څنګ ته لوی درز شو او بيا په ځان ندی پوهېدلی.

فدا محمد زیاته کړه: "زه اول د بولدک (افغانستان) و لوري ته په کار اخته وم، د ډزو غږ مې اورېده، په دې وخت کې باب دوستي دروازه هم خلاصه وه، زه چمن ته راغلم، پاکستان پمپ سيمې ته را ورسېدم، له خپلو ملګرو سره يو ځای شوم، موږ پر مجلس و چې د پاکستان لوري ته يو ډېر لوی درز "ډز" وشو. موږ ډېر سوچ پکې بند نه کړ، لس منټه ورستو يو بل غټ درز وشو او بيا موږ په ځان نه يو پوه شوي. خو چې کله زه بيا زه په سد"هوش" کې راغلم زما څنګ ته انسانان پراته و، د چا سر نه وو، او د چا لاسونه نه و".

د چمن ځايي خلکو د ډيوه خبريال نعمت سرحدي ته ويلي و چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې کله ځينې خلکو دشیخ لال محمد نومي کله په سيمه کې د پاکستان لخوا پر ډيورنډ کرښه د لګول شوي ازغن تار د ليري کولو هڅې کولې، چې پاکستاني ځواکونو ورباندې ډزې وکړې او له هغه ورستو له دواړو لورو وسله کارول شوې ده.

د نښتو له امله د چمن بولدک تر منځ دروازه هم د څو ساعتو لپاره تړل شوې وه خو د چمن د مرستيال کميشنر حميد زهري په خبره چې اوس دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00