شاته

یونسیف: د یمن په جګړې کې څه باندې ۱۱ زره ماشومان وژل شوي یا ټپي شویدي

ملګرو ملتونو دوشنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۰) ویلي چې د یمن په اته کلنۍ کورنۍ جګړې کې څه باندې ۱۱ زره ماشومان یا وژل شوي او یا ټپي شویدي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیف) په راپور کې ویل شوي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو ماشومانو دقیق شمیر تر دې هم لوړ وي.

د دې نړیوالې ادارې اجرائیوي مشرې کاترین رسل وویل، "زرګونو ماشومانو ژوند بایللی او سل ګونه زره نور د لوږې او داسې ناروغیو له کبله د مرګ د خطر سره مخ دي چې مخه یې نیول کیدی شي".

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې اوس مهال پدې جګړه ځپلي هیواد کې چې د نړۍ تر ټولو ناړه بشري ناورین پکې روان دی، ۲.۲ ملیونه ماشومان په حادې سوی تغذیې اخته دي چې څلورمه برخه یې هغه ماشومان دي چې عمرونه یې د پنځو کالونو څخه کم دي.

په راپور کې ویل شوي چې ډیری دا ماشومان په شدیده توګه د کولرا، شري او نورو داسې ناروغیو اخته کیدو د خطر سره مخ دي چې د واکسین پواسطه یې مخه نیول کیدی شي.

په یمن کې په ۲۰۱۴ کال کې کورنۍ جګړه پیل شوه او په ډیرې چټکۍ سره حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پایتخت صنعا په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه.

د دې څخه یو کال وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د حکومت په ملاتړ مداخله وکړله او په حوثیانو یې هوایي بمبارۍ پیل کړلې.


پدې جګړې کې تر اوسه سل ګونه زره کسان وژل شوي. ډیری دا کسان یا په مخامخ جګړې، ناروغیو، لوږې او یا ناپاکو ابو څښلو له کبله مړه شویدي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې یوازې د ۲۰۱۵ کال څخه د ۲۰۲۲ تر سپټمبره پورې ۳۷۷۴ ماشومان په یمن کې وژل شوي چې مړینه یې دې ادارې تائید کړې.
د ملګرو ملتونو په منځګړتوب په جګړې کې ښکیلو ډلو د روان میلادي کال د اکټوبر تر ۲مې نیټې پورې اوربند وکړ خو وروسته یې په تمدید کیدو کې ناکام شول.

د یونسیف ادارې ویلي چې یوازې په همدې مودې کې لږ تر لږه ۶۲ ماشومان وژل شوي یا ټپي شویدي.
میرمن رسل وویل چې په عاجله توګه د اوربند د تړون نوی کیدل به لومړنی مثبت ګام وي چې دې هیواد ته مهمې بشري مرستې ورسیږي.

دې ادارې په یمن کې د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ۴۸۴.۴ ملیون ډالرو مرستو غوښتنه کړې.