شاته

روس د اوکراین په اودیسا ښار باندې تازه بریدونه کړي

روس د اوکراین په جنوبي بندري ښار اوډیسا باندې د خالي‌ یا شنبې په ورځ د ډرون بریدونه کړي چې له امله یې د چارواکو په وینا په شاخوا سیمه کې برېښنا یا بجلي‌ له منځه تللې.

د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي ویلی دي چې په دغو بریدونو کې پنځلس لکه خلک له بجلۍ نه محرومه شوی دي.

بلې خوا د امریکې یوې څيړنيزې ادارې ویلی دي چې روس په نیولو شویو سیمو کې په زیات شمېر د چېچنیا چارواکي او ځواکونه د انتظامي کارونو د پاره ورلېږلي دي.

د ورستيو‌ معلوماتو ترمخه اوکراین په سوتوف کې ځوابي‌ عملیات پېل کړي او د کرېمېنا سره نېزدې د روس او اوکراېن ځواکونو ځمکني‌عملیات کړی دي.

په عېن حال کې د روس ځواکونه د بخموت ښار لوري ته د پرمختګ هڅې کوي او د دونېسک په بېلا بېلو سیمو کې یې د خپلې دفاع د پاره د ګامونو پورته کول شورو کړي.

د برتانيې د دفاع وزارت له خوا د ورستيو‌ استخباراتي معلوماتو ترمخه د روس په وفاقي‌ بجټ یا بودیجه کې د دفاع، امنیت او قانوني هلو ځلو د پاره یوسل درې څلوېښت بلينه ډالره شامل کړل شوی دي.

دا د روس د ټولې بودېجې نه د دېرش فيصده هم زیاته ده.

د بودېجې اټکلونه په امکاني توګه زیات خوشبینه وي، یعني معنا يې دا ده چې په اوکراېن د روان جنګ په وجه د روس د نورو کارونو د پاره به په بجټ کې کم رقم وي. یا نورې برخې به اغېزمنې شي.

په اوکراېن کې د جرمني سفارت د خالي‌ په ورځ ویلی دی چې د دوی یوه وفاقي اداره به اوکراین ته د نولس اشاريه پنځه ملينه یوروز، څلور سوه اویا د بجلۍ جنرېټرې ورکوي. ځني اوکراېن ته ورکړل شوی دي او نورې به ورته ورلګي.

په تېرو یو څو هفتو کې د روس خلاف جنګ کې د اوکراین سره د اسرایل د مرستو خبره ډېره کېږي.

د خالي‌ په ورځ روس د ډرونز سره د اوکراین جنوبي بندر ښاره اوډیسا کې بریدونه کړی دي او د مقامي چارواکو ترمخه په ګېر چاپېره علاقه کې بجلي ‌بنده شوی ده.

د اوکراېن صدر ولودوماېر زېلېنسکي ویلی دي چې تر پنځلس لکه پورې خلک د بجلۍ نه محرومه شوي دي او سیمه ایزو چارواکو هغو خلکو ته د علاقې پرېښودلو غږ کړی چې کورونه يې په بجلۍ اړه لري. چارواکو ویلی دي چې د بجلۍ په بحالۍ کې دوه درې میاشتې وخت لګېدلی شي.

د اوکراین پوځ په فېسبک ویلی دي چې په اوډېسا او ګېرچاپېره سيمو کې روس پنځلس ډرون کارولی دي چې په کې لس دوي وېشتلی دي.‌

راېټرز خبري ادارې د اوکراین د څارنوال د دفتر ترمخه ویلی دي چې ډرونز په دوو بجلي‌ ګرو بريد کړی او دغه د ایران جوړ شهيد- یو سل شپږ دېرش نومې ډرونز وو.

د اوکراین صدر ویلادیمیر زېلېنسکي ویلی دي چې د مشرقي دونېڅک او لوهانڅک صوبو په ښارونو کې حالات ډېر بد دي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه که چيری د روس ځواکونه بخموت ونيسي نو دا د اوکراین د کومک لاره له منځه وړلی شي او په دونېسک کې د اوکراین د پوځ مهمو سیمو یعني کرېماټورسک او سلويانسک ته د روس د کومک لاره هوارولی شي.

د شپږو میاشتو نه هم زیات وخت وشو چې روس په بخموت راکټې بریدونه کوي خو د جولاې په میاشت کې د لوهانڅک نه د اوکراېن د ځواکونو له خوا د دوي په شا تمبولو ورسته روس دغلته ځمکني عملیاتو د پاره پوځیان پرځای کړی دي.‌

د خالي‌ په ورځ د جرمني چانسلر اولف شولز ویلی دي چې د روس صدر ولادمير پوټېن په ظلمونو کې هېڅ کمې نه ويني او نوموړی په هر حال کې د اوکراین ځینې برخې قبضه کول غواړي خو زیاته کړی یې ده چې د جنګ د ختمولو د پاره يې د پوټېن سره د رابطو لاره خلاصه ساتلی ده.

د وي او ای په رپورټ کې د برتانيې د دفاع وزارت ترمخه ویل شوی دي چې ایران د روس پوځي ملاتړی جوړ شوی دی او د وخت تېرېدلو سره به دواړه هېوادونه لا نور یو بل سره نېزدې کېږي.

روس ته په اوکراېین کې د جنګ د پاره د بېلاسټک ميزاېلو او نورو وسلو ضرورت دی او په ځواب کې به روس ایران سره په پوځي او تکنيکي‌ برخو کې زیاتې مرستې وکړي.

د واېټ هاوس د ملي امنیت سلاکار جان کربي د جمعې په ورځ ویلی وو چې امریکا د روس او ایران ترمنځه په دفاعي ‌برخو کې په زیاتو اړیکو اندېښنه لري او د دې اړیکو د ختمولو د پاره ټولې لارې کاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00