شاته

امریکا د ۱۹۸۸ کال د لاکربي واقعې یو ملزم ګرفتاره کړی او په واشنګټن کې به ورباندې عدالتي کاروایي کیږي

واشنګټن - په کال ۱۹۸۸ کې، د سکاټلېنډ د لاکربي ښار په سر د امریکا یوه مسافر وړونکې طیاره وچاودېده او ټول ۲۵۹ تنه چې په کې سپاره و، مړه شول. د هغې پېښې نه څلوردېرش (۳۴) کاله پس، اوس د امریکا قامي تحقیقاتي ادارې (اېف بي آی) هغه کس ګرفتاره کړی کوم چې د لیبیا په استخباراتو کې یې کار کولو او تور ورباندې دی چې د لاکربي پېښې بم هماغه جوړ کړی و.

امریکايي چارواکي وایي د لسګونو کاله هلو ځلو وروسته، ابو عجیله مسعود خیر المریمي ګرفتاره شوی او امریکا ته په لاره دی چې دلته به عدالتي کاروایي ورباندې وشي.

دوه کاله وړاندې د امریکا د هغه وخت سترسرکاري وکیل ویلیم بار د مسعود المریمي په خلاف جرمي الزامونه اعلان کړل او ورباندې یې تور ولګولو چې دې کس هغه بم جوړ کړی و کوم چې د پان امېریکن شرکت ۱۰۳ نمبر پرواز کې وچاودېد او په کې ناست ټول ۲۵۹ کسان یې ووژل. په دې کې یو سل او نیوي (۱۹۰) تنان امریکاییان و. د دې ترڅنګ، طیاره چې لاندې راوغورځېده، نو یوولس (۱۱) کسان یې لاندې په ځمکه ووژل.

دې جهاز د ۱۹۸۸ کال د ډسمبر په ۲۱مه د لندن نه د نیویارک په مقصد پرواز کړی و، او د پرواز نه اته دېرش (۳۸) مېنټه پس، د سکاټلېنډ د لاکربي ښارګوټي په سر وچاودېده.

د مسعود د ګرفتاره کېدو جزئیات لا تر اوسه په ډاکه کړی شوي ندي. کله چې په کال ۲۰۲۰ کې د امریکا له اړخه په هغه باندې الزامونه ولګول شول، نو مسعود په جلا جرمونو، د لیبیا په یو جېل کې بندیوان و. سمدستي دا نده معلومه چې د امریکا حکومت امریکا ته د هغه د راوړولو معامله څنګه ترسره کړې ده.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۱ کال کې عبدالباسط المقراحي د لاکربي پېښې د بم کېښودونکي په حیث مجرم وګڼل شو. د هغه ترڅنګ، الامین خلیفه فحیمه او مسعود المریمي هم په دې پېښه کې ککړ وپېژندل شول. په مسعود باندې د بم جوړولو تور دی. مسعود په تونس کې پیدا شوی، مګر د لیبیا شهریت لري. په فحیمه او المقراحي باندې وروسته په نیډرلېنډز کې عدالتي کاروایي وچلېده کوم کې چې فحیمه بري شو مګر المقراحي ته عمرقید سزا واورول شوه. المقراحي وروسته په سرطان اخته شو او له دې امله د بنده خوشې کړی شو، مګر په ۲۰۱۲ کال کې مړ شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00