شاته

امریکا د ۱۹۸۸ لاکربي د 'خونړۍ پېښې مشکوک بمب جوړونکی' نیولی

د امریکا او سکاتلنډ د پولیسو مقامات وايي چې د ۱۹۸۸کال د لاکربي مساپر وړونکې الوتکې د خونړۍ پېښې مشکوک بمب جوړونکی یې نیولی دی. هغه کال د سکاتلنډ په لاکربي کې د «پان ام ۱۰۳» ډوله الوتکې کې چاودنه وشوه او ۲۷۰ تنه په کې ووژل شول.

چارواکي وايي شک کېږي چې نیول شوي ابو عجیله محمد مسعود به هغه بمب جوړ کړی وي چې الوتکه یې الوځولې ده. مقاماتو نن یکشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) وویل چې مشکوک کس په امریکا کې په توقیف کې دی.

دوه کاله مخکې د متحدو ایالتونو لوی څارنوال بیل بار د هغه په ضد تورونه اعلان کړل او له اعلان دوه کاله وروسته ونیول شو.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت یو مقام د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړې ده چې د لاکربي الوتکې د پېښې په تړاو یې یو مشکوک کس توقیف کړی دی.

ویل کېږي چې نوموړی به ژر په واشنګټن ډي سي کې یوې محکمې ته وړاندې کړل شي. مقامات وايي چې د محکمې وخت او دقیق ځای به وروسته اعلان شي.

په سکاتلنډ کې مقامات وایي چې د لاکربي په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته ویل شوي چې مشکوک کس په امریکا کې په توقیف کې دی.

دا الوتکه له سکاتلنډ څخه متحدو ایالتونو ته روانه وه چې چاودنه په کې وشوه او ۲۵۹ کسان په الوتکې کې ووژل شول او ۱۱ نور یې د الوتکې له غورځېدو ورسته. دا تر دې دمه په بریتانیا کې تر ټولو خونړی ترهګریز برید بلل کېږي.

د ۱۹۹۱ کال کې د لیبیا دوه استخباراتي کارکوونکي عبدالباسط المقراحي او لامین خلیفه فهیمه په دې پېښې کې په لاس لرلو تورن شول او په ۲۰۰۱ کال کې د ټول عمر بند سزا ورکړل شوه. خو مقراحي بیا وروسته له زندان څخه ازاد کړل شو او د سرطان له کبله په ۲۰۱۲ کال کې مړ شو. په لامین خلیفه باندې ټول لګول شوي تورونه لېرې کړل شول او برائت ورکړل شو.