شاته

دجنوبي اؤ شمالي وزیرستان مشرانو دعلي وزیر راخلاصولو لپاره جرګه کړې ده

په ډیره اسماعیل خان کې د جنوبي او شمالي وزیرستان مشرانو جرګه کړې چې پکې د جنوبي وزیرستان نه دپاکستان دمرکزي پارلیمان د منتخب شوي غړي علي وزیر د خوشي کېدو غوښتنه شوې ده.

مشرانو ویلي که دا غوښتنه نه منل کیږي بیا به په ملکي او نړیواله کچه احتجاجونه پیلوي .

علي وزیر د کال 2020 نه د کراچۍ په زندان کې د ریاست او ریاستي ادارو پرضد د ویناګانو په تور بندیوان دی خو نوموړي دا تورونه رد کړي او دا مقدمې بې اساسه بولي.

د پاکستان سپریم کورټ، پېښور هایي کورټ او د کراچۍ د ترهګرۍ پرضد عدالتونو د هغه پینځوؤ مقدمو کې ضمانتونه منظور کړي دي او د کراچۍ یو عدالت د هغه پرضد جوړه مقدمه د ثبوتونو د نشتوالي په اساس ختمه کړې ده.

په ننۍ جرګه کې دقامي مشرانو ترڅنګ سیاسي او مدني فعالان هم موجود وو او دوی ویل علي وزیر د خلکو په رایې د اکثریت سره پارلیمان ته منتخب شوی او هغه په زندان کې بند ساتل د دوی د رایې سپکاوی دی.

د جرکې یو ګډون وال او سیاست مدار اصغر وزیر وویل دعلي وزیر انتخاب خلکو د علاقې د ترقۍ، د ناامنۍ پرضد او د امن د پاره کړی خو له تیرو دو کلونو راهسې د علاقې د خلکو نه دا حق اخستل شوی دی.

هغه وویل علي وزیر بندي ساتلو د علاقې په کاروبار او امنیت بدې اغیزې کړي او دا د علاقې د خلکو د رایې سپکاوی دی.

علي وزیر په 16م دسمبر کال 2020 کې د ارمي پبلک سکول په ترهګریزه پېښه کې د وژل شوي ماشومانو به یاد کې جوړه شوې دستوره کې د ګډون کولو وروسته دپېښور پولیسو نیولی و او بیا کراچۍ ته بوتلل شوی و.

په کراچۍ کې دعلي وزیر پرضد درې مقدمې ښکاره کړل شوې او به هغې کې یې ضمانتونه منظور شوي او چې په کومه مقدمه کې نیول شوی هغه د کراچۍ د ترهګری پرضد عدالت دثبوتونو دنشتوالي په اساس خارج کړې ده.

بیا د پېښور هایي کورټ بنو څانګې د شمالي وزیرستان په یوه مقدمه کې دهغه ضمانت منظور کړی ؤ خو د ډیره اسماعیل خان په یوه مقدمه کې یې ګرفتاري ښکاره کړی شوې ده.

د علاقې یو مخور مشر ملک امیر محمد وایي علي وزیر د امن په نوم خلکو منتخب کړی خو بد قسمتي سره د امن په غوښتنه هغه بندیوان دی.

هغه ډیوه سره خبرو کې وویل علي وزیر هیڅ رقم ناامنۍ کې لاس نه لري هغه په خپله د ناامنۍ ښکار دی اؤ دکورنۍ اتلس کسان یې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه وزیرستان چې په تیرو وختونو کې د ناامنۍ په نوم یاد شوی خو علي وزیر له دې ځایه څخه د امن چغه راپورته کړې او د امن په غوښتنه په هغه د ترهګرۍ مقدمې جوړې کړل شوې چې په خپله پاکستاني عدالتونو دا مقدمې دروغجنې ګرځولې دي.

هغه وویل د علی وزیر نور بند ساتل هیڅ معنا نه لري او د روان کال تر اخره که هغه خوشی نه شو بیا به په ملکي او نړیواله کچه اجتجاجونه کوي.

حکومت لا په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې د خارجه چارو مرکزي وزیر بلاول بوټو زرداري دیو سیمینار په مهال دعلي وزیر د خوشې کولو په غوښتنه خپل غبرګون کې ویلي وؤ "لاړ شئ دهغه چا نه دعلي وزیر د خوشې کولو غوښتنه وکړئ چې چا نیولی دی"

څېړونکي دخارجه وزیر دا اشاره دپوځ لوري ته ګڼي اؤ وایي علي وزیر دپوځ په وینا زندان ته اچول شوی دی.

علي وزیر پخپله هم ویلي چې پوځ ورته ویلي چې هغه باید بخښنه وغواړي خو نوموړي ویلي وؤ هغه څه جرم نه دی کړی چې بخښنه پرې وغواړي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00