شاته

د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه جګړې کې مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس د افغان طالبانو او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې له کبله اندېښنه ښودلې ده.

په کندهار کې طالب چارواکو ویلي دي‌ په دغې جګړې کې «۱۰ طالبان ژوبل شوي او یو شهید» شوی دی.

د بلوچستان د وزیر اعلی میر عبدالقدوس په اعلامیې کې چې نن یکشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) خپره شوې، د «وژل شویو او زخمیانو» په اړه خواشیني څرګنده شوې او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي.

د اعلامیې له مخې په کوټه کې په روغتونونو کې اضطراري حالت اعلان شوی. اعلامیې نه دي ویلي چې دقیقآ دا جګړه کله،‌ چېرې او ولې پیل شوې ده او څومره کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي‌دي.

خو په سیمه کې د امریکا غږ ډیوه خبریال وايي چې جګړه د ډیورېنډ په کرښه د ازغن تار د لګولو له کبله پیل شوې او د «چارواکو په وینا د پاکستان لوري ته پکې څلور کسان وژل شوي او تر ۱۵ زیات نور ټپیان» شوي دي.

د دغې جګړې له کبله د «چمن باب دوستي دروازه» هم څو ساعتونه تړل شوې وه چې راپورونه وايي بېرته خلاصه شوې ده.

راپورونه وايي چې جګړه په ځايي وخت شاوخوا «۱۲:۰۰ پاک افغان بارډر باب دوستي ته ورڅېرمه کلي شیخ لال محمد کې دازغن تار په سر پیل شوه» او بیا دواړو خواو په یو بل درنې وسلې هم کارولې دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دغلته ځینو افغانانو د پاکستان لخوا د لګول شوي ازغن تار د لېرې کولو هڅې کولې چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي دي.

په چمن کې د یو ملکي روغتون مرستیال ډاکټر رشید اڅکزي ډیوې ته ویلي دي چې د دغې نښتې له کبله پنځه مړي او تر ۱۵ زیات زخمیان ورانتقال شوي دي.‌

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند هم جګړه تائید کړې او تر څنګ یې د خپلو لسو طالب جنګیالیو د ژوبل کېدو او یو تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو د ولسي‌ تلفاتو په اړه یې څه نه دي‌ ویلي‌. دا یې هم نه دي ویلي چې دا جګړه ولې پیل شوې ده.

دا په داسې په حال کې ده چې څو اونۍ مخکې یو وسله وال سړي همدلته په پاکستاني سرحدي ځواکونو ډزې وکړې او یو شمېر یې ووژل او ژوبل کړل.