شاته

د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین د اودیسا ښار بریښنا قطع کړې  

اوکرایني مقامات وایي، د اوکراین جنوبي ښار اودیسا د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۰ (لیندۍ ۱۹) د روسیې د "کامیکاز ډرون" د شپني بریدونو په نتیجه کې له بریښنا څخه بې برخې شوی دی.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مرستیال کیریلو تیموشینکو د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي: "سر له اوس څخه د ښار بریښنا پرې شوې ده. حالات ستونزمن، خو تر کنترول لاندې دي."

ددې ښار یوازې مهمې زیربناوې لکه روغتونونه او زیږنتونونه بریښنا ته لاسرسی لري.

دمخه تر دې چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د برید امر وکړي، د تورې بحیرې په غاړه پروت اودیسا ښار د زیات شمیر اوکراینیانو او روسیانو لپاره د رخصتۍ تیرولو غوره ځای و.

د اودیسا سیمې والي ماکسیم مارچینکو ویلي، چې روسیې د شپې پر دغه ښار د «کامیکازې بې پیلوټه الوتکو» برید کړی دی.

هغه وويل: "ددغو بریدونو په پايله کې، زموږ د سيمې نږدې ټولو ولسواليو او سيمو برېښنا نشته."

مارچینکو زیاته کړه، دوه بې پیلوټه الوتکې د اوکرایین د هوایی دفاع واحدونو لخوا ویشتل شوي دي.

کیف د جمعې په ورځ وویل چې د اودیسا په شمول د جنګ ځپلي هیواد جنوبي سیمې د اوکرایین د انرژۍ په شبکه باندې د روسیې د سیستماتیکوبریدونو په نتیجه کې د بریښنا له نشتون سره مخامخ دي.

روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په کلیدي زیربناوو لسګونه کروز توغندي وتوغول او پدې توګه یې ددې هیواد د بریښنا شبکه چې لا دمخه په بریدونو کې ړنګه شوی ده، نوره هم تر فشار لاندې راوړه.

د فرانس پرس اژانس لیکلي چې روسیې په خرسون کې د سپکاوي ډکې پوځي ماتې وروسته د اوکراین د بنسټونو په نښه کول پیل کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ، ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه وکړه چې د اوکراین د انرژۍ په شبکې باندې به بریدونو ته دوام ورکړي. د روسیې د بریدونو په نتیجه کې پدې ساړه ژمي کې په میلیونونه اوکراینیان د بریښنا او تودوخې څخه بې برخې دي.

دا رپوټ د فرانس پرس اژانس د خبر په اساس جوړ شوی دی