شاته

بره جنوبي وزیرستان: ماين چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی بل ژوبل

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع بره جنوبي وزيرستان کې په یوه ماين چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی چې عمرونه یې نزدې اته او لس کاله دي.

د سيمې نه پوليسو دغه پېښه تاييد کړې او ویل شوي دا پېښه پرون د جمعې په ورځ د مکین تحصیل په سور کمر سیمه کې شوې ده.

د مکین تاڼې چارواکي وايي ماین چاودنه کې د مزمل نومې تن دوه ماشومان په هدف شوي چې پکې اته کلن عمران په ځای وژل شوی او 10 کلن نظیر ورسره په پوله د شمالي وزیرستان رزمک سیمه کې پوځ روغتون ته ژوبل حالت کې وړل شوی دی.

د دوی په خبره ماشومانو ته دا ماین په علاقه کې په لاس ورغلی او د لوبو پرمهال پرې چاودیدلی ده

روانه دسمبر میاشت کې په بره جنوبي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې دا دریمه بېښه ده، د دسمبر په دریمه په تیارزه سیمه کې د ځمکني ماین چاودنه شوې چې پکې یوه زنانه ژوبل شوې وه. د دغه پېښې دوه ورځې وړاندې سرویکۍ علاقه کې يوه ماين چاودنه شوې چې پکې یو کم عمره هلک ژوبل شوی وو.

ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې اړولې خو د ماینونو صفایی د پاره څوک ګامونه نه اخلي.

تیر کال د ځمکني ماین چاودنو ښکار شوي کسانو د یوې میاشتې پورې احتحاجي پرلت کړی وو، او دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ختم کړی شوی وو چې ځایي انتظامیه دوی ته په علاقه کې د ماینونو پاکولو او د ماین ښکار شوي کسانو ته د مرستې ورکولو باور په لیکلې بڼه ورکړی وو.

په دغه احتجاجي پرلت کې د نارينه و ترڅنګ زنانه په ټانکورونو او ویل چیرز کې لیدل کېدلې.

پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د پي تي ایم فعال عالمزیب مسید وایي یوازې په بره جنوبي وزیرستان کې 329 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

په حکومتي کچه دا شمیرې نه دي تاید شوې خو انتظامیه وایي د ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده.

د انتظاميې يو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا د مرستو لړۍ اوس تازه پېل کړی شوې او چې د کوم ځایی نه مالومات ترلاسه کوي انتظامیه هغوی ته مرستې ورکوي.

عالمزیب مسید وایي دا مرستې د نشت برابر دي د دوی غوښتنه د ماینونو پاکول او په علاقه کې معیاري هسپتال جوړول چې په وخت پکې د دغه کسانو علاج کیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د روان کال په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د بنو د پرلت يوه اوونې وشوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00