شاته

جبري لادرکۍ پاکستان کې دبشري حقونو په اړه تر ټولو لويه ستونزه کڼل کيږي

پاکستان کې د بشري حقونو فعالينو او قانون پوهانو د هېواد دننه د خلکو په جبري توګه لا درکه کول په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو تر ټولو ستره ستونزه ګرځولې ده.

د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى په دې وروستیو کې د خلکو په جبري توګه لا درکې جرم ګرځولو لپاره د کال 2022 قانون باندې هم خپل تحفظات څرګند کړي او دا قانون يې د نيمګړتياو څخه ډک قانون بللى دى.

په پاکستان کې د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د راپورونه ترمخه دې هېواد کې هرکال د زرو څخه زياتې ښځې د غېرت په نامه وژل کېږي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت جارى کړي خپل پېغام کې ويلي، مونږ له د عدم مساوات او بې انصافۍ څخه د پاکې ټولنې لپاره په ګډه کار کول پکار دي.

وزیر اعظم په خپل پيغام کې ويلي دي مونږ ته د پاکستان د باني هغه نظر نه دي هېرول پکار چې وايي غوښتل ېې داسې ازاد هېواد غواړي چرته چې هر وګړي ته يو برابر حقوق ترلاسه وي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې د بشري حقونو د څار دخپلواکه غېر دولتي کمېشن پخوانۍ مشرې او اوسنۍ غړې ذهره يوسف ويلي پاکستان کې که څه هم د بشري حقونو بلها ستونزې دي خو په دې کې د خلکو په جبر لا درکه کول تر ټولو لويه ستونزه ده.

د مېرمن ذهره يوسف په قول وزیر اعظم شهباز شريف ددې ستونزې د بشپړ هواري هوډ څرګنده کړى او يوه کمېټي يې جوړه کړې ده ولې بيا هم خلک په جبري توګه لا درکه کېږي.

مېرمن ذهره يوسف وايي ددې هر څه باوجود هم دا نه ختمېږي، او ددې مسلې د هواري لپاره چې د پاکستان حکومت کوم قانون جوړ کړى هغه هم له نيمګړتياو ډک دى.

د پاکستان حکومت کال 2022م کې د خلکو په جبري توګه لا درکه کول د قانون د لارې جرم ګرځولى دى خو قانون پوهان وايي په دغه قانون کې دا هم ويلى شوي که څوک په رياستي ادارو چا د لا درکۍ تور ولګوي او ثابت يې نه کړي نو بيا به هغه شکایت کونکي ته سزا ورکول کېږي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د قضيو د هواري حکومتي کمېشن په هېواد کې د لا درکه تنانو شمیر 5000 ښايي خو د لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقونو مبارزين دا شمېر له دې زيات يادوي.

په اسلام اباد په جبري توګه د لا درکه تنانو د قضيو پېروي کوونکى وکيل کرنل ر انعام الرحيم ډيوه ته وايي د پاکستان پوځ خلک اغوا کوي او بيا پرې خفيه مقدمې چلوي.

وايي په دې کې د ادريس خټک او نورو ګڼ شمېر کسانو مقدمې شاملې دي. پوځ په هغوي خپل حراست کې په خفيه ډول مقدمې چلولې دي او د لسو لسوکالو دبند سزاګانې يې ورکړي دي.

نوموړي وويل پوځ په سولېن کسانو د مقدمو چلولو قانوني اختيار او حق نه لري او داعمل هېواد کې د بشري حقونو لويه الميه ده.

د پاکستان پوځ د خلکو په جبري توګه لا درکيو کې د خپلې ککړتیا تورونه ردوي.

پاکستان کې نه يوازې دا چې دخلکو په جبري توګه لا درکه کول لويه ستونزه ده بلکې په دې هېواد کې د ښځو، ماشومانو او مذهبي لږکیو حقونه هم تر پښو لاندې کېږي.

په مطبوعاتي رپورټونو کې د حکومتي چارواکو له خولې ويل شوي چې تېر کال په پاکستان نزدې 470 ښځې د غېرت په نامه وژل شوي دي خو د بشري حقونو خپلواک غېر دولتي کمېشن دا شمېرې د زرو څخه زياتې ښايي.

په پاکستان کې د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي چې د امریکا حکومت د پاکستان نوم د بشري او مذهبي حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړې په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په فهرست کې اچولى دى.

تېره میاشت د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزير رياض پيرزاده هم قوي اسمبلۍ ته خپله وېنا کې منلې وه چې د پاکستان ادارې لږکیو او عام ولس ته د تحفظ ورکولو برعکس د دوي په ځورونو کې ککړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د بنو د پرلت يوه اوونې وشوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00