شاته

پي ټي ايم:رياست مو د ظلم پرضد د مبارزې مخې ته خنډان راولاړوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د دوي تنظيم په پښتنه خاوره د خلکو سره دکيدونکو ظلمونو مخنيوي د پاره غږ پورته کوي، خو رياست يې په لارو کې خنډان جوړوي۔

قانون پوهان وايي پي ټي ايم د بشري حقونو د پاره کار کوي او د دوي خلاف رياستي ګامونه د پاکستان په ايين کې د ورکړل شوړ حقونو سرغړونه ده،

د پي ټي ايم فعال غړي عالمزيب محسود ډيوه ته وويل پې ټي ايم په پښتنه سيمه کې د جګړو،د ترهګرۍ خلاف،د لادرکه خلکو، د ماينونو او د پښتنو د وسايلو د پاره غږ پورته کوي.

خو هغه وايي د رياستي ادارو لخوا د دوي غړي نيول کيږي، د غدارۍ او دهشتګردۍ مقدمې پرې درج کيږي،دړکې ورکړل کيږي، په جلسو جلسونو او د تګ راتګ قدغنونه پرې لګول کيږي.

"مونږ ته په مومندو، باجوړ،کرمې، بونېر، بلوچستان او نورو هغه سيمو ته په تګ راتګ بنديزونه لګول کيږي چرته چې کومه پېښه وشي، کله چې جاني خېل جلسه وه نو د صوبې بېلا بېلو برخو کې د دوي غړې نيول شوي وو"

عالمزيب محسود وويل د علي وزير په ګډون يې دغورځنګ درې غړي اوس هم په جېلونو کې دي، او ديرش مقدمې داسې دي چې اوياو پورې غړې يې پکې نومول شوي او عدالتونو کې تاريخونه کوي.

هغه وايي په نهو مقدمو کې يې د غورځنګ غړي بري شوي دي، اته غړې داسې دي چې هغه په شېډول ۴ کې دي چې د هغوي په تګ راتګ بنديز وي او د حکومتي څار لاندې وي۔

نوموړي وويل د دوي خلاف زياتې مقدمې د بغاوت اوغدارۍ جوړول کيږي۔

د اسلام اباد هايي کورټ وکيل رحيم محسود ډيوه ته وويل په پي ټي ايم جوړې مقدمې بې بنياده دي،د رياست لخوا جوړې مقدمې بيا په عدالتونو کې دوي نه شي ثابتولى او هغه بيا ختمې کړى شي،

"د پاکستان ايين هر وګړي ته د تقرير، تحرير او تګ راتګ حق ورکوي،خو د پي ټي ايم په غړو د دې بنيادي بشري حقونو د اييني تحفظ باوجود هم مقدمې جوړول کيږي"

دپاکستان اوسني حکومت او پوځ د پي ټي اېم په اړوند کوم ښکاره بيان نه دی ورکړی.

خو وړاندې د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی و چې پي ټي اېم ته د بهرنيو هېوادونو څخه پېسې ورکول کيږي.

هغه تور پورې کړی و چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

خو د پي ټي ايم مشر منظور پښتین تل دغه تورونه رد کړي او دريځ يې خپل کړی که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شول نو هرې سزا ته تيار دي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون دلاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د بنو د پرلت يوه اوونې وشوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00