شاته

د ایران او روسیې د پوځي مشارکت په هکله د امریکا خبرداری

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) د ایران او روسیې ترمنځ د "بشپړ دفاعي مشارکت" په اړه خبرداری ورکړ او هغه یې اوکراین، د ایران ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته زیان رامنځ ته کوونکی وباله.

په داسې حال کې چې مسکو د اوکراین د انرژۍ بنسټونه په نښه کوي، غرب پر ایران تور لګوي چې د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته ډرون الوتکې ورکوي.

که څه هم واشنګټن تر دې مخکې د ایران-روسیې امنیتي مشارکت غندلی دی خو د جمعې په ورځ یې دا مشارکت دومره پراخ وباله چې پکې د هلیکوپترو، جنګي جیت الوتکو او ډرون په شان وسایل هم شامل دي، هغه موارد چې د متحدو ایالتونو د نویو بندیزونو لامل شوي‌ دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي‌ وویل:" روسیه له ایران سره د وسلو د پراختیا او روزنې په شان برخو کې د همکارۍ هڅه کوي."

ښاغلي کربي زیاته کړه، مسکو ایران ته د بې ساري نظامي او تخنیکي ملاتړ وړاندیز کوي کوم چې د بشپړ دفاعي مشارکت په طرف د دواړو هیوادونو روابط بیایي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه:" موږ همدارنګه داسې راپورونه لیدلي چې مسکو او تهران په روسیه کې د وژونکو ډرون الوتکو د تولید لپاره د یو مشترک خط په جوړیدو غور کوي. موږ له ایران څخه غواړو چې خپل مسیر بدل کړي او دا اقدامات ونکړي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند څرګنده کړه، امریکا به په روسیه کې پر هغو دریو بنسټونو بندیزونه ولګوي چې د ایراني ډرون الوتکو په اخیستلو او کارولو کې فعاله ونډه لري.

دا بندیزونه د روسیې هوایي ځواکونه، د هغه هیواد د بې پیلوټه هوایي چلند دولتي مرکز او د نظامي هوایي چلند قومنداني په نښته کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بندیزونو په ارتباط په یوې بیانیه کې وویل:"متحده ایالات به په دغو انتقالاتو کې د اخلال د رامنځ ته کیدو او پر هغو کسانو چې په دې فعالیت کې لاس لري د عواقبو د تحمیل په برخه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي."

تهران تیره میاشت ومنله چې روسیې ته یې ډرون الوتکې ورکړي خو ټینګار یې وکړ چې دا الوتکې پر اوکراین له برید مخکې لیږل شوي دي.

کربي وویل متحده ایالات اندیښنه لري چې روسیه غواړي ایران ته د هلیکوپترو او هوایي دفاعي‌ سیستم په ګډون پرمختللي نظامي تجهیزات ورکړي

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه، راپورونه وایي‌ چې ایراني پیلوټان په روسیه کې د پرمختللو سوخوی سو ۳۵ جنګي جیت الوتکو د کارولو تمرین کوي او ښایي چې تهران دا الوتکې د راتلونکې کال په شاوخوا کې ترلاسه کړي چې له دې سره به د ګاونډیو په نسبت د ایران هوایي پوځ د پام وړ پیاوړی شي.

نوموړي همدارنګه وویل امریکا په دې باور ده چې ایران پر روسیه د "سل ګونو بالستیک توغندیو" په پلور غور کوي.

امریکا په داسې حال کې دا اندیښنې څرګندوي چې واشنګټن د اوکراین د هوایي دفاع د پیاوړتیا په هدف له نوموړي هیواد سره د ۲۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د نوې کمکې بستې خبر ورکړ.

پنټاګون وویل چې په دې کمکي بسته کې د ډرون ضد وسایل، د هیمارس راکټي سیستم مهمات، د ۱۵۵ میلي متري توپ ۸۰ زره مرمۍ ، ۱۵۰ جنراتورونه او نور وسایل شامل دي.