شاته

ځايي خلک وايي د ترهګرۍ له امله لکي مروت نه ګڼو خلکو کډې کړې دي

لکی مروت دخېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې کړې دي.

د لکي مروت د قامي جرګې یوه غړي او سیاست مدار منصور کمال وايي د ناامنۍ د لاسه شتمنو خلکو خپلې سیمې پریښودې او سره د خپلو کورنيو یې کډې وکړي او یوازې غریب خلک دغلته ژوند کوي.

هغه ویل ناامني د علاقې په کاروبار، روایاتو او تعلیم بدې اغیزې کړي دي

وي او ای ډیوه ته هغه وویل په حکومتي کچه دوی ته ویل کیږي چې د ناامنۍ پرضد به احتجاجي مظاهرې نه کوٸ او په خپله د ناامنۍ لوري ته توجو نه کوي.

دهغه په وينا په سيمه کې د وسله والو لخوا هم عام ولس د ګواښونو سره مخ دى.

دلکي مروت پولې د پنجاب میانوالي ضلعې تر څنګ د خیبر پښتونخوا ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، کرک او قبایلي ضلعو وزیرستان سره لګېدلې دي .

ځایي خلک وایي د ستمبر نه را پديخوا زیات بریدونه په پولیسو شوي دي.

د لکی مروت د پولیسو په وینا په ضلعه کې په دې نزدې وختونو کې د پولیسو دنهو عسکرو په ګډون خواشاه 14 امنیتي عسکر په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي او ددې په دوه چنده نور ژوبل شوي دي.

دغلته دشوو زياتره ترهګريزو پېښو ذمه داري تحریک طالبان په غاړه اخستې ده.

چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې هم ددې شمیرې برابر وسله وال هم کسان وژل شوی دي.

په 16م نومبر په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو.

هغه وخت د خیبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ویلي وو، پوليس د ولس سره په ګډه د امنيت دپاره اقدامات کوي او په ولس يې غږ کړی چې ترهګرو ته دې پناه ورکولو نه ډډه وکړي او د ترهګرو د موجودګۍ په صورت کې دې سړکونو ته د راوتلو په ځای په وخت پولیس خبر کړي.

بیا لس ورځې وروسته په 26م نومبر د پاکستان د پوځ لکي مروت ګمبلا سیمه کې د وسله والو سره جګړه شوې وه چې پکې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او د یو افسر په ګډون دوه نور ژوبل شوي وو.

ددغو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د شمالی وزیرستان سره تړاو لرونکى د ترهګرۍ په پېښو پوهه خبریال ناصر داوړ وایي یو خو دا سیمه انتهایي وروسته پاتې ده هیڅ حکومتي واک پکې نه لیدل کیږي بل دا سیمه د پنجاب او وزیرستان سره پولې لري.

دهغه په وينا افغانستان کې دتیر جمهوري نظام پرمهال دا د پنجاب نه د وسله والو افغانستان ته داخیلېدو مهمه لار پاتې شوې ده خو هغه وخت د دغې سیمې پاکولو د پاره هیڅ ګامونه نه دي اخستل شوي.

په لکي مروت کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد په ولسي کڅه لویې احتحاجي غونډې شوې دي چې پکې وینا کوونکو ویلي داخاوره د ترهګرۍ زغم نه لري خو هغه وخت ضلعي پولیسو ویلي وو په ضلعه کې پولیس او نور امنیتي عسکر موجود دی د حلکو د خوندي ساتلو د پاره ګشتونه کوي او چاته به اجازه ور نه کړي چې د علاقې امن خراب کړي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00