په بنګله دېش کې یو تن وژل شوی او د حکومت مخالفې پارټۍ په زرګونو فعالان پولیس ګرفتار کړي
د بنګله دېش سرښار ډهاکه کې د پولیس او د بنګله دېش نېشنلسټ پارټۍ د پلویانو په نښتو کې د اخباري رپورټونو ترمخه یو تن وژل شوی او د 60 نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي.
بي اېن پي په ډهاکه کې د خالي، شنبې، په ورځ د احتجاج دپاره تیاری کوي. په تېره یوه میاشت کې د بي اېن پي په ضد د پولیس په اقداماتو کې د زرګونو په شمېره کې د پارټۍ فعالان ګرفتار شوي دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بي اېن پي سینیر جواینټ سېکرېټري جنرل راهول کبیر رضوي پارټۍ د 300 نورو مشرانو او فعالانو ترڅنګ ونیول شو.
د عېني شاهدینو ترمخه، د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ډهاکه کې د بي اېن پي د مرکزي دفتر مخې ته د پارټۍ زرګونه فعالان ولاړ وو چې پولیس پې ډزې شروع کړې او د بي اېن پي فعالانو پولیس په کاڼو او ښښتو وویشتل.
د بي اېن پي یو لیډر وویل چې د پارتۍ فعالان په پرامنه ډول یو ځای شوي وو او پولیس پې بغیر د اشتعال ډزې وکړې.
پولیس چارواکو د ډهاکې د دوو اخبارونو خبریالانو ته وویل چې د بي اېن پي احتجاج کونکو لومړی په پولیس حمله وکړه او په جواب کې پولیس د احتجاج کونکو د منتشر کولو دپاره اقدام وکړو.
په بنګله دېش کې قومي انتخابات اینده کال کېدونکي دي او د بي اېن پي احتجاج د حزب اختلاف د دې غوښتنې برخه ده چې د انتخاباتو نه وړاندې دې غیر سیاسي او غیر جانبدار نګران حکومت جوړ کړی شي.
د کال 2018 د انتخاباتو په مهال د حزب اختلاف رهبرانو د وزیراعظم شېخ حسینه واجد په واکمن ګوند د درغلۍ الزامات لګولي وو خو د وزیراعظمې پارټۍ دغه تورونه رد کړي وو.
د تېرو څو میاشتو راهسې امریکا او نور ملکونه د بنګله دېش د حکومت نه غوښتنه کوي چې اینده انتخابات په منصفانه او قانوني ډول وکړي. خو د حزب اختلاف مشران وايي د مخکې په شان د انتخاباتو نژدې کېدو سره سم حکومت د مخالفینو خلاف اقدامات شروع کړي دي.
د وي او ای رپورټ وايي د سېپټمبر د میاشت راهسې د بي اېن پي لږ تر لږه اووه فعالان د ګرانۍ په ضد د پرامنه مظاهرو په مهال پولیس وژلي دي.
د بنګله دېش د کورنیو چارو وزارت د قانون نه بالا وژنو او د نورو پوښتنو په اړه وي او ای ته څه جواب نه دی ورکړی.
د اکتوبر په 29 نېټه چې بي اېن پي د خالي، شنبې، د ورځې د جلسې اعلان وکړو نو وزیراعظمې حسینه واجد وویل که بي اېن پي د سیاست په نوم په تشدد لاس پورې کړو نو په ضد به يې لکه د حفاظت اسلام نومې ډلې په شان ګامونه پورته کړی شي.
په 2013 کې د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ چې د حفاظت اسلامي ګوند په مظاهره کې ګډون کونکي لږ تر لږه 50 کسان د امنیتي ځواکونو په پرتشدد اقداماتو کې ووژل شوو.
د بنګله دېش پېراملېټري پولیس بنګله رېپېډ اېکشن بټالېین دا هفته وویل که د بي اېن پې فعالانو شر پسندي وکړه نو په ضد به یې ګامونه اخلي.
په تېرو وختونو کې په رېپېډ اېکشن فو بټالین د انساني حقونو دخلاف ورزو، خلک په زور د بې درکه کولو او د غیرقانوني وژنې الزامات لګول شوي دي. د انساني حقونو د خلاف ورزیو په سر امریکې تېر کال په دغه ځواک پابندۍ لګولي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال شېخ عزیز الرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي