شاته

څيړونکي: پاکستانۍ ټي وي چېنلې د کاروبار او د ايجنډې په بنياد چليږي، ولسي مسلو ته پام نه کوی

پاکستان کې څيړونکي وايي پاکستانۍ رسنۍ په ځانګړي ډول ټيلي ويژن چېنلې زياتره هغه خبرونه خپروي چې خپل کاروبار او ګټې ترې ترلاسه کړي د خپل رېټنګ يا درجه بندۍ سېوا کولو دپاره په خاص ايجنډا لګیا وي، او زیات خبرونه د غټو ښارونو لکه کراچۍ، لاهور او اسلام اباد خپروي د چرته نه چې ورته اشتهارونه ترلاسه کيږي.

د پوهانو په وينا د پاکستان ټي وي چېنلې د غټو ښارونو خبرونه خپروي، د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې څوک نوم هم نه اخلي يا د خلکو بنيادي مسلې د پامه غورځول کيږي. د چېنلو مالکان چېنلې چلوي د ايډيټر يا مدير ادارې نشته، هر څه د مالکانو په خوښه چلیږي.

څيړونکي وايي بله مسله د خبريالانو ده چې په لرې پرتو سيمو لکه د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې او بلوچستان جرنلسټان هلته د بېلابيلو خواو نه د فشار سره مخ وي هر خبر ورکولی هم نه شي.

د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي، په حقيقت کې د مطبوعاتو يا رسنيو کار پوهاوی خورول دي خو په پاکستان کې په ځانګړي ډول د ټیلي ويژن چېنلو د پوهاوي په خورولو کې کردار کم ليدل کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "په پاکستان کې چې شخصي ټيلي ويژن چېنلې راغلي دوی ځان د رېټنګ يا درجه بندۍ سره تړلی دی داسې پروګرامونه خپروي چې خلک يې ډېر وګوري او اشتهارونه ورته ترلاسه شي، او په څو ښارونو درجه بندي کوي".

د نوموړي په خبره "دويم څيز د اسټبلشمنټ فشار دی، او د ټي وي چېنلو مالکان پېسې نه خرڅ کوي د سياسي بحثونو پروګرامونه کوي سياسي خلک په خپلو کې جنګوي خلک يې ګوري او ورته خوشاليږي".

هغه وويل، "پاکستان کې د نورې نړۍ په څېر تحقيقاتي جرنلزم نه کوي ولسي مسلو ته پام نه ورکوي ځکه چې په هغې پېسې خرڅ کيږي د ولس حقيقي مسلې نه ښکاره کول، تعليم، صحت، بشري حقونو ته پاملرنه نه کیږي".

په پاکستان کې"يو ټي ټي وي چېنل خو ايجنډا جوړه کړې يو چېنل هره ورځ د عمران خان خلاف مواد رايو ځای کوي وړاندې کوي او بل چېنل دا زمه واري په سر اخستې چې د عمران خان هرې خبرې ته جواز وړاندې کړي او مخالفين يې په نخښه کړي".

د انګرېزۍ ژبې ټريبيون ورځپاڼې مدير [ايډيټر] نويد حسېن وايي، " پاکستانيو رسنيو خپل پام ټول غټو ښارونو پله اړولی، لرې پرتې سيمې او د امنيت په اړه حساسو سيمو لکه بلوچستان، پخوانۍ فاټا ته په خبرونو کې هغه ځای او پام نه ورکول کيږي".

نوموړی هم وايي ټي وي چېنلو ته سياسي خبرونه ارزان پريووځي.

نويد حسېن زياته کړه "پاکستانۍ رسنۍ د سنسرشپ له وجي هم داسې ډېر خبرونه نشي ورکولې کوم چې د پوځ په ضد وي، او دلته اوس ډېري رسنۍ د سيلف سنسر شپ يا خپله ځانه خبرونه ودروي، لکه د مثال په توګه پشتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي اېم، چې په ټول ملک کې د خپلو جايزو غوښتنو دپاره غټې جلسې وکړي خو په پاکستانيو رسنيو کې ورته ځای نه ورکول کيږي".

هغه زياته کړه لکه په وروستيو کې په سوات کې د طالبانو بيا سر راپورته کېدو په ضد چې کوم غټ ولسي پاڅونونه وشو هغې ته هم په پاکستانۍ ميډيا او خصوصي توګه ټي وي چېنلو کې ځای ور نه کړی شو، پاڅونونه ښکاره نه کړی شو په ټولنيزو رسنيو وچلېده.

څيړونکی او د کرسچين فورمېن کالج او يونيورسټۍ د صحافت او بشريت څانګو مشر ډاکټر الطاف الله خان وايي، پاکستانۍ ميډيا او په ځانګړي توګه ټي وي چېنلې د خبر او بنيادي مسلو رابرسيره کولو نه زيات پام خپلو درجه بندو او مالي ګټو ته ورکوي او هم دغه وجه ده چې دوى په ولس کې خپل باور د لاسه ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په انټرنېټ کاروبارونه یا اي کامرس څومره اسان او ګټه ور دی؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00