شاته

امریکا: علني اعدام ښکاره کړه چې طالبان غواړي خپلې پخوانۍ تیارې دورې ته ستانه شي

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه (لیندۍ ۱۶) په عام محضر کې د طالبانو له خوا د اعدام د حکم اجرا وغندل او ویې ویل چې دا "تیارې سابقې" ته د یادې ډلې د ستنیدو ښکارندویي کوي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس خبریالانو ته وویل:"موږ په وروستیو ورځو کې له کرکې ډکې ویډیو ګانې ونیو چې په انلاین شکل خپریږي."

ښاغلي پرایس زیاته کړه، له دې معلومیږي چې طالبان غواړي په ۱۹۹۰ لسیزه کې خپلو پخوانیو تګلارو ته ستانه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي وویل:"دا به د ټولو افغانانو حیثیت او بشري حقونو ته سپکاوی وي." هغه زیاته کړه له دې ښکاري چې طالبان په خپلو ژمنو د دریدو په برخه کې ناکام دي.

امریکا په داسې حال کې غبرګون ښي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته په لومړۍ ځل د چهار شنبې په ورځ ډسمبر اومه په فراه ولایت کې پر یوه کس د "قصاص" حکم د جاري کېدو خبر ورکر.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې یاد کس تر نیولو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی و او په خبره یې د «اسلامي امارت» د درې ګونو (ابتدايي، استناف او تمیز) محاکمو لخوا تر څېړنو وروسته ورباندې د قصاص حکم صادر شوی و.

تیر کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د طالبانو د ډلې یوه بنسټ ایښودونکي او ددې ډلي د پخواني رژیم د امر بالمعروف او نهي عن المنكر رئیس ملا نورالدین ترابي وویل، هغه سخت قوانین به چې طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې نافذ وو، بیا عملي کیږي.

ملا ترابي له اسوشیټډ پرس سره په مرکه کې د طالبانو په پخواني رژیم د نیوکو په ردولو سره ویلي:" ټول پر موږ په سټدیوم کې د حکم د اجرا له امله نیوکه کوي، خو موږ هیڅ وخت د هغوی د قوانینو او مجازاتو په اړه څه ویلي ندي. هیڅوک موږ ته نشي ویلی چې زموږ قوانین څه ډول باید واوسي. موږ له اسلام څخه پیروي کوو او قوانین به د قران پر اساس جوړ کړو."

د طالبانو له خوا د قصاص دا حکم په داسې حال کې اجرا شو چې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي ټوماس وسټ نن چهار شنبې په ابوظبي کې د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو له یو پلاوي سره وکتل.

ښاغلي وسټ پر یو لړ ټویټونو لیکلي چې د ملا یعقوب په مشرۍ پلاوي سره یې د خرابیدونکي بشري وضعیت په خاص ډول د میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه بحث کړی دی.

ښاغلي وسټ زیاته کړې:" د هیواد اقتصادي او اجتماعي ثبات او د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت تر ډیره د افغانستان د میندو او لوڼو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري."

خو طالبانو ویلي په پام کې لري چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې ټول شرعي احکام چې سنګسار، د درو وهل او له غلو څخه د لاسونو پرې کول هم پکې شامل دي، عملي کړي.

له افغانستان څخه د امریکایي او نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې، امریکایي چارواکو هڅه وکړه چې د افغانانو د بشري حقونو په اړه له طالبانو تضمینونه واخلي خو له پخواني افغان حکومت او افغان ډلو سره خبري په داسې حال کې له منځه ولاړې چې طالبان په سرعت پر افغانستان واکمن شول.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانس پرس او اسوشیټد پرس خبري اژانسونو له موادو کار اخیستل شوی