شاته

شکريه بارکزۍ: افغانستان کې د بشري حقونو ساتنې لپاره دې جدي اقدام وشي

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وګړو پر بشري حقونو د تېري په اړه ورځني راپورونه ورکول کېږي.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې د ښځو د حقونو مدافع فعالانو د نومبر په ۲۷مه په لندن او څو نورو لویو ښارونو کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه پیل کړل چې د پلان له‌مخې د ډسمبر تر لسمې نېټې پورې دوام کوي.

احمد تکل له افغان سیاستوالې شکریې بارکزۍ سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې په بهر کې د افغان مېرمنو د اعتراضونو د څرنګوالي په اړه پوښتلې ده.

د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:14 0:00
مستقیم لېنک