شاته

اوکراین په هغو مذهبي ټولنو 'محدودیت لګوي چې روسیې سره تماس' لري

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ لسمه) په یوې تلویزوني وینا کې وویل چې په خپل هېواد کې به په هغو مذهبي ډلو محدودیتونه لګوي چې له روسیې سره روابط لري.

نوموړي وویل چې د «ملي امنیت او دفاع شورا» له حکومت څخه غوښتي دي‌ چې د هغو مذهبي سازمانونو د فعالیتونو د بندولو په اړه د اوکراین پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړي، چې په روسیې کې د نفوذ له مرکزونو سره تماس لري.

د فرانسې خبري‌ اژانس د راپور په اساس ښاغلي زیلینسکي ویلي دي: «د ملي امنیت چارواکي باید د اوکراین په مذهبي ځای کې د روسیې د ځانګړو څانګو د ویجاړوونکو فعالیتونو د پېژندلو او مخنیوي لپاره اقدامات زیات کړي.»

اوکراین په مذهبي لحاظ له اولسمې پېړۍ راهېسې د مسکو د مذهبي او روحاني مشرتابه تر اغیز لاندې دی، خو د دغه هېواد د ارتودکس کلیسا یوې برخې په ۲۰۱۹ کال کې له روسیې سره د اوکراین د کریمیه له یو ځای کولو وروسته له مسکو سره روابط پرې کړل.

د روسیې د یرغل له کبله د روان کال د مۍ په میاشت کې د مسکو له ملاتړه برخمنې د اوکراین ارتودکس کلیسا په یو تاریخي اقدام کې د روسیې له روحاني مشرانو سره هم روابط قطع کړل.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی چې د اوکرایني چارواکو په وینا زرګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي او همدغه راز دغه هېواد ته په مالي لحاظ ملیاردونه ډالر زیان اوښتی دی‌.

په دې سربېره میلیونونه اوکراینیان کډوال شوي‌ دي. امریکا او ناټو دا یرغل غندلی او له اوکراین سره بشري او پوځي مرستې کوي چې د روسیې په ضد دا جګړه وګټي.