شاته

پوتزل: طالب مشران وايي هبت الله اخندزاده د نجونو د ښوونځیو د تړلو پرېکړه کړې 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوتزل نن سه شنبه سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د نجونو د تعلیم او نورو مسائیلو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل: «د طالبانو د واکمنانو سره زموږ د بحثونو په ترڅ کې هغو وویل چې دا پرېکړه [تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو تړل] د ملا هبت الله اخندزاده له لوري شوې او تر اوسه روانه ده او هغه ته نژدې افراطیان یې د دغې پرېکړې ننګه کوي.»

نوموړي وویل د دغې ډلې نور غړي چې د دغې پرېکړې سره مخالفت هم لري «یا نشي کولای او یا یې نغواړي چې دا بدله» کړي.

نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو څخه غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزې او ځینو هېوادونو خو دا خبره هم کړې ده چې دا مسئله دې له افغانستان سره د مرستو سره وتړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوتزل وویل چې د طالبانو دا پرېکړه د دې ښکارندوی کړي چې دا ډله غواړي د نړیوالو له لوري د منزوي کېدو خطر ومني.

د بشري حقونو څخه سرغړونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیال په پنجشېر، بغلان، کاپیسا، تخار او بدخشان کې د طالبانو او د دغې ډلې د مخالفو ځواکونو ترمنځ نښتو ته اشاره وویل: "زورونکي رپوټونه، ویدیوګانې او عکسونه هم شته چې په پنجشیر کې د بشری حقونو څخه جدی سرغړونې په ډاګه کوي."

هغه وویل چې ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې دغه قضيې په جدي توګه وڅېړي، خو د ده په وينا، سره له دې چې طالبانو د دې موضوع د څېړلو ژمنه کړې، تر اوسه د دغه ډول څېړنو پرمختګ او وضعیت لا هم معلوم نه دى. هغه زیاته کړه چې یوناما به دا راپورونه او د بشري حقونو د سرغړونو نورې قضیې په دقت سره وڅاري.

د مقاومت جبهه او د بشري حقونو یو شمیر ډلو ادعا کړې چې طالبانو په پنجشیر کې د بشري حقونو څخه جدي سرغړونې کړې دي.

څه موده وړاندې په ټولنيزو شبکو کې داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې په يوه غرنۍ سيمه کې څو تنه د وسله والو له خوا په ډزو ويشتل کېږي. ویل شوي، چې وژل شوي کسان چې شمېر یې اته تنه دی، د مقاومت د جبهې اسیر شوي غړي او د دره او خنج ولسوالیو اوسېدونکي وو چې د دره ولسوالۍ د کرمان دره په غرونو کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د دې ویډیوګانو له خپرېدو او د نړیوالو له پراخو نیوکو وروسته، د طالبانو د دفاع وزارت وویل چې په دې اړه څېړنې کوي، خو تر اوسه د طالبانو له خوا د دې ډول څېړنو پایلې نه دي خپرې شوې.

د نا امنیو زیاتېدل

ښاغلي پوتزل خبرداری ورکړ چې د داعش-خراسان ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي. نوموړي وویل چې طالبانو د داعش-خراسان د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداري ته پام نه و کړی. وايي د داعش-خراسان ډلې په تېرو څو میاشتو کې وښودل چې په سفارتونو بریدونه کولای شي، د طالبانو مشران په نښه کولای شي، په بهرنیو ادارو بریدونه کولای شي او آن د افغانستان په ګاونډیانو توغندي وار کولای شي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د ایمن الظواهري موجودیت له ترهګرو ډلو په وړاندې د طالبانو د مبارزې ژمنه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

نوموړي خبرداری ورکړ که طالبانو د نړیوالو له لوري د دغه ایجاد شوي فرصت په اساس رغوونکي تعامل ته مخه نکړي، څه به پېښ شي. هغه وايي چې انزوا، بې وزلې او داخلي شخړې به د ډېرو افغانانو د کډوال کېدو لامل شي او دا هغه څه دي چې ترهګرو ډلو لپاره به ګټور وي.

هغه وویل چې له همدې کبله باید تعامل وشي او د تعامل هدف په افغانستان کې د حکومتولۍ ترویج دی چې د افغانانو په ګټه دی.

نوموړي همدغه راز زیاته کړه چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د بانکي سیستم د خرابېدو او له نړیوال بانکي سیستم ته د نه لاسرسي له کبله افغانستان د نغدو پېسو له کموالي سره مخامخ شوی دی.

نوموړي وویل چې نړیوال سازمانونه اوهېوادونه ۶۱۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې په ژمي کې له افغانانوسره مرسته وکړي. مخکې هم د دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره ۱۵۴ میلیون ډالر مرسته اعلان شوې وه.

د دغې غونډې د نورو ګډونوالو دریځونه او نظرونه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغې غونډې کې د ناروې، یوګاندا، هند،‌ ایرلند،‌ چین، بریتانیا، مکسیکو، کینیا، ګابون،‌ برازیل، البانیا، متحدو عربو اماراتو، روسیې، متحدو ایالتونو،‌ فرانسې، ایران، قرغیزستان او پاکستان استازو خبرې وکړې.

د افغانستان د مخکني حکومت د پارلمان غړې فوزیه کوفي هم دې غونډې ته رابلل شوې وه، هغې په خپلو خبرو کې په ځینو مشخصو طالب مشرانو باندې د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه چې په خبره یې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې رښتینو مذاکراتو ته راوګرځي.

میرمن کوفي وویل: «زه له دغې شورا څخه غواړم چې د خبرو اترو لپاره یو قوي میکانیزم جوړ او یا تسهیل کړي. نن د میلیونونو انسانانو سترګې دغې شورا ته دي چې څه پرېکړه کوي.» فوزیه کوفي نړیوال مخاطب کړل او وویل چې په تېر یو کال کې یې له طالبانو سره د تعامل له لارې څه ترلاسه کړل، د هغې په وینا هېڅ.

په غونډه کې د هند استازې روچیرا کامبوج د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته په اشارې وویل چې د افغانستان له خاورې څخه نباید« د لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د ترهګرو لپاره د پلان جوړوونې، پناه ورکوونې، روزنې او مالي تمویل لپاره کار واخیستل شي.»

د پاکستان استازي منیر اکرم هم د ترهګرو مسئلې ته اشاره وکړه او وویل چې هېواد یې د هغه تروریزم په اړه، چې په افغانستان کې پېدا کېږي او یا هلته کېږي، اندېښمن دی. نوموړي له طالبانو وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیانو او نورو هېوادونو په ضد کار واخلي.

ښاغلي اکرم د پاکستاني طالبانو د غورځنګ، داعش او القاعده ډلې یادونه هم وکړه او وویل چې هېواد یې د دغو ډلو د ځپلو په اړه د ټولو اقداماتو ننګه کوي.

د پاکستان استازي د طالبانو حکومت د افغانستان «انتقالي حکومت» یاد کړ او په طالبانو د سفرونو د استثنی د بیا ژوندۍ کولو غوښتنه وکړه.

د چین استازي چینګ شوانګ وویل چې افغانستان له شلو کالونو جګړې وروسته د بیا رغونې او سولې یوې مرحلې ته داخل شوی دی او اوس باید افغانان په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي. د چین د استازي خبرې په انګلیسي ژباړل کېدې، هغه هم د طالبانو حکومت «انتقالي حکومت» یاد کړ او ویل: «دا رغوونکی نه دی چې د افغانستان انتقالي حکومت په دوامداره ډول تورن او تر فشار لاندې ونیول شي».

نوموړي همدغه راز د افغانانو سره د مرستې او بیا رغونې لپاره د افغانستان د شتمنینو د پرېښودو غوښتنه وکړه او وویل چې دا شتمنۍ دې باید ژر تر ژره افغانانو ته انتقال کړل شي.

د برتیانیا استازې باربرا ودوارد په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو د انتقال لپاره یو داسې مرکزي بانک ته اړتیا ده چې مشرتابه یې په شفاف ډول کارونه وکړي او دا کنترول ولري چې پېسې به د ترهګرو لاسونو ته نه ځي. نوموړې وویل د دغو شرایطو له عملي کېدو مخکې د شتمنیو انتقال مسولانه نه دي او نه هم د ترهګرو د تمویل د مخنیوي په برخه رغنده پریوځي.

د بریتانیا استازې وویل چې طالبان باید د ترهګرو سره د مبارزې لپاره د دوحې په تړون کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د دغه هېواد په اقتصاد کې برخه واخلي چې په خبره یې «بشري مرستې د خلکو لاسنیوی کولای شي خو د افغانستان ستونزه نشي حل» کولای.

د روسیې استازې انا استیګنیوا په سویس کې د افغانستان د شتمنیو په انتقال انتقاد وکړ او وویل «موږ په سملاسي ډول د افغانستان خلکو ته د دغو غلا شویو شتمنیو د انتقال غوښتونکي یو.» د روسیې د استازي خبرې په انګلیسي ژباړل کېدې. نوموړې همدغه راز په افغانستان د جنګي جنایتونو په اړه د پلټنو غوښتنه هم وکړه چې په خبره یې «امریکا او متحدینو یې کړي» دي.

له دغو خبرو وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو استازي جفري دیلورینتس په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې نجونې ښوونځیو ته تللې او هغوی ته یوازینی ګواښ «طالبان» وو. نوموړي وویل چې طالبان باید د میندو او پلرونو خبرو ته غوږ ونیسي چې د خپلو اولادونو د ښوونځیو پرانیستل غواړي.

د پېسو د انتقال په اړه ښاغلي دیلورینتس په افغانستان کې د القاعده حضور ته په اشارې وویل چې «هېڅ هېواد چې په افغانستان کې د تروریزم محدودول غواړي، ۳.۵ میلیارد ډالرو ته د طالبانو د لاسرسي ننګه» نکوي.

نوموړي د روسیې استازې ته په خطاب کې وویل: «تاسو په ۱۹۹۰ کلونو کې له افغانستان څخه وشړل شوی او داسې یو دریځ کې نه یاست چې موږ ته یا نورو ته لکچر ورکړئ». هغه همدغه راز وویل چې روسیه د افغانستان په ګاونډ کې ده او اوس باید له افغانستان سره مرسته وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ مرستیال نصیر فایق وویل چې د طالبانو په حاکمیت کې افغانې نجونې د تعلیم له حق څخه محرومې دي. نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو غږ واورئ او حمایت یې کړي.

ښاغلي فایق د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت ته په کتو له افغانانو سره د نړیوالو د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه. هغه وویل: «زه له دغې شورا څخه غواړم چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تضمین لپاره د بندیزونو په ګډونو له ټولو منابعو څخه کار واخلي. »

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل چې هېڅ سیستم د خلکو د غوښتونو له منلو پرته بقا نشي کولای.

اړوند