بغلان: په وسله وال بريد کې د ماينونو پاکولو "هلو ټرسټ" 10 کار کوونکي وژل شوي
د افغانستان په بغلان ولايت کې تيره شپه نامالومو وسله والو د ماينونو پاکولو د "هلو ټرسټ" په دفتر بريد کړی لس کار کوونکي يې وژلي او د 14 پورې يې ټپيان کړي دي.
امریکا له پاکستانه اډې نه غواړي او «نه دا کار امکان لري» - پاکستانی چارواکی
ځینو رپورټونو حتی ویلي چې امریکا او پاکستان د پوځي اډو په اړوند یوې معاملې ته د رسیدو په حال کې دي، خو یو پاکستاني چارواکي وایس آف امریکه ته ویلي چې داسې څه نشته.
امریکا: له افغانستانه د عسکرو د راوتلو کار تر نیمایي زیات ترسره شوی
سېنټکام همدا راز ویلي دومره مواد چې د C-17 طیارو له قریب پنځه سوه (۵۰۰) بارونو سره برابر و، له افغانستانه انتقال کړي او له دیارلسو زرو نه زیات سامانونه یې د نابودولو دپاره، د دفاع وزارت لاجسټیک ادارې ته سپارلي دي.
د نړۍ په کچه د جرمي تنظیمونو په تحقیقاتو کې اته سوه کسان ګرفتاره شول
د نېډرلېنډز د قامي پولیسو مشر کانسټېبل جنین فان ډېنبرګ وویل چې د ټروجان شیلډز بین الاقوامي عملیات، جرمي شبکو او سازمانونو ته په ټوله نړۍ کې یو بی ساری ټک ورکړی دی.
حکومت په ترقیاتي بجټ کې اضافه تجویز کړي خو اقتصاد پوهان وايي دغه پېسې په مکمله توګه نه مصرف کیږي
د راتلونكي مال كال 22-2021 لپاره د مجموعي پرمختيایي بجټ 21 كهرب 35 اربه روپۍ منظوري وركړه چې پكې د وفاقي پرمختيايي پروګرام يا پي اېس ډي پي حجم 900 اربه روپۍ اېښودې شو چې د روان مالي كال شپږ نيم سوه اربه روپۍ و او په دې كې 38.5 فيصده زياتوالې اېښودل شوی دی
امریکايي پوځ: افغانستان نه د ستنېدو د ۵۰ فیصد نه زیات کار سر ته رسول شوی
د نېټو مشر جېنس سټالټنبرګ د ګل، دوشنبې، په ورځ د څېړنې ادارې اېټلانټګ کاونسل غونډې ته وویل افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو انخلا سره خطرات هم تړلي دي خو هغه زیاته کړه چې د نېټو دلاسه تربیه شوي افغان ځواکونه به د امنیت ذمه وارۍ په خپلو اووږو واخلي
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی: صوبايي حکومت د ۲۰ کلونو زړه منصوبه په ترقیاتي بجټ کې نه ده شامله کړې
په خېبر پښتونخوا کې د پیپلز ګوند د ډیره اسماعیل خان غړی احمد کنډي وایي په پاکستان کې د مرکزي حکومت له خواه صوبی ته آئيني حقوق لکه د بجلۍ او ګیس رایلټي هم نه ورکړی کیږی او په ترقیاتي بجټ کې د صوبايي حکومت د نااهلۍ له وجې د تېرو شلو کالو زړه منصوبه نه ده شامل کړې
څېړونکي:دپاکستان افغان پالیسۍ کې باید دپارلیمان نظر شامل وي
دسياسي او امنيتي چارو څيړونکي وايي د پاکستان ګاونډي هېواد افغانستان نه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته که بد امني او بې ثباتي سیوا شي نو د دې بدې اغېزې به په پاکستان هم کیږي
په کېنېډا کې د پاکستاني نژاد کورنۍ څلور غړي وژل شوي، پولیس دا د مذهبي کرکې پېښه بللي
په حمله کې په هدف شوي کورنۍ په یو بیان کې د وژل شویو کسانو شناخت د ۴۶ کلن سلمان افضل، د هغه ۴۴ کلنې مېرمن مدیحه، د دوی لور ۱۵ کلنې یمنه او د هغې ۷۴ کلنې نیا په حېث وکړو. په حمله کې د زخمي ماشوم نوم نه دی څرګند کړی شوی
د پښتو ژبې بل ياد شاعر امير رزاق امير په حق رسېدلی
د پښتو ژبې د نظم او نثر نوموړی ليکوال امير رزاق امير نن په خپل پلارني کلي د ملاکنډ درګۍ سيمه کې په حق رسېدلی او هم هلته خاورو ته سپارل شوی دی.
د افغان جګړې غزېدل افغانان بیا کډوالۍ ته اړ کولای شي؟
افغانستان کې د ناامنۍ اؤ تشدد اوسنیو پېښو کې په زیاته کچه د ولسي وګړو له وژل کیدو په ترڅ کې اندېښنې ښودل کیږي چې که وضعیت هم دغسې ناکراره پاتې شي نو افغان وګړي یو وارې بیا ګاونډي هیوادونو کې کډوالۍ ته اړ کیدای شي.
بنو: په جاني خېلو کې د پرلت کوونکو پرضد مقدمه درج کړی شوې
د بنو پوليسو د جاني خیلو د پرلت مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې د پرلت پر مهال یې د ریاست او موجوده حکومت پرضد د خلکو راپارولو، د شر او د کرکې نه ډکې وېناګانې کړي دي.
پاکستان کې دکرونا وایرس کچه تر درې فیصدي هم په ښکته تللې ده
پاکستان کې دتیرو څلورو میاشتو راپدیخوا په وړومبي ځل دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه د درې فیصدي نه هم په ښکته تللې ده خو سرکاري شمیرې ښایي چې بیا هم په تیر یو شواروز کې په دې وایرس 53 کسان مړه شوي دي.
قریشي:دپوځي اډو لټون دامریکا خواهش کیدای شي خو پاکستان خپلو ګټو ته ګوري
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلی شاه محمود قریشي وایي په سیمه کې دپوځي اډو لټون دامریکا خواهش کیدای شي خو پاکستان خپلو ګټو ته ګوري.
د پاکستان او برتانيې لومړو وزيرانو د افغانستان په سوله او نورو موضوعاتو خبرې کړي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د برتانیې د وزيراعظم بورس جانس سره د افغانستان د سولې په عمل او نورو موضوعاتو په ټيليفون خبرې کړي دي.