داعش په بغلان کې د ماینونو په پاکوونکو حمله منلې
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه داعش خراسان ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته جاري شوي خپل بیان کې وویل حمله کوونکو تر ۶۰ پورې کسان وژلي او زخمیان کړي دي
ایف بي ار ته د10کهربه روپو داضافي محصولاتو راټولولو هدف ورکړی شوی
مطبوعاتي رپورټونه وايي د پاکستان مرکزى حکومت د محصولاتو مرکزي ادارې ایف بي ار ته د راتلونکي مالي کال 2021-22 په بجټ کې د 10 کهربه روپو نه زيات د اضافي محصولاتو راغونډولو هدف ورکړی دی.
ګل پاڼې ته نزدې سرچینو دهغې دپټې نکاح پخلی وکړو،هلک څوک دی ؟
دپښتو دمشهورې سندر غاړې ګل پاڼې نزدې ملګرې نجیبه فیض منلې ده چې په دې وروستیو کې دافغانستان دپکتیا ولایت دیو ځوان سره د ګل پاڼې نکاح شوې ده خو پخپله ګل پاڼه په دې هکله د څه ویلو نه ډډه کوي.
د اوبو په وېش کې اصل زیاتی د پښتونخوا سره کیږي نورې صوبې بې ځايه شکايتونه کوي، کنډي
"سيند حکومت او بلوچستان شکايت کوي چې پوره اوبه ورته نه مېلاويږي خو زياتی د خېبرپښتونخوا سره کیږي او د 30 کالو نه يې اوبه نورې صوبې کاروي او پېسې يې ورته هم نه دي مېلاو شوي" دغه خبره د پښتونخوا اسمبلۍ غړي احمد کنډي وي او اې سره په خبرو کې کړې ده.
پي اېس اېل: د راشد خان په 15 رنزونو لاهور قلندر سيالي ګټلې
د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل ) شپږم د لاهور قلندر او اسلام اباد يونايټډ په سيالۍ کې راشد خان په وروستۍ اوور کې 15 رنزونه جوړ کړي او قلندر لوبډلې سیالي ګټلې ده.
ملاله ته دړکه ورکوونکی مفتي نيول شوی
نوبل جايزه ګټونکې او د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ ته دړکه ورکوونکی مفتي سردارعلي د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پوليسو نيولی او د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه يې پرې درج کړې ده.
پاکستان د سرکاري او غېر سرکاري ملازمينو دپاره د کرونا ويکسين لازمي کړي
په پاکستان کې د کرونا وبا دپاره جوړ قومي عملياتي مرکز (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر(اېن سي او سي) په ملک کې د سرکاري او غېر سرکاري کار کوونکو دپاره د کرونا ويکسين لګول لازمي کړي دي.
مریم نواز:پاکستان کې داعلا عدالتونو قاضیان دناوړه جبر سره مخ دي
پاکستان کې دحکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز تور لګولى چې پاکستان کې د انصاف داعي د اعلا عدالتونو قاضيان د ناوړه جبر سره مخ دي.
پاکستان کې یو کروړ نه زیاتو کسانو ته کرونا ضد ویکسین ولګول شول
دپاکستان حکومت وایي په ګرد هیواد کې یې یو کروړ خلکو ته کرونا ضد ویکسین لګولي دي اؤ اوس غواړي چې اقتصادي فعالیتونه معمول ته راولي.
پاکستان ولې امریکا ته پخپله خاوره پوځي اډې نه ورکول غواړي؟
د پاکستان لخوا خپل هیواد کې امریکا ته دپوځي اؤ هوایي اډو په نه ورکولو څېړونکي وایي پاکستان ویره لري چې کېدې شي امریکا دا اډې د افغان طالبانو په ضد وکاروي اؤ پاکستان نه غواړي چې طالبانو سره یې اړیکې خرابې شى.
پښتونخوا کې زده کوونکو ته دترهګرۍ په ضد دپوهاوي ورکولو یاداښت لاسلیک شوی
د پاکستان دترهګرۍ دمخنيوي دقامي ادارې نېکټا او د خېبر پښتونخوا د اعلا تعليم ريګولېټرټي اټهارټۍ ترمنځ یو يادداشت لاسليک شوی چې چې له مخې به یې دغه دواړه ادارې په ګډه دسخت دریځۍ او ترهګرۍ مخنیوي دپاره کار کوي.
کوټه کې دجبري بې درکیو په ضد لاریون شوی
د بلوچستان د اعلا وزير او ګورنر هاوس مخې ته د دلادرکه بلوڅانو دموندنې دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز او بي اين په مېنګل ګوند له لوري د لادرکه بلوڅ ځوان زاکر بلوچ د موندلو لپاره احتجاجي لاريون او احتجاج شوی
مردان: د پوليو په ټيم بريد کې دوه پوليس وژل شوي
د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په رستم علاقه کې د پوليو په ټيم بريد وسله وال بريد شوی او د پوليو په ټیم مامور ساتونکي دوه پوليس پکې وژل شوي دي.
د ايي اېس ايي مشر دوه ځله د قضيو په لړ کې د جسټس صديقي کور ته ورغلی وو، وکيل
جنرل فېض د پانامه په قضيه کې هم د اثر انداز کېدو هڅه کړې، او د جسټس صديقي نه يې پوښتنه کړې چې په پانامه کې به څه فېصله اوروي، هغه ورته ځواب کړی وو چې د ايين او قانون ترمخه به فېصله اوروي او بيا جنرل فېض ويلي وو چې د دوی د دوه کلونو خواري به بې ځايه لاړه شي.
افغانستان: په مېدان وردګو کې د افغان هوايي ځواک MI 17 هيلي کاپټر لوېدلی
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي تيره شپه په مېدان وردګ ولايت کې د افغان هوايي ځواک MI 17 ډوله هيلي کاپټر لوېدلی دی.