ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان: د حکومت پرضد يې د بهر نه سازش کيږي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د حکومت د لرې کولو دپاره یې د بهر نه پېسې راځي، او په دغه عمل کې د دوی خپل خلک کاريږي. خو د مخالفه ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان ويلي عمران خان اېن ار او غواړي. عمران خان پرون د اتوار په ورځ (27مارچ) ماښام په اسلام اباد کې د خپل ګوند د پلويانو راجوړې غټې غونډې ته په وينا کې د بهرني سازش خبره کړې ده. دا په داسې حال کې چې د عمران خان پرضد مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې/ عدم اعتماد تحریک جمع کړی دی او نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (28 مارچ) د هغه پرضد د بې باورۍ په پرېکړه رايې ورکول ټاکل شوي دي. عمران خان وويل، د هغه د حکومت پرضد "د بهرني سازش ډېرې خبرې به په مناسب وخت مخې ته راوړي، زمونږ سره چې کوم ثبوت موجود دی هغه هر څه په ډاګه کوي، زما سره يو خط دی چې په اړه به یې  اف ریکارډ يا غېر ريکارډ خبره کوم". نوموړي دعوه کړې چې "مونږ ته مالومه شوې چې د کومو کومو ځايونو نه په مونږ فشار اچول کيږي، زمونږ د ملک د ګټې په اړه په ليکلي بڼه دړکه راکړی شوې ده، خو مونږ به په ګټو جوړ جاړی ونه کړو". هغه زیاته کړه نن د قوم په وړاندې خپله مقدمه ږدمه، او وې ویل قوم ته ويل غواړم چې په لندن کې ناست سړی د چا سره مېلاو دی، او په پاکستان کې کردارونه د چا په وېنا روان دي. په عېن حال کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ د جلسې دپاره هم په ګڼ شمېر کې خلک د اسلام اباد سرينګر هايي وی ته رسېدلي دي. د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان دغه جلسې ته په وېنا کې ویلي، عمران خان چې به ويل چې چا ته به اېن ار او نه ورکوي نن په خپله اېن ار او غواړي. هغه دعوه کړې چې تحریک انصاف ګوند سرکاري وسايل خرچ کړي خلک يې جلسې ته راټول کړي خو جلسه یې بيا هم ناکامه شوې ده. نوموړي په عمران خان تور لګولی چې "بهرنۍ پېسې دې وکارولې او ځوانان دې ګمراهه کړه، هغه تور لګولی تحریک انصاف ګوند خلکو ته پېسې ورکړي او جلسې ته یې راوستي دي". مولانا فضل الرحمان وويل، عمران خان ويلي وو چې په 27 مارچ به سرپرايز ورکوم/ حېرانوونکې خبره به کوم، خو مولانا وويل سرپرايز دا دی چې شازېن بګټي هغه ته سرپرايز ورکړو، اوس به دوی عمران خان ته سرپرايز ورکوي. بل لور ته د مسلم ليګ ن ډلې لاريون د مریم نواز شريف او حمزه شهباز شريف په مشرۍ د پنجاب د ګوجرانوالې ښار نه د اسلام اباد په لور روان شوی دی، او ویل شوي چې دغه لاريون به هم نن د ګل په ماښام په سرینګر هايي وی د مخالفه ګوندونو د جلسې ځای ته ورسي. د عمران خان پرضد چې نن په قومي اسمبلۍ کې د بې باورۍ د پرېکړې دپاره رايې ورکول کيږي، هغه ویلي، "د حکومت د تلو پروا نه لری او چا چې ملک لوټلی هغوی به معاف نه کړي، هغه زیاته کړې چې مخالفه ګوندونو يې د حکومت د غورځولو پرېکړه کړې او د هغې دپاره د خلکو د ضميرونو سودا کوي. هغه د خپل حکومت کارکردګۍ يادې کړي خو مخالفه ګوندونه تل په عمران خان په ملک کې د ګرانۍ جوړولو او د بدانتظامۍ تورونه لګوي. پاکستان تحریک انصاف ګوند د 27 مارچ د جلسې دپاره د 10 لکه خلکو جمع کولو دعوه کړې وه، خو د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر خورشيد شاه ويلي، چرته دي لس لکه خلک؟.

28.03.2022 ډیوه

زیلنسکي: آماده یو چې روس سره د اوکراین د بې طرفۍ په مسئلې خبرې وکړو

واشنګټن - د اوکراین صدر ولوډیمیر زیلنسکي وایي، هغوی آماده دي چې د روس سره د امن په معاهده کې د اوکراین د بې طرفه پاته کېدو په مسئله هم خبرې وکړي، مګر د درېیمو فریقینو له خوا به یې ضمانت کیږي او دا مسئله به رېفرانډم ته وړاندې کیږي. دا خبره زيلنسکي د روسي خبریالانو سره د ویډیو لېنک د لارې یوې مرکې کې وکړه، کوم چې روسي چارواکو دمخه لا د روس میډیا ته ویلي چې هغه به نه خپروي. زيلنسکي چې په روسي ژبه خبرې کولې، په دې مرکه کې وویل چې د روس د یرغل له سببه، په اوکراین کې روسي ژبي ښارونه هم ویجاړ شوي دي، او دا ویجاړي په چیچنیا کې د روس د جګړو نه زیاته ده. صدر زیلنسکي پخپلو خبرو کې وویل: "امنیتي ضمانتونه او بې طرفي، زمونږ د ملک غیرجوهري حیثیت. مونږ آماده یو چې په دې ټولو خبرې وکړو. دا تر ټولو اهم ټکی دی." د اوکراین په ځینو مشرقي سیمو کې د روسي ژبې خلک اوسیږي. زیلنسکي وویل چې د روس سره په خبرو کې، اوکراین د روسي ژبې د استعمال په سر هم بحث کړی، مګر د غیرپوځي توب غوندې د روس نور مطالبات یې رد کړي دي. د یو بل خبر ترمخه، د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ تینګار وکړ چې د روس صدر ولاډیمیر پوټین د واک کرسۍ نه لېرې کول، د بایډن د انتظامیې پالیسي نده. د بلېنکن دا خبره په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې د خالي/شنبې په ورځ صدر جو بایډن د پولېنډ په سرښار وارسا کې د وینا پر مهال وویل، پوټین "نور په واک کې پاته کېدلی نشي." د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار په ورځ د اسرائیل په یورشلیم ښار کې خبریالانو ته وویل: "فکر کوم صدر [بایډن]، وایټ هاوس بېګا شپه دا خبره وکړه چې، په ساده ټکیو، صدر پوټین دې کار ته نشي پرېښودل کیدلی چې د اوکراین یا کوم بل ملک په ضد جګړه یا جارحانه عمل وکړي." بلېنکن تکرار کړه چې امریکا په روس او یا بل هر ملک کې د حکومتونو د بدلولو تګلاره نه لري، او دا پخپله خلکو پورې اړه لري چې ځان ته څنګه حکومتونه ټاکي. د پوټین په اړه د بایډن بیان، په نړۍ کې د حیرانتیا سبب وګرځېد. د روس د صدارتي اېوان ـ کرملېن – ویاند ډیمتري پېسکوف رائټرز خبري ادارې ته وویل، "دا فیصله کول، د بایډن کار ندی. د روس صدر، د روسانو له طرفه ټاکل کیږي." د فرانس صدر اېمانویل مېکرون هم ویلي چې هغه به داسې الفاظ استعمال نکړي، ځکه د صدر پوټین سره خپله ګفتګو جاري ساتي. د اوکراین صدر ولوډیمیر زیلنسکي د اتوار/یکشنبې په ورځ په مغربي ملکونو غږ وکړ چې د روس د یرغل مقابله کې دې اوکراین سره نوره زیاته مرسته وکړي. زیلنسکي په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې غربي نړۍ "د دې ټراجیډۍ/سانحې د مخنیوي نه یره لري. د یوې فیصلې کولو نه ېره لري." امریکايي چارواکي وايي چې د تېرکال د جنوري میاشتې راهیسي، امریکا تر اوسه د دوه بلینه ډالرو په ارزښت قانوني امداد اوکراین ته ورکړی دی او اوس هم اوکراین سره په رابطه کې دي چې څه ډول مرسته دوی سره کولی شي.  د خوراک عالمي ادارې (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې د جګړې په جاري پاته کېدو سره، د خوراکي توکو پیدا کول هلته اوس ډېر سخت شوي او خلک مجبوره شوي چې د ډېر مشقته ډک ګامونه واخلي. اوکراین چې آباتي یې ۴۴ میلینه خلک ښودل شوې ده، اوس د خوراکي توکو نه تشیږي. د ډبلیو اېف پي د اندازې ترمخه، د اوکراین ۴۵ فیصده خلک اوس د خپل خوراک په پیدا کولو کې تشویش لري.

27.03.2022 ډیوه

افغانستان کې د وایس آف امریکه په نشریاتو باندې د طالبانو محدودیتونه او په وړاندې یې د وایس آف امریکه غبرګون

واشنګټن - طالبانو ځایي رسنیو ته امر کړی دی چې د وي او اې (وایس آف امریکه) په شمول، د بهرنیو رسنیو پروګرامونه دې نور دننه په افغانستان کې نه خپروي. تر دې دمه طالبانو د خپلې دغې پرېکړې وضاحت ندی کړی، مګر د افغانستان دپاره د وي او اې ټي وي خپرونې د اتوار/یکشنبې په ورځ د ځایي رسنیو له لارې خپرې نشوې. د وي او اې افغانستان څانګې تر دې وړاندې خپل پروګرامونه د ځایي ټلوېژنونو – طلوع، طلوع نیوز، لمر، شمشاد – له لارې خپرول. د وایس آف امریکه (وي او اې) نگران مشرې په افغانستان کې د وایس آف امریکه شریکو/همکارو ځایي ټلوېژنونو ته د طالبانو په دې امر باندې د "مایوسۍ او خفګان" اظهار کړی دی. د وي او اې نګرانې مشرې یولېنډا لوپز د طالبانو نه غوښتي دي چې په دې "پریشان کوونکي او د خفګان وړ" فیصلې باندې خپل، نظرثاني وکړي. مېرمن لوپز په یو بیان کې ویلي چې، "په نشراتو باندې محدودیتونه چې طالبان کوشش کوي ویې لګوي، د اظهار رأی آزادي سره چې د افغانستان خلک یې مستحق دي، په تضاد کې راځي." یولېنډا لوپز مګر په دې ژمنې ټینګار کړی دی چې وایس آف امریکه به د افغانستان خلکو ته د "حقیقي معلوماتو" خپرول، د ټلوېژن، رېډیو، او همدا راز په وېبسایټونو او سوشل مېډیا باندې جاري وساتي. بل اړخ ته د وي او اې افغانستان څانګې مشر حسیب دانش الکوزي ویلي چې پس د دې به وي او اې په افغانستان کې د ځایي ټلوېژنونو د لارې نشریات ونلري، او دلیل یې هم "ځیني داخلي محدودیتونه" وبلل چي په مطبوعاتو باندې افغانستان کې لګول شوي دي. ښاغلي الکوزي ژمنه وکړه چې د محدودیتونو سره سره به دوی د افغانستان خلکو ته خپل نشریات د مختلفو لارو نه جاري ساتي. هغه وویل: "مونږ به په دوامدار توګه د دوی (افغانانو) په خدمت کې یو، که د ښځو د حقوقو مسئله ده، که ښوونځیو ته بېرته د جینکو د ستنېدو مسئله ده، د اقلیتونو د حقوقو مسئله ده، د پراخ بنسټه حکومتدارۍ مسئله ده، د مطبوعاتو د آزادۍ مسئله ده، دغه مسایل به مونږ په دوامداره توګه تر پوښښ لاندې راولو." د الکوزي په وینا، دوی په تېرو څلورو میاشتو کې کوششونه کړي چې په مختلفو برخو کې افغانستان دپاره د وي او اې آشنا سروس خپرونې زیاتې کړي. ښاغلي الکوزي اشنا ټلوېژن سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان دپاره د وي او اې دري او پاړسي رېډیویي خپرونې چې پخوا د ورځې اته (۸) ساعته و، هغه اوس دوولس ساعته (۱۲) شوي دي. د هغه وینا وه چي څلور میاشتې مخکې وي او اې افغان سروس خپل سټلایټ چېنل پرانېست او همدا راز د افغانستان دپاره یې پخپلو ټي وي پروګرامونو کې هم اضافه راوستلې ده. د بي بي سي په خپرونو بندیز د برطانیې سترې مطبوعاتي ادارې – بي بي سي – هم خبر ورکړی چې د د دوی په ټي وي پروګرامونو باندې د طالبانو له خوا په افغانستان کې بندیز لګول شوی دی. بي بي سي ویلي چې په افغانستان کې یې په مختلفو ژبو – پښتو، پاړسي، او ازبکي – د درېیو ځایي ټلویژنونو د لارې نشریات درلودل، مګر د اتوار/یکشنبې په ماښام یې د ځایي ټلوېژنونو د لارې پروګرامونه ندي خپاره شوي. د بي بي سي پښتو څانګې په ویب سایټ باندې یو رپوټ کې، د دې رسنۍ د یو چارواکي طارق کفاله له قوله لیکل شوي: "موږ پر طالبانو غږ کوو چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او زموږ ټلويزيوني شريکانو ته اجازه ورکړي چې د بي بي سي خبري خپرونې سملاسمي خپرې کړي".

27.03.2022 ډیوه

د طالبانو تازه پابندۍ: ښځې د کورنۍ سره پارکونو ته نشي تللی، یوازې سفر نشي کولی

واشنګټن  - طالبانو په کابل کې تفریحي پارکونو ته د ښځو او نارینه و په ګډ تګ باندې بندیز لګولی، او ویلي یې دي چې پس د دې ښځې د اتوار/یکشنبې، ګل/دوشنبې، نهې/سې شنبې په ورځو کولی شي پارکونو ته ولاړې شي او نارینه به ورسره نه وي. طالبانو د هفتې نورې څلور ورځې بیا نارینه و ته ځانګړې کړي چې بیا نشي کولی ښځې ځان سره پارکونو ته بوزي. په دې ډول پارکونو ته د کورنیو یوځای تګ باندې قدغن لګېدلی دی. البته د کابل ښار شاوخوا د سېلګرۍ لویو سیمو کې کورنۍ د مېلې جوړولو اجازت لري، مګر ټینګار شوی چې د حجاب خیال به ساتي او د "اجنبیانو" سره به ځانونه نه ګډوي، که نه "قانوني چلند" به ورسره وشي. دا هدایات د طالبانو په حکومت کې د "امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدو" وزارت جاري کړي چې د طالبانو سرکاري خبري ادارې هم خپاره کړي دي. د یو بل خبر تر مخه، طالبانو په افغانستان کې هوایي شرکتونو (ائیرلاینونو) ته ویلي په داخلي او بهرني پروازونو کې دې هغه ښځې نه جهاز ته نه پرېږدي چې نارینه محرم ورسره په سفر کې نه وي. دا خبر د رائټرز خبري ادارې، د دوو ذرائعو د قوله ورکړی دی. دغو ذرائعو ویلي، د طالبانو "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" وزارت د خالي/شنبې په ورځ هوایي شرکتونو ته خط لېږلی او دا نوي محدودیتونه یې ورباندې لګولي دي.  د خبر تر مخه، هغه ښځې چې تر دې وړاندې یې ټکټونه اخیستي دي، د اتوار/یکشنبې او ګل/دوشنبې په ورځو ورته د پروازونو اجازت ورکړی شوی و، مګر د شنبې/خالي په ورځ ځینې ښځې چې د پرواز ټکټونه یې درلودل، د ائیرپورټ نه واپس کړی شوې. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه وضاحت ندی ورکړی. تر دې وړاندې د طالبانو یو ویاند صرف ویلي و، هغه ښځې چې د تعلیم دپاره بهر ته ځي، باید یو نارینه رشته دار ورسره وي، خو د عادي سفرونو پابندۍ په اړه یې څه نه و ویلي. د طالبانو له اړخه په ښځو باندې دغه تازه پابندۍ په داسې وخت کې لګول کیږي چې طالبانو افغانستان کې د جینکو هائی سکولونه تړلي او خپلې هغه وعدې یې ترپښو لاندې کړي چې ویلي یې و د جینکو تعلیم به جاري کوي. د جینکو په تعلیم باندې د پابندیو له امله، نړېوالو طالبان سخت غندلي او امریکا د جمعې په ورځ قطر کې د طالب چارواکو سره یوه اهمه غونډه هم په همدې دلیل فسخه کړله. په دې غونډه کې تمه کېدله چې د افغانستان د اقتصادي بحران او نورو اهمو مسئلو باندې خبرې وشي. طالبانو تل دا ټینګار کړی چې ښځو ته د "اسلامي شریعت او افغاني کلتور" د اصولو په بنیاد حقونه ورکوي، خو منتقدین وایي د طالبانو فیصلې نه د اسلامي شریعت سره اړخ لګوي، او نه هم افغاني کلتور سره، بلکې طالبان یوه سختدریځه ډله ده چې شریعت او کلتور ټول د خپل نظر نه ګوري.

27.03.2022 ډیوه

دپښتونخوا حکومت وایي د روژې نه مخکې په خوراکي توکو د دوؤ اربو روپو رعایتونه ورکوي

د پاکستان د شمېرنې اداره وايي په ملکي کچه ګراني نوره هم زیاته شوې او د مجموعي ګرانۍ رفتار 15 فيصده نه هم زيات شوی دی. په عین حال کې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ویلي چې د روژې نه وړاندې په خوراکي توکيو د دوو اربو روپو د رعايتونو ورکولو پلان لري چې له امله به يې اوړه، غوړي، دالونه او خوراکي تیل خلکو ته په ارزانه بيعه په لاس ورشي. اقتصاد پوهان وايي، واکمن او مخالفه سياسي ګوندونه د اقتدار په ترلاسه کولو کې بوخت دي او د عامو خلکو ستونزو ته پام نه کوي. د اقتصادي چارو کار پوهه فدا حسېن وايي، په نړیواله کچه د توانايۍ بيعې زیاتې شوي دي، خو په پاکستان کې د حکومت لخوا د توانانۍ په بيعو کې د کمي باوجود ګراني مخ په وړاندې روانه ده. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پاکستان کې په نرخونو د کنټرول ساتلو دپاره جوړ نظام د ناکامۍ سره مخ دی. دی وايي، حکومتي مشينري که په ضلعي، صوبايي او مرکزي کچه ده هغه په مکمله توګه ناکامه شوې ده وړاندې چې کوم مجسټرېټي نظام ؤ، هغې به په نرخونو نظر ساتلو خو هغه هم اوس ختم شوی دی. د پاکستان د شمېرنې اداره وايي، تېره اوونۍ د امروزه 25 خوراکي توکيو په بيعو يو کې اعشاريه لس فيصد اضافه شوې او دې سره مجموعي ګراني 15 اعشاريه 67فيصده ته زياته شوې ده. اداره وايي د غوړو او خوراکي توکيو بيعې نزدې 500 روپۍ کلو نه سېوا شوي او د چرګ په غوښه کې 24 روپۍ کلو اضافه شوې ده. مرکزي حکومت وايي، د روژې نه وړاندې د خوراکي تيلو په درامد یې لس فیصده ټېکسونه راکم کړی دی او په خوراکي توکيو اته اربه روپۍ رعايتونه ورکوي. د خېبرپښتونخوا يو حکومتي وياند ظاهر شاه طورو وايي صوبايي حکومت په خوراکي تيلو، غوړو، دالونو او اوړو د دوو اربو روپو د رعايتونو ورکولو پلان لري او د روژې نه وړاندې به د اوړو قيمتونه د 1400 روپو د 20 کلوګرامه تروړې  نه 850 روپو ته راکم کړي او دا رعايتونه به د راتلونکي بجټ پورې روان وي. څیړونکي وايي په پاکستان کې دا وخت غېر یقيني سياسي صورتحال جوړ دی چې له امله يې په اقتصاد بدې اغېزې کیږي اؤ دعام وګړي ژوند د ستونزو سره مخ دی . په دې وروستيو کې د بجلۍ د قيمتونو د انتظام ادارې نېپرا د بجلۍ په يو يونټ کې د 5 روپو اضافې ويلي وو. اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان مالياتي خساره 20 اربه ډالرو ته رسېدلې ده او ګردشي قرضې دوه نيم کهربه روپو ته رسېدلي دي چې له امله يې د پاکستان اقتصاد د بدو اغېزو سره مخ دی.

27.03.2022 ډیوه

دبې باورۍ دتحریک په مهال پارلیمان نه بهر دسیاسي قوت مظاهره ترشا څه مقاصد لري؟

د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف او د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد سياسي کارکنان د پاکستان سر ښار اسلام اباد ته سياسي جلسو لپاره روان شوي دي.  سياسي څيړونکي وايي د پاکستان په سياسي تاريخ کې پارليمان کې دننه کېدونکي د بې باورۍ دتحریک د لارې دوه ځله د وزيراعظم لرې کولو او د حکومتونو ختمولو هڅې  شوي او ناکامه شوي دي خو هم په دغه ورځ د سياسي زور او اثر ښودلو لپاره د سياسي جلسو کولو روایت نوی دی.  د پېښور پوهنتون د تاريخ دڅانګې استاد پروفېسر ډاکټر عبدالروف ددې خبرې څه داسې وضاحت کوي" د پاکستان په تاريخ کې دا موقعه د خپل نوعيت حوالې سره ډېره عجيبه ده، او ددې نه وړاندې داسې نه دي شوي. په هغې کې د بې باورۍ د تحريک ناکامه کولو لپاره زور هم استعمال شوی دی" خو يو سياست مدار او پخوانی استاد ډاکټر سرفراز خان وايي دغه رقم سياسي جلسې د فاشسټي سوچ لرونکي سياستمدارانو او حکمرانانو يو خاصيت پاتې دی. هغه وايي"دا يوه عامه فاشسټ طريقه ده، چې خلک راغونډ کړه او د خلکو کورونو ته يې ولېږه او يا هغلته جلسه راجوړه کړه چې خلک تېر نه شي. دا خبرې د فسطائيت ذهنيت په ډاګه کوي. او دا په تېرو وختونو کې مونږ په نورو ملکونو کې هم ليدلي دي او دلته يې هم وينو چې يو سړی مشهور هم وي او هم د فسطائيت واله وي" د پېښور پوهنتون د تاريخ دڅانګۍ يو بل استاد پروفېسر سلمان بنګش وايي د څه بهرنیو او کورنیو وجوهاتو له کبله پاکستان کې سياسي استحکام يو خوب دی. په اسلام اباد کې چې دا څه روان دي دا په وړومبي ځل کيږي او ددې نتيجه څه هم کېدای شي. ددې زيان به اخر کې هم ولس او جمهوري نظام ته وي. هغه وايي"که مونږ د کال ۱۹۴۷ نه تر اوسه  وګورو نو نو يو څيز ډېر ښکاره دی چې پاکستان کې سياسي پوهه او شعور ډېر لږ دی. د پاکستان اولس ډېر جذباتي دی او هم د دوي د جذباتو سره لوبې کيږي. هم دا وجه ده چې څه مخصوص خلک په حکومت او څه په اپوزيشن کې ناست وي او د ډېر وخت نه حکومت کوي. "د دې نه علاوه د څه دننيو او بهرنيو عواملو او وجوهاتو له کبله پاکستان کې سياسي استحکام يو خوب دی. هم دې تاريخي تسلسل کې د نن ورځې سياسي کشمکش چې په اسلام اباد کې روان دی يو نوی څيز دی او نتيجه يې څه هم کېدای شي. حکومت او مخالف ګوندونه دواړه د ولس د جذباتو سره لوبې کوي او نقصان به يې په اخر کې هم ولس او جمهوري نظام ته وي. " خبريال او څيړونکی ذوالفقار علي په دې صورتحال وايي حکومت مخالف ګوندونه چې په حکومت کې نه وي هغوي خو احتجاج کوي خو چې کوم ګوند په حکومت کې وي د هغې لخوا دداسې ولسي طاقت ښودلو يا جلسې کولو مقصد د پارليمان نه بهر قوتونو ته يو خبرداری او پېغام ورکول دي.  هغه وايي"حکومتي ګوند چې داسې قسمه ګامونه اخلي نو د دې لویې مقصد دا دی چې د پارلېمان نه بهر کوم قوتونه دي چې په عامه ژبه کې ورته اسټېبلشمنټ ویل کیږي، هغوي ته دا پېغام ورکول دي چې که چا د حکومت پر ضد د مخالفو ګوندونو سره مرسته وکړه يا يې څه بل ګام پورته کړو نو دا هغوي ته يو قسم له خبرداری دی" بل خوا په اسلام اباد کې ددغو جلسو په هکله د صحافيانو تنظیمونو او د پاکستان د بشري حقونو تنظيمونو ټولو سياسي ګوندونو ته ددغه جلسو ځنډولو خواست کړی دی. ځکه چې دوئ وېره لري چې د پارليمان د ناستې نه وړاندې دا قسمه د مخالف ګوندونو جلسې به سياسي مخالفت کې نور هم شدت راولي. د پاکستان هيومن رایټس کمېشن  يا اېچ ار سي پي د يو مطبوعاتي اعلامیې د لارې وېره څرکنده کړې چې د دغه دمخالفو سياسي ګوندونو کارکنان يو بل سره پرتشدد جنګ جګړه کولی شي او دا هر څه د جمهوري او سياسي عمل لپاره زيانمن دي.

27.03.2022 ډیوه

سپریم کورټ:د اقليتونو پر وړاندې دتعصب ډک چلند پاکستانی قام بدنام کړی دی

دپاکستان سپریم کورټ د احمدي ټولنې خلاف د لاهور هایکورټ هغه حکم بدل کړی په کوم کې چې ددغه ټولنې پرضد یوه مقدمه کې د قران او پېغمبر اسلام د سپکاوي مادې شاملې کړې شوې وې. د انګرېزې ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون خپل يو رپورټ کې ويلي چې سترې محکمې په خپله فېصله کې ويلي د اقليتونو پر وړاندې دتعصب ډک چلند پاکستانی قام بدنام کړی دی. د احمدي ټولنې پرضد د پنجاب صوبې په ننکانه ضلعه کې کال 2020م کې د قران او پېغمبر د سپکاوى یوه مقدمه د ځایي خلکو په وېنا درج کړې شوې وه چې پکې لومړی تور لګول شوی ؤ چې دوئ خپله عبادت خانه د جومات په طرز جوړه کړې او د عبادت خانې په دننه دېوالونو یې کلمې ليکلى خو وروسته سېشن عدالت پخ دغه مقدمه کې د قران او پېغمبر اسلام د سپکاوي قانوني مادې هم شاملې کړې او دغه مادې د لاهور هایکورټ  هم پرځائ ساتلې وې. د سپريم کورټ جج جسٹس منصور علي شاه په خپله فېصله کې ليکلي دي چې د هېواد اقليت د خپل مذهب مطابق د عقيدې لرلو څخه محروم ساتل او د هغوئ په خپل مذهب د عمل کولو په لاره کې خنډان جوړول د پاکستان د دستور او اسلام د اصولو پرضد دي. دا خبره نوموړي د سپريم کورټ په ډويژنل بنچ کې د هغه قضیې د اوریدنۍ په مهال کړې چې پکې د احمدي ټولنې پرضد درج مقدمه کې د قران او پېغمبر اسلام پرضد د سپکاوي د مادو شاملولو ارزونه کېدله. د احمدي ټولنې خلاف دغه قضیه کې دا تور هم لګول شوی ؤ چې د ټولنې د عبادت خانې د بجلۍ په بل کې دغه ځائ د جومات په توګه یاد کړی شوی. کال 2020م کې داحمدیانو عبادت خانې ته د جومات ویلو او د عبادت خانې په دننه دېوالونو د کلمې د ليکلو او قران اېښودو د تورونو په اساس مقدمه درج شوې وه چې وروسته دغه کال نومبر کې دټرایل کورټ په امر په قضیه کې د قرآن او پيغمبر اسلام د سپکاوى مادې 298-c   او 298- b  هم شاملې کړې شوې وې. دا مادې د قرآن او پيغمبر د سپکاوي په اړه دى. ډيوه سره خبرو کې د احمدي ټولنې د قانوني چارو سلاکار مرزا عديل احمد وویل وروسته ضلعي عدالت او لاهور هایکورټ هم د قران او پېغمبر اسلام د سپکاوى مادې پرځاې وساتلې. دې پوښتنې ته ځواب کې چې قانون يو شان دی نو بيا ولې د لاهور هایکورټ او سپریم کورټ په فيصلو کې توپير په نظر راځي نوموړي وویل دا ځکه چې لاندې عدالتونه په داسې مقدمو کې د خلکو دفشار لاندې راځي او دباو نه شي زغملی. سپريم کورټ په خپله پرېکړه کې ویلي چې د هېواد دستور وګړو ته د اقليتونو د احترام او  اقليتونو ته د خپل مذهبي افکارو مطابق د عبادت کولو حق ورکوي. عدالت ویلي که څه هم د پاکستان د دستور په 260-3ماده  کې احمديان غېر مسلم ګرځول شوي دي خو دستور نه خو دوي د شهريت نه محروم کړي او نه یې هغوي د بنيادي بشري حقونو نه بې برخې کړي دي. سپريم کورټ په خپله فېصله کې ليکلي د دستور 295 - b  ماده وايي جرم هله کېدای شي چې تورن تن قران ناپاک کړي، نقصان ور ورسوي او یایې سپکاوې وکړي او دا بيا د توهین لپاره وکاروي. عدالت وايي په مقدمه کې داسې کوم تور نه دی لګول شوی چې ياده ماده پرې نافذ شي. پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په خپل وروستي راپور کې وېلي چې په پاکستان کې د کال 2021 پرمهال د مذهب د سپکاوى دقانون لاندې د شيعه او احمدى ټولنې د غړو خلاف 84 مقدمې درج کړي شوې دي او رپورټ وايي په دغه مهال درې کسان هم د مذهب د سپکاوى د تورونو په اساس د پارېدلو خلکو لخوا وژل شوي دي. د احمدي ټولنې په يو رپورټ کې ويل شوي چې د کال 1984 نه تر اوسه په هېواد کې د عقيدې په بنياد 278 احمدي وګړي وژل شوي دي. د بشري حقونو د غېر دولتي خپلواک تنظیم ايچ ار سي پى د اقليتي څانګې د چارو غړی نديم انتوني ډيوه ته وايي که لاندې عدالتونو په قانون سم عمل او فېصلې کولې نو دا قضیه به تر سپريم کورټ نه رارسیده. هغه وايي د لاندې عدالتونو ججان اکثر د خلکو په فشار کې راځي اؤ نه غواړي چې په داسې قضيو فېصلې ورکړي او په خلکو کې بدنام شي نو ځكه د اکثریتي مسلمانانو د خوښې فېصلې ورکوي.

27.03.2022 ډیوه

اسلام اباد کې دحکومت اؤ اپوزیشن دسیاسي قوت څرګندونه،شاهزین بګټي هم حکومت نه خپله لار جدا کړه

پاکستان کې دسخت سیاسي تاؤ تریخوالي په فضاء کې نن داتوار په ورځ دحکومتي اؤ اپوزیشن ګوندونو فعالین دخپل سیاسي قوت دښودلو لپاره پلازمینې اسلام اباد ته ورټولیږي اؤ ټاکل شوې ده وزیراعظم عمران خان نن پلازمینه کې یوې سترې ولسي جلسې ته وینا هم کوي.  اپوزیشن ګوندونه هم د وزیراعظم عمران خان په ضد اسمبلۍ ته د بې باورۍ په وړاندې کړل شوي تحریک د رایې اچول کیدو نه وړاندې داسلام اباد په لوري لاریون کوي خو دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید ګواښ کړی دی چې که اسلام اباد کې کوم ګوند پرلت وغځولو په نو په ضد به یې سخت قانوني ګامونه اخستل کیږي. د حکومت مخالفې ډلې جمعیت علماء اسلام(ف) فعالین له وړاندې څخه اسلام اباد کې سرینګر هائي وی ته رسیدلي اؤ د مسلم لیګ نواز ډلې یو ستر لاریون دمریم نواز شریف اؤ حمزه شهباز په مشرۍ دلور نه اسلام اباد ته کوچیدلی دی. په عین حال کې دبلوچستان دچارو لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون اؤ دبلوچستان جمهوري ګوند مشر شاهزین بګټي هم حکومت نه دخپلې لارې دجدا کولو اؤ داپوزیشن لیکې ته د ورګډيدو اعلان کړی دی. اتوار په ورځ دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال ویلي اسلام اباد کې سیاسي ګوندونو ته دجلسو کولو اجازه شته خو که چا پرلت وغځولو نو په سختۍ سره به چقول کیږي. هغه وویل مخالف ګوندونه ګڼي چې وزیراعظم عمران خان به له اقتداره لاس ووینځی خو وایي داسې هیڅ نه کیدونکي دي اؤ اپوزیشن ډلو ته به په لاس هیڅ ورنه شي. خو په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف پخپل یو ویډیو بیان کې بیا له خلکو غوښتنه کړې چې د ګرانۍ په ضد مسلم لیک نواز  ګوند داسلام اباد لوري ته کوم لاریون پیل کړی هغې کې دګډون کولو له لارې دعمران خان دحکومت په ختمولو باید دهیواد راتلونکی وژغوري. حکومت مخالفو ګوندونو دقامي اسمبلۍ سیکرټریټ کې  د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک جمع کړی چې په دغه تحریک د رایې اچلو لپاره دجمعې په ورځ دقامي اسمبلۍ رابلل شوې غونډه داسپیکر اسد قیصر د ګل د وځې پورې ځنډولې ده. تیره ورځ دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي وؤ داسې احتمال شته چې دبې باورۍ په تحریک به رایې د دریم یا څلورم اپریل ورکړل شي. څېړونکي وایي دپاکستان سیاست کې مدام ددغه هیواد دطاقتور پوځ یو مضبوط کردار پاتې شوی خو اپوزیشن ګوندونه بیا وایي چې اوس اسټیبلشمنټ (چې دا اصطلاح اکثره دپوځ لپاره کارول کیږي) ځان بې پلوه ساتلی دی. تر دې وړاندې به دعمران خان دکابینې وزیرانو په جار ویل چې پوځ اؤ حکومت په یوه لیکه دي خو داتوار په ورځ چې کله دکورنیو چارو د وزیر شیخ رشید نه خبریالانو وپوښتل اسټیبلشمنټ دچا سره ولاړ دی نو دهغه جواب ؤ "اسټیبلشمنټ دپاکستان سره ولاړ دی" وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دکابینې وزیرانو تر اوسه دعوې کولې چې وزیراعظم به پارلیمان نه دباور ووټ ترلاسه کولو کې بریالی شي خو شیخ رشید اوس پخپلو تازو څرګندونو کې ویلي چې که عمران خان دپارلیمان دننه دبې باورۍ تحریک نه بچ ونه اوځي نو هم به الله تر دې عزت ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې د حکومتي ګوند ګڼ شمیر غړي هم د دوئ تر شا ولاړ دي اؤ دبې باورۍ تحریک کې به خپلې رایې د عمران خان په ضد ورکړي. ددې ترڅنګ د حکومت ایتلافي ګوندونو هم اپوزیشن سره مذاکرات کړي دي اؤ څېړونکي احتمال ښایي چې د حکومت یو شمیر ایتلافي غړي به هم خپلې رایې د وزیراعظم پرضد وکاروي. په عین حال کې دبلوچستان دچارو لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون اؤ دبلوچستان جمهوري ګوند مشر شاهزین بګټي هم حکومت نه دخپلې لارې دجدا کولو اؤ داپوزیشن لیکې ته د ورګډيدو اعلان کړی دی. دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري سره له لیدنې وروسته یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې شاهزین بکټی وویل چې هغه دحالاتو ښه کولو اؤ امن لپاره دحکومت سره ملګرتیا کړې وه خو وایي حکومت هیڅ ونه کړی شول نو ځکه ترې هغه خپله لاره جدا کړی اؤ اپوزیشن سره ملګری شو دحکومت یو بل ایتلافي ګوند مسلم لیګ(ق) هم که هرڅو تر دې وخته د حکومت نه دخپلو لارو جدا کولو ډاګیز اعلان نه دی کړی خو داپوزیشن اؤ حکومتي مشرانو سره ددغه ګوند مشرانو پرله پسې لیدنې کړي اؤ وایي ډير زر به پرېکړه وکړي چې دحکومت په طرف ودریږي که داپوزیشن ملګرتیا کوي. په قامي اسمبلۍ کې دا مهال حکومتي ایتلاف 179 څوکۍ په لاس کې لري اؤ اپوزیشن ګوندونه162 څوکۍ لري، خو په دې وروستیو کې دپاکستان په میډیا داسې دعوې مخې ته راغلې دي چې د حکومت تر24ؤ زیات غړي داپوزیشن ملګري شوې دي اؤ خپلې رایې به دعمران خان پرضد ورکړي. دپاکستان په سیاسي چارو ژور نظر لرونکي صحافي صفي الله ګل اوړمه ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ هرڅو که اپوزیشن ډلې دعوې کوي چې دعمران خان دګوند نه یې ملګري ځانته رامات کړي دي خو وایي اپوزیشن ډلو کې پخبله هم په ډيرو نکتو اختلافات موجود دي اؤ دا به ډيره اسانه نه وي چې دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک بریالی کړی.

27.03.2022 ډیوه

دروغتیایي چارو پوهان وایي پاکستان کې کرونا وبا کمه شوې ده خو لا ختمه نه ده

د روغتیایي چارو لپاره دپاکستان د وزيراعظم سلا کار فېصل سلطان ويلي په پاکستان کې ۵۷ فيصده خلکو ته د کرونا ضد ويکسين دوه ډوزونه یا خوراکونه ورکړل شوي دي۔  د صحت دچارو کارپوهان وایي د کرونا وبا کمه شوې ده خو ختمه شوې نه ده او احتياطي تدابير  پرېښودل نه دي پکار۔  په پاکستان کې د سرکاري شمېرو د ترمخه د کرونا  مثبتې پېښې کمې شوي اؤ په درويشتم او څلېريشتم مارچ د کرونا څخه هیڅوک نه وؤ مړه شوي  خو په پينځويشتم مارچ درې، په شپږويشتم څلور او په تېر شواروز کې په کرونا اخته پينځه کسان مړه شوي دي۔ دسرکاري شمېرو ترمخه دملک دننه په تېر شواروز کې د کرونا ۳۱۰ مثبتې پيښې مخې ته راغلي او د مثبتو پېښو شرحه صفر اعشاريه نهه شپږ ريکارډ شوي ده. د صحت د چارو کارپوهان وایي په ملک کې پينځه اويا فيصده خلکو ته د ويکسين لګېدلو او د کرونا د مثبتو پيښو راکمېدولو مطلب دا نه دی چې حکومت نرمي راولي او خلک بې احتياطي شروع کړي۔  په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحادیې پاکستان مېډيکل ايسويشن عمومي سکتر ډاکټر قېصر سجاد وايي اختياط اوس هم لازمي دې۔ ډاکټر قېصر سجاد وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل دکرونا پېښې اوس هم رپورټ کيږي اؤ دا وبا لا په مکمله توګه ختمه شوې نه ده، که چرته بې احتياطي وشي نو شپږمه څپه هم راتلی شي۔  نوموړې زياته کړه ويکسين ډيرو خلکو ته لګیدلي خو بوسټر ډوز یا اضافي خوراک اوس هم ډيرو خلکو نه دی لګولی۔  "په چائينه کې نزدې کرونا ختمه شوې وه خو لاک ډاون اوس هم په ځايي دی، که دلته په ملک کې د کرونا اختياطي تدابير نه پرځائ کړل کيږي او بې احتياطي کيږي نو ممکنه ده که نوي ډول وايرس مخې ته راشي نو هغه بيا مسله جوړولی شي"  ډاکټر قېصر سجاد وويل اوس هم پکار ده چې حکومت او خلک په شريکه د کرونا په وړاندې احتياطي تدابير عملي کړي۔  د صحت د چارو کارپوهان وايي عموما چې وبا راشي ددې څپې کله تيزيږي او کله کميږي، په دغه حساب وبا يو دم ختمېدل کڼل نه دي پکار، د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي د کرونا وبا دريم کال روان دی کېدای شي چې دا د دوؤ کالو پورې نوره هم موجوده وي او بايد چې احتياط پرې نه ښودل شي۔  "د کرونا وبا په نړۍ کې نزدې دريم کال روان دی، که په تاريخي توګه وګورو وبا د پينځوؤ يا شپږو کالو پورې موجود وي نو مطلب چې د کرونا وبا په مکمله توګه نه ده ختمه شوې" په پاکستان کې د کرونا وبا څخه تراوسه ديرش زره ،درې سوه اؤ پينځه څلوېښت کسان مړه شوي، او دا وخت په کرونا وايرس اخته څلور سوه او اته ويشت کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت ښودل کيږي۔  په پاکستان کې تراوسه لسو کروړو نه زياتو خلکو ته د کرونا ضد ويکسين دوه ډوزه او د اتوؤ څلويښتو لکو نه زياتو خلکو ته بوسټر ډوز هم لګول شوی دی۔

27.03.2022 ډیوه

بلوچستان:پوځ وایي عملیاتو کې یې شپږ ترهګر وژلي

دپاکستان پوځ وایي دبلوچستان دسبي سیمې ترڅنګ په ناګاؤ کې یې دترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي. پوځ وایي دې عملیاتو کې دترهګرو په ډزو یو عسکر هم وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی. دپوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي دغه عملیات تیره ورځ په یوه غرییزه سیمه کې دترهګرو د موجودیت په اطلاع شوي دي. دبیان له مخې کله چې پوځ دناګاؤ سیمې ته په ترهګرو پسې ورسیدو نو هغوئ له دغه ځایه دتېښتې په هڅه کې امنیتي ځواکونو سره په نښته شول. پوځ وایي دامنیتي سرتیرو په ډزو کې دبي این ای سره دتړاؤ لرونکو نصیب الله عرف جهانګیر،پیرجان اؤ رکئ کهويي په ګډون شپږ ترهګر وژل شوي دي اؤ هم دترهګرو په ډزو کې یو پوځي وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی. د ایي ایس پي ار له مخې دې عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په سبي اؤ خواوشا سیمو کې په دې وروستیو کې په پوځ شوؤ بریدونو کې ککړ وؤ اؤ هم یې په ۲۰مه جنورۍ دلاهور انارکلۍ بازار کې شوې چاودنې سره  تړاؤ درلودو. په دې وروستیو کې چې طالبانو د وسلې په زور دافغانستان په حکومت قبضه کړې ده،دپاکستان دننه هم دهغې راپدیخوا ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ څېړونکي وایي ترهګرو ډلو دلته خپلې پښې یو وارې بیا مضبوطې کړې دي. د پاکستان انسټيټوټ فار کانفلېکټ اينډ سيکيورټي سټډيز اسلام اباد مشر عبدالله خان وي او ای ډيوه ته ویلي د کال 2021 د وړومبیو دریوؤ مياشتو په نسبت چې 49 حملې پکې شوې وې،سږکال هم په دومره موده کې 48 ترهګر بريدونه شوي. د ادارې شمېرې ښيي سږکال د جنورۍ نه تر 15 مارچ پورې په پاکستان کې 48 ترهګر بريدونه شوي چې 28 پکې په امنيتي ځواکونو دي او د ځواک 41 تنه پکې وژل شوي. په يادو بريدونو کې د وژل شوو ولسي وګړو شمېر 106 دی چې تېر کال پکې 73 تنه وژل شوي او 91 نور ټپيان شوي وو خو سږکال په درېوؤ مياشتو کې د وژل شوو شمېر 147 ته ختلی او 369 تنه پکې زخميان شوي. عبدالله خان وايي دې سږکال په ياد وخت کې په پښتونخوا کې 30 ترهګر بريدونه شوي چې 10 پکې په پخوانۍ فاټا کې دي او ټول 82 تنه په دې بریدونو کې وژل شوي او 209 زخميان شوي، په بلوچستان کې 15 حملې شوي چې 47 پکې وژل شوي او 96 پکې ژوبل شوي دي.

27.03.2022 ډیوه

بلوچستان:دکولې کان کې بند پاتې شوي درې مزدوران څلور ورځې وروسته ژوندي راویستل شوي دي

دبلوچستان ايالت د هرنايي ضلعې دکولې په يوه کان کې 13 سوه فټه لاندې بند پاتې شوي درې کان کيندونکي 106 ساعته يعني څلوﺭ ورځې  وروسته ژوندي راويستل شوي دي. د مارچ پر 22مه  دکوټې او هرنايې ضلعې تر ميان د زرغون غر په نامه سېمه کې سهار اته بجې د کولې يا سکرو په یو کان کې د زيات ګيس جمع کيدو له کبله هغه وخت چاودنه  شوې وه کله چې شپږ کان کيندونکو په کان کې کار پيل کړی ؤ. د چارواکو په خبره د چاودنې له کبله کان نړيدلی او ټول کان کيندونکي پکې بند پاتې شوي وؤ۔   د هرنايي مرستيال کمشنر سردار محمد رفيق وایي درې  کان کيندونکي  په وړومبۍ ورځ را ويستل شوي او پاتې درې کان کيندونکي يې د يک شنبې په ورځ له سخت زيار وروسته را ویستلي دي۔   مرستيال کمشنر وي او ای ډيوه ته وويل د کان کيندونکو د ژوند د خوندي ساتلو او د هغوئ د  را ويستلو لپاره يې  لاره نه درلوده ځکه يې دغه کان ته نزدې بل کان وکينده او  بند پاتې مزدورانو  پوري يې ځان ور ورسولو، او اخر يې بند پاتې خواريکښ و ژغورل. هغه  وايې "په يادو خواريکښو کې کم عمر 14 کلن او لوی عمره 25 کلن دی، چې پکې  د دوو تعلق له افغانستان او يو د هرنايي ځايې اوسيدونکی دی،درې سره کان کيندونکي  مو  د ښه علاج  په موخه د کوټې و سيول روغتون ته ليږلي، د يوه حالت پکې له خطر سره مخ دی"۔  خلکو ته د درملنې دلومړنيو اسانتياو د برابرولو  دايالتي اداﺭې  "پي پي ايچ ای”  د ډاکټرانو د ټیم مشر داود کاکړ چې د کان کيندونکو په ژغورنه کې يې برخه اخيستې,  وي او اې ډيوه سره  په خبرو کې هغه  وويل، " په ياد کان کې د بند پاتې کان کيندونکو د ژغورلو لپاره يې له پېښې سره سم دستي   1300 فټه اوږد د اکسيجن پائپ و کان ته  تير کړ،  خواريکښ يوازې له همدې امله ژوندي پاته شوي،کنې د هغوئ د ژوند امکان نه و" د حکومتي چارواکو په خبره ياد کان څو مياشتې وړاندې د زيات خطر له کبله بند کړل شوی ؤ خو ورسته بيا د کان ټيکدار او مالک له لوري  بيرته پرته له کوم اجازت پرانستل شوی ؤ۔ د هرنايي ضلعې دمرستيال کمشنر په خبره د کان د مالک او ټيکدار پر ضد د قانوني ګامونو اخستو لپاره  يې د ماينز اينډ منرلز محکمې ته خط ليږلی دی۔ د کان کيندونکو د مرکزي تنظيم  پاکستان سېنټرل ماينز اينډ ليبر  فېډرېشن رپورټ دی چې سږکال د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو دکولې کانونو کې رامنځ ته شوې دا څلورمه پېښه ده. تر دې وړاندې د دوکۍ او کوټې د کولې په کانونو کې هم مرګونو پېښو کې تر 12ؤ زیات مزدوران مړ او تر 10ؤ زيات ټپيان شوي دي. د فېډرېشن رپوټ زیاتوي د بلوچستان ايالت په بیلا بیلو سیمو کې تر يو لک زيات کان کيندونکي د کولې يا سکرو او د نورو معدنیاتو په کانونو کې مزدوري کوي.  رپورټ کې ويل شوي تير کال د کولې د کانونو په پېښو کې دمړو شوو مزدورانو کې دزياترو تعلق د خېبر پښتونخوا د شانګلې، د افغانستان او د بلوچستان ايالت له پښتون میشتو سیمو سره دی

27.03.2022 ډیوه

بایډن په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر او اوکرایني کډوالو سره ولیدل

 واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د خالي‌ یا شنبې په ورځ په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر انډرې ډوډا او نورو پولېنډي چارواکو سره په اوکراین د روس د یرغل په اړه خبرې وکړې. داسې ښکاري چې روس د خپل عملیاتو لوری د پلازمېنې کیېف څخه ددغه هېواد ختیځې خواته اړولی دی. د ناټو غړي هېواد پولېنډ تر دوه میلینو زیات اوکرایني کډوال منلي دي. بایډن د وارسا له ښاروال سره په ګډه له ځینو دغو کډوالو سره ولیدل او د بشري مرستو په اړه یې ورسره خبرې وکړي. همدارنګه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان ویلي، چې بایډن به د شنبې ناوخته د وارسا شاهي ماڼۍ کې وینا وکړي. بایډن د جمعې په ورځ پولېنډ ته له رسېدو سره د اوکرایني کډوالو په اړه د پولېنډ غبرګون ستایلی او د پولېنډ د بشری مرستو له کارکونکو او د اوکراین پولې ته څېرمه یې د مېشتو امریکايي سرتیرو سره لیدلي. بایډن له امریکايي سرتېرو سره په لیدنه کې ویلي، "تاسو د ډیموکراسیو او زورولو ترمنځ د جګړې منځه کې یاست. دغه امریکايي سرتېري د دې لپاره د پولېنډ کې ځای پر ځآی شوي چې د ناټو د ختیځې سیمې له هېوادونو سره ملاتړ څرګند کړي. په دغو هېوادونو کې پولېنډ، لیتوانیا، لیتویا، بلغاریا او رومانیا هېوادونه شامل دي. بایډن د جمعې په ورځ په پولېنډ کې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره تر لیدنې وروسته له هغوی سره د شپې ډوډوۍ هم خوړلې. په ورته وخت کې د جګړې له ډګر څخه په راغلو راپورونو کې امریکا او لویدیځو چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې په اوکراین کې د روسي سرتېرو په سټراتېژۍ کې لیدل کېږي. یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، "مونږ فکر کوو چې هغوی هڅه کوي ډباس سیمه پرې کړي." د روس د لوی درستیر مرستیال جنرال سرګې رډسکوی هم دغه بدلون تایید کړی او ویلي یې دي چې د روس د عملیاتو لومړی موخه چې د اوکراین جګړیزه وړتیا کمه کړي ترلاسه شوې ده. هغه وویل، روسي ځواکونه اوس په اصلي هدف باندې تمرکز لري چې هغه د ډونباس ازادول دي. خو د لویدیځ استخبارات اټکل کوي چې د روس لخوا په تګلاره کې بدلون ښايي له دې امله وي چې هغوی د اوکراین د حکومت په پرزولو کې پاتې راغلي. برتانوي چارواکو ویلي، روسان په دې کې پاتې راغلل چې خپلو اوږدو کتارونو ته اکمالات ورسوي او له همدې امله اوکراینیان په دې وتوانېدل چې هغوی له کیېف څخه ۳۵ کیلومټرۍ ته په شا و تمبوي. په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي د جمعې په ورځ په یو ویډیوي پیغام کې ویلي،‌ د اوکراین مقاومت به روسیه دې ته وهڅوي چې د خبرو له لیارې د حل په لټه کې شي. زیلېنسکي وايي، مونږ باید خبرې وکړو، معنی لرونکې، بیړنۍ او مناسبې خبرې.

26.03.2022 ډیوه

په عمران خان بې باوري،دپاکستان دحکومتي اؤ مخالفو ګوندونو فعالینو اسلام اباد پله تګ پیل کړی

دپاکستان د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک په ترڅ کې مرکزي حکومت او مخالفو ګوندونو اسلام اباد کې دخپل سياسي طاقت ښودلو پريکړه کړې ده او واکمن تحريک انصاف ګوند سبا داتوار په ورځ  اسلام اباد کې د لسو لکو نه دزياتو خلکو راغونډولو اعلان کړى دی. بل اړخ ته دحکومت مخالفه جميعت علماء اسلام (ف )ډلى جلسه کې دګډون لپاره د ګوند دقافلو اسلام اباد ته تګ پيل شوى دی او بل لویې حکومت مخالفه ګوند  مسلم ليګ نواز هم  اسلام اباد  پله د لاريون کولو اعلان کړى دی. د شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد وويل د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک به د اپريل دمياشتې په دریمه یا څلورمه نیټه رایې ورکول کیږي. هغه دعوه وکړه واکمن تحريک انصاف ګوند به سبا له اسلام اباد کې تاريخي جلسه کوې چې پکې به په لکونو خلک ګډون کوي. شيخ رشيد وويل مخالف مسلم لیګ نواز ګوند د جلسې لپاره لا تر دې دمه اسلام اباد انتظاميي سره رابطه نه ده کړې خو حکومت  دجميعت علماء اسلام (ف )ډلى په خواست دوئ ته په سري نګر هاي وی يا لویې سړک ديوې ورځې د جلسې اجات ورکړى دى او د شيخ رشيد په خبره جمعيت ته به د پرلت غځونې اجازت نه ورکول کيږي او که جمعيت داسې وکړل نو قانون  به حرکت کې راځي. خو دجمعيت علماء اسلام (ف) ډلې د سينيټ غړي کامران مرتضا په دې اړه په شيخ رشيد د غلط بيانۍ تور لګولى دى. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دوئ داسلام اباد انتظاميې ته ورکړى خواست کې  په ګوته کړې ده چې د مارچ ٢٥ نه د اپريل تر دریمې نيټى به اسلام اباد کې جلسې اؤ لاریونونه کوي او د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک دڅه پرېکړې پورې به دغلته موجود وي. خبري کانفرنس ته وينا کې مرکزي وزير شپخ رشيد زياته کړه هغه دپلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای ته امر کړی چې په ټولنیزو رسنیو دپوځ بدناموونکي خلک ونیسي اؤ په ضد یې قانوني ګامونه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ دتحريک پسر تاوژن سياسې ماحول کې حکومت او مخالفو ګوندونه په يو بل د پوځ د بدنامولو تورونه لګوي. وړاندې نه دبشري حقونو ، وکيلانو او خبريالانو تنظيمونه په حکومت د رایې په اظهار د بنديزونو تورونه لګوي خو د پاکستان حکومت دعوې کوي چې میډیا ته یې بشپړه ازادي ورکړې ده. بل اړخ ته د هيواد تر ټولو لویې حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ (نواز ) د لاهور څخه داسلام اباد په لوري احتجاجې لاريون پيل کړى دى. د حکومت او مخالفو ګوندونو لخوا د لکونو په شمير دخپلو پلويانو اسلام اباد ته د راوستو د اعلان پسر دممکنه تصادم د مخنيوي لپاره د وکيلانو تنظيم سپريم کورټ بار د خواست اوريدنه دسپریم کورټ پينځه کسيزه بينچ کوي او اعلا عدالت په ټولو سياسي ګوندونو د زغم نه دکار اخستو غږ کړى دى

26.03.2022 ډیوه

دپولیو وایرس دمنتقل کیدو خطر،پاکستان افریقا ته دخپلو وګړو په سفر دبندیز رپورټونه رد کړي

پاکستان هغه مطبوعاتي رپورټونه رد کړي چې ګواکې د صحت نړیوالې ادارې ډبليو ایچ او د افريقا  رياست ملاوى کې د پوليو د واېرس د وړل کېدو له کبله د پاکستان څخه په سفر کونکو  باندې د نورو دريو میاشتو لپاره سفري بندېزونه لګولې دي. د وي او اې ډيوه سره خبرو کې د پاکستان دپوليو دمخنيوي د مرکزي ډاېریکټریټ مشر ډاېریکټر جنرل ډاکټر اکرم شاه ویلي پاکستان ته دصحت د نړیوالې ادارې د مرکزى دفتر څخه دوه میاشتې مخکې يو خط راغلی ؤ چې پاکستان  دې د اورل پوليو واکسين په اړه خپل بندېزونه او ګامونه نور سخت کړي خو وايي په دغه خط کې د سفري بندېزنو په هکله څه نه دي ویل شوي. ورځپاڼې ډان تېره ورځ په يو رپورټ کې ويلي چې د صحت نړیوالې ادارې ډبليو ایچ او ملاوى ته د پاکستاني ډول واېروس په وړل کېدو  د پاکستان څخه په سفر کوونکو د نورو دريوؤ مياشتو لپاره سفري بندېزونه لګولې دي.  ښاغلي ډاکټر اکرم شاه ډيوه سره خبرو کې وويل په افریقا ملاوى کې چې د پوليو کومه پېښه مخې ته راغلې وه نو هغه ډول واېروس په پاکستان کې په وروستي ځل دکال 2019م په پائ کې موندل شوي وؤ او زياتوي له تېرو دريوؤ کلونو راهيسې ددې واېروس نخښې په پاکستان کې بيا نه دي ښکاره شوې. نوموړي وويل نزدې دوه میاشتې مخکې د صحت د نړیوالې ادارې ډبليو ایچ او د مرکزى دفتر لخوا دپاکستان حکومت ته يو خط راغلی ؤ ولې په هغې کې په پاکستان د سفري بندېزونو خبره نه وه شوې. هغه وايي په دغه خط کې د پاکستان نه غوښتنه شوې چې هغه باید د اورل پوليو واکسين په اړه خپل بندیزونه او ګامونه نور سخت کړي. ډاکټر اکرم شاه وايي په پاکستان کې وړاندې څخه دا قانون پرځائ دی چې څوک هم د هېواد بهر سفر کوي نو يوه مياشت مخکې به د پوليو قطرې او کارډ اخلي. د ورځپاڼې ډان په خبر کې ويل شوي چې پاکستان کې د پوليو مخ په سېوا کېدونکو پېښو له کبله د صحت نړیوالې ادارې مئ کال 2014م کې په پاکستان سفري بندېزونه لګولي وؤ. کال 2021م نومبر کې د افريقا د ملاوى په رياست کې درې کلن ماشوم په پي ون ډول پوليو واېروس اخته موندل شوی ؤ او د هغې د جينومک ترتیب څخه ښکاره شوې وه چې دا واېروس په پاکستان کې کال 2019م کې موندل شوي واېروس ته ورته دی. ډاکټر اکرم شاه وايي د پاکستان او افغانستان په ګډون چې څومره هم داسې هېوادونه دي چرته چې د پوليو پېښې زیاتې رپورټ کېږي نو د هغې ځاې نه بهر سفر کوونکي خلک به ضرور د پوليو څاڅکي له مخکې اخلي. هغه وايي د صحت د نړیوالې ادارې د خط په رڼا کې د هېواد ټولو اضلاعو او هوایي اډو ته دا احکامات جارى کړی شوي  چې څوک به هم پرته د او پي وي د قطرو څښلو او اړونده کارډ نه بهر تګ ته نه پرېږدي. پاکستان او افغانستان د نړۍ  دوه یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا اوس هم د پوليو واېروس ختم نه دی. پاکستان کې د پوليو وروستي پېښه تېر کال 2021م کې د جنورۍ په 27مه نېټه د بلوچستان په دوکي ضلعه کې مخې ته راغلې وه خو له هغې راپدېخوا پاکستان کې د پوليو بله پېښه نه ده رپورټ شوې.

26.03.2022 ډیوه

افغانستان کې دجينکو دښوونځيو تړلو پسر به د طالبانو ستونزې نورې هم سېوا شي:څېړونکي

څېړونکي وايي په افغانستان کې طالبان بشري حقونه په نړۍ دخپل حکومت په رسمي ډول پېژندلو او نړيوالو مرستو لپاره د ډال په توګه کاروي او د جينکو په تعليم بندېز لګولو سره په نړيواله ټولنه فشار اچول غواړي ځکه چې څه دپاسه د اوو مياشتو تېرېدو وروسته ورته هم مشروعيت نه دی ترلاسه شوی. څېړونکي په دې نظر دي چې د جينکو د تعليم او نورو بشري حقونو خوندي کولو د پاره چې طالبانو کومې ژمنې کړي د هغې دنه عملي کولو له امله به يې د ملک دننه او بهر مشکلات نور هم سېوا شي۔ دوئ وايي په افغانستان کې د خلکو په زوړونو کې د کرکې سېوا کېدو ترڅنګ د طالبانو دځينو غړو په منځ کې هم د جينکو په تعليم بندېز لګولو سره تعلقات ټکني کېدای شي۔ څېړونکي وايي دنړيولې ټولنې لخوا په افغان طالبانو دبې بارورۍ له امله تراوسه نه کوم  هېواد يې حکومت په رسميت  پېژندلی او نه يې ورسره د دوئ د خوښې مطابق مرستې کړي۔ دوی وايي داسې ښکاري چې ددغې په رد عمل کې افغان طالبان  جينکۍ سکولونو ته نه پرېښودل غواړي چې په دې توګه په نړيواله ټولنه فشار واچوي۔ په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي طالبانو ته مالومه ده چې اوسمهال نړۍ په افغانستان کې د جينکو تعليم ته ډېره حساسه ده او غواړي چې جينکۍ تعليم ته پرېښودل شي نو دوی (طالبان)بشري حقونه اوس د ډال په توګه کاروي۔ دی وايي "د طالبانو دا سوچ دی چې که نړۍ مونږ ته امداد نه راکوي، مونږ نه تسليموي او زمونږ خبره نه اوري نو مونږه به بيا انسانانو سره هغه شان سلوک کوو څنګه چې به يې په 90 لسيزه کې کولو" په افغانستان کې د جينکو دمنځنۍ درجې سکولونه د مارچ په 23مه  نېټه د خلاصېدو څو ساعته وروسته د طالبانو په امر بيا وتړل شول۔ طالبان وايي دوئ وخت ته اړتيا لري چې د اسلامي قانون او شریعت له مخې د دوئ لپاره یوه طرحه جوړه کړي۔ ډاکټر خورشيد خان زياته کړه د جينکو د تعليم په ضد د طالبانو دغه ګام په نړيواله کچه به د طالبانو ستونزې زياتې کړي او د هغه هېوادونو ملاتړ به هم د لاسه ورکړي چې دوئ سره د مالي مرستو او په رسميت پېژندلو لپاره هلې ځلې کوي۔ نوموړي دا هم وويل چې نړۍ به په ردعمل کې په طالبانو بنديزونه ولګوي او داسې طالبان به ترې جوړ کړي څنګه چې په اوله دوره کې وؤ او ددې سره سره د بشري حقونو خوندي کولو پسر چې کوم امداد ورته ورکول کېږي هغه به پرې هم بند کړي۔ د تېر اګست په 15مه په واک کې له راتلو وروسته افغان طالبانو د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د جنيکو سکولونه خلاص کړي وؤ، خو د شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته يې سکولونو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړې۔ په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه او د پوهنتون استاذ عبدالناصر شفيق وايي په هېواد کې جنيکۍ تعليم ته نه پرېښودل به دخلکو ترڅنګ د طالبانو ترمنځه هم اړيکې ټکنۍ کړي۔ نوموړي زياته کړه "هغه محبوبيت چې د امريکايي اشغال ختمولو سره طالبانو په ولس کې پېدا کړی ؤ هغه ټکنۍ کېږي هم په عام ولس کې او هم د طالبانو په ځينو افرادو کې ځکه چې د طالبانو ټول غړي داسې نه دي چې په دې کچه د زده کړو سره مخالفت کوي" د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړو هیوادونو په یوې اعلامیې کې د طالبانو څخه غوښتلي چې  تر شپږم ټولګي پورته د جينکو په زده کړو دبندیز پرېکړه باید بېرته واخلي. د افغان طالبانو يو چارواکي احمد ياسر د مارچ په 23مه په ټوېټر ليکلي چې د اسلامي امارت مشران د جينکو او هلکانو ښوونځيو پېل ته ژمن دي، دی وايي د تعليم وزارت لخوا جوړه شوې طرحه کې د ستونزو له امله د لنډ مهال لپاره تر شپږم پورته د جينکو سکولونه بند اعلان شوي او د طرحې د سمون سره به پېل شي

26.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more