دسیلاب ځپلو عارضي کیمپونو کې میرمنې دخپلو مخصوصو بیماریو په وخت مشکلاتو سره مخ کیږي
عایشه بي بي وايي په يو روغتون کې يې څه وخت د پاره دماشومانو د زیږون په وارډ کې کار کړی دی، کله چې سېلاب راغلی او کور يې پريښودو نو د نور قيمتي سامان په ځائ یې هغه سامان دځان سره راواخستو چې د ښځو د ماهوارۍ په وخت کې په کار راځي
پښتونخوا کې سیلاب ځپلي افغان کډوال وایي دوئ دمرستو نه محروم پاتې شوي
ميرمن بشيره د خويشګي افغان کيمپ کډواله ده، د سړو جامي په تن خپل د ختو ګټو هغه ویجاړ کور ته ګوري چې سيلاب وړي دی،وايي "دا وخت مونږ ډېر د بي وسۍ په حالت کې يو، نه د څښلو صفا اوبه لرو او نه راسره چا کومې طبي مرستي کړي ، مونږ هر څه ته اړتيا لرو ځکه چې زمونږ هر څه په سيلاب کې لاهو شوي دي
امریکایي مشاور:نه غواړو چې پاکستان باید امریکا اؤ چین کې یو غوره کړي
د پاکستان او چين حکومت د ډېرک شول دې بېان ته لا څه غبرګون نه ښودلی خو دواړو هېوادونو په ماضي کې د لودیزې نړۍ او امریکا لخوا دا تورونه رد کړي چې ګواکې په پاکستان کې د سي پېک پروژې لاندې د چين درنه سرمایه کاري د پاکستان لپاره د پورونو لومه ثابېتېدای شي
رپورټ: د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د خیچنو اوبو دلاسه ناورغۍ خپرېږي
د بشري امداد دپاره د متحده قومونو ادارې ویلي په پاکستان کې قریباً یو مېلین کورونو ته نقصان رسېدلی ترپېنځو لکو پورې خلک بې کوره شوي اوس د خپلوانو سره او یا په امدادي کېمپونو کې ورځې شپې تېروي
په لاهور کې د مومندو ضلعې د وژل شوې ماشومې خپلوان د انصاف غوښتنه کوي
د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د مومندو يوه لس کلنه ماشومه وژل شوې، خپلوان يې دعوه کوي د ماشومې سره جنسي تیری شوی او وژل شوې ده. د لاهور پوليس وايي د ماشومې وژونکی تورن کس يې نيولی او د جنسي تيري په اړه د طبي معاينې رپورټ تراوسه نه دی ترلاسه شوی.
افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو کال پوره کېدو په مناسبت طالبانو د "ازادۍ ورځ" ولمانځله
رویټرز وايي افغانستان نه د بهرني ځواکونو د انخلا عمل (بهیر) تېر کال د اګست د میاشت د 30 نېټې په نیمه شپه د اخېري امریکايي عسکر په وتلو سر ته ورسېدلو او طالبان چې د تېرو شلو کلونو راهسې د امریکې او نېټو ځواکونو خلاف جنګېدل یو وارې بیا د کابل واکداران شول
سردار بابک: بونيرضلعې ته ټوپک مار رادننه شوي
د خېبرپښتونخوا په بونير ضلع کې عوامي نيشنل ګوند او ځايي خلکو د امن دپاره د احتجاج کړی او د عوامي نيشنل ګوند د صوبې جنرل سيکرټري سردار حسېن بابک دعوه کړې بونير ته ټوپک مار رادننه شوي دي، خو د بونير ضلعې د پوليسو مشر دغه دعوه ردوي او وايي خلک په دغه نعره سیاست کوي.
پاکستان: حېدر اباد کې د قران د سپکاوي په تور نيول شوی هندو پوليسو بې ګناه ګرځولی
د پاکستان د سيند صوبې د دوېم غټ ښار حېدر اباد پولیس وايي، نزدې لس ورځې وړاندې چې په کوم هندو [صفايي کوونکي] تن باندې د قران د سوځولو او سپکاوي کولو تور لګول شوی وو دغه تور دروغ ثابت شوی او اصل تورن تن چې مسلمان دی په خپله يې دغه کار کړی او بيا یې په هندو تور لګولی وو نیول شوی دی.
پاکستان کې د پټرولو او تېلو په ګرانیدو په حکومت سختې نېوکې روانې دي
پاکستان کې پټرول دوه روپۍ اووه پېسې او هايي سپيډ ډيزل دوه روپۍ 99 پېسې ګران کړی شوي دي په حکومت نيوکې شوي چې په نړۍ کې د تيلو بيعې راکمې شوي او نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] پاکستان ته د پور ورکولو منظوري هم ورکړې ده د هغې باوجود تيل ګران کړی شوي دي.
پاکستان: سېلابونو او نورو پېښو کې د مړو شمېره 1191 ته سېوا شوې
پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د سېلابونو سره په اړونده نورو پېښو کې لږ تر لږه نور27 کسان مړه شوي او 87 ژوبل شوي دي.
رپورټ: د پاکستان په سېلابونو کې د موسمي بدلون نخښې نښانې لیدل کېږي
پاکستان د دنيا په هغو اتوو ملکونو کې شامل دی چې په موسم کې د بدلون د اثراتو سره تر ټولو زیات مخامخ دی. دا خبره محسن حفيظ کوي. حفيظ په لاهور کې د انټرنېشنل واټر مېنېجمنټ انسټېټیوټ ساینس پوهه دی
د چارسدې رابعه بي بي وايي لمسۍ یې د سترګو په رپ کې سېلابي اوبو یوړه
پاکستاني چارواکي وايي چې تېره اوونۍ په ملک کې راغلي سيلابونه مخکې چرته نه دي ليدلي شوي. هغه وايي دا د پشکال د بې ساري تېزو بارانونو نتيجه وه او تر ډېره د موسمي بدلون سره هم اړه لري. په ميلنونو خلک يې په ټول ملک اغېزمن کړي
عدالت دسپکاوي په مقدمه کې عمران خان ته د جواب لپاره یوه اوونۍ مهلت ورکړل شو
د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضې اطهر من الله د مقدمې اوریدنې په مهال د عمران خان وکیل حامد خان ته وویل هیله یې لرله چې احساس به شوی وي چې تېروتنه شوې ده خو داسې ښکارې چې عمران خان په دې نه دی پوهه چې څه شوي دي؟
متحده قومونو سېلاب ځپلو خلکو دپاه پاکستان سره د 160 مېلین ډالرو امداد غوښتنه کړې
د موسمیاتو نړیوالې محکمي ورلډ مېټریولاجيکل ارګناېزېشن، ډبلیو اېم او ترجمانې کلېیر نلي د سېلابونو نه مخکې هم په پاکستان او د هندوستان په شمال مغربي برخو کې د پشکال بارانونه د معمول نه زیات وو. "دا د موسم د بدلون د پښو چاپ دی...موسم نور شدت راځي"
سیلاب ځپلي: په کیمپونو کې د ژوند اسانتیاوې نه لرو
په خېبر پښتونخوا کې د جون د څوارلسمې نېټې نه راپه دېخوا په بارانونو او سېلابونو کې نزدې شپيته زره کورونه وران شوي دي چې دې کې خواوشاه نيمایي په جزوي او نيم په مکمله توګه ړنګ شوي دي