شاته

متحده قومونو سېلاب ځپلو خلکو دپاه پاکستان سره د 160 مېلین ډالرو امداد غوښتنه کړې

د متحده قومونو مختلفو ادارو ویلي پاکستان سره دې د ۱۶۰ مېلین ډالرو مالیت امداد کې پنګونه وکړي چې هېواد د سېلاب ځپلو خلکو د مرستې دپاره د نړیوالې ټولنې نه غوښتلي دي. او د متحده قومونو د موسمیاتو ادارې ویلي په پاکستان کې سخت بارانونه او سېلابونه په موسم کې د بدلون د "پښو چاپ."

د وي او ای رپورټ وايي د جون د میاشت د نیمايي راهسې په پاکستان کې طوفاني بارانونه شوي او سخت سېلابونه راغلي دي او د حکومت د اندازو ترمخه، د سېلابونو دلاسه د ۱۰۰۰ نه زیات کسان مړه شوي او قریباً ۳۳ مېلین خلک د سېلاب نه په منفي ډول متاثر شوي.

د متحده قومونو د بشري هلو ځلو رابطه کار ینس لېیرک وویل سېلابونو په پاکستان کې قریباً یو مېلین کورونو ته نقصان رسوولی او د اووه لکه نه زیات څاروي پکې مړه شوي.

هغه وویل کورونو ته د نقصان له امله ۵۰۰۰۰۰ خلک بې کوره شوي، د خپلوانو سره اوسېږي او یا يې په کېمپونو کې پناه اخېستي چې د بنیادي اسانتیاو نه محرومه دي.

د متحده قومونو د بشري امداد چارواکي وویل ګني شمېر سېلاب ځپلوخلکو ته امداد نشي رسوول کېدي ځکه چې لارې خرابي شوي، تر ۳۵۰۰ کلومېټرو پورې سړکونه تباه شوي او ۱۵۰ پولونه سېلابي اوبو وړلي دي.

د موسمیاتو نړیوالې محکمي ورلډ مېټریولاجيکل ارګناېزېشن، ډبلیو اېم او، اټکل کړی چې بارانونه به دوام لري.

د ډبلیو اېم او ترجمانې کلېیر نلي وویل په پاکستان کې په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو درانه بارانونه په تېرو څو لسیزو کې د سختي وچکالۍ او په تېرو څو لسیزو کې د سختي ګرمۍ نه وروسته شوي دي.

نلي وویل د سېلابونو نه مخکې هم په پاکستان او د هندوستان په شمال مغربي برخو کې د پشکال بارانونه د معمول نه زیات وو. "دا د موسم د بدلون د پښو چاپ دی...موسم نور شدت راځي."

د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګناېزېشن، ډبلیو اېچ او، خبرداری کړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د څښلو صفا اوبو د کمي له امله د هېض وبا خپرېدلی شي.

د ډبلیو اېچ او ترجمان کرسچین لنډمایر وویل سېلابونو ۸۸۸ د صحت مرکزونو ته نقصان رسولي او ۱۸۰ پکې په مکمله توګه تباه شوي دي چې له امله يې درملنې ته لاس رسی مشکل شوی دی.

لنډمایر وویل د یو نه بل ته لګېدونکي ناروغۍ زر خپرېدلی. هغه زیاته کړه شوګر ناروغان او حامله مېرمنې هم دوایانو ته لاس رسۍ کې د مشکلاتو سره مخامخ دي.

د وي او ای رپورټ وايي پاکستان او متحده قومونو په مشترکه توګه سېلاب نه تر ټولو زیات متاثره شویو پېنځه اشاریه دوه مېلین خلکو سره په اینده شپږو میاشتو کې د مرستې دپاره د ۱۶۰ مېلین ډالرو امداد غوښتنه کړې ده.

په مرسته کې به سېلاب ځپلو خلکو ته خوراک، اوبه، سر پناه او د ضرورت نور شیان ورکول کېږي.

د متحده قومونو ویلي ادارې په یې کوښښ کوي چې د وبايي مرضونو د خپرېدو مخه ونيسي او د خصوصي خلکو ضرورتونو ته پام وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې لېزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي