د سایبر حملې په سر البانیه ایراني سفارتکارانو ته ملک نه د وتلو امر کړی
د البانیه حکومت په خپل انټرنېټ نظام د برید یا د سایبر حملې الزام په ایران لګولی او په سر ښار تېرانه کې ایراني سفارتکارانو ته يې په 24 ګنټو کې د ملک پرېښودو امر کړی دی.
د اېسوسي پرېس خبري ادارې ترمخه دا لومړی ځل دی چې یو ملک د سایبر حملې په سر د بل ملک سره سفارتي تعلقات ختموي.
د رپورټ ترمخه البانیه د وتلو په لړ کې ایراني مامورینو د سفارتخانې دننه هلې ځلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شروع کړې وې چې تر د زیارت، پنجشنبې، تر ورځ پورې یې دوام درلود.
ایراني سفارتکارانو ته د زیارت، پنجشنبې، تر ورځې پورې وخت ورکړی شوی و.
ای پي وايي د جولای په 15 نېټه سایبر حملې د البانیه د حکومت یو شمېر وېب پاڼې او انټرنېټ خدمات په عارضي ډول ځنډولي وو.
د البانیه وزیراعظم ایدي راما د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل داسې ناقابل تردید ثبوت شته چې د ایران حکومت د سایبر حملې په شا و.
البانیه د مغربي ملکونو د پوځي اتحاد نېټو غړی ملک دی او د ایران په اړه يې د تېرانه د اقدام ملاتړ کړی دی.
د ای پي د رپورټ ترمخه امریکې ویلي چې د ایران په ضد به ځوابي ګام اخلي خو په دې اړه یې وضاحت نه دی کړی. امریکې د ایران مبینه سایبر حمله د تشویش وړ مثال بللی دی.
د ایران د حکومتي ټېلې وژن ترمخه ایران البانیه نه د خپلو سفارتکارانو د وېستل کېدو غندنه کړې او دا يې غلط ګام بللی دی.
د ایران خارجه وزارت په یو بیان کې دا خبره رد کړه چې ایران د البانیه د حکومت په وېب پاڼو سایبر حمله کړې ده او ویې وېل چې دا ایران دی چې په اهمو بنیادي اسانتیاو یې سایبر حملې کېږي.
ای پي وايي د ایران او البانیه تعلقات د 2014 راهسې په دې سبب د تاوتریخوالي ښکار دي چې البانیه د ایران د حکومت تر 3000 مخالفینو ته پناه ورکړې وه. دغه ایرانیان د مجاهدین خلق غړي وو چې د عراق نه البانیه ته تللي وو.
د جولای په میاشت کې مجاهدین خلق په البانیه کې د فري ایران سمټ یا د ازاد ایران په عنوان د غونډې اراده لرله چې د امریکې د کانګرس غړو ته پکې هم د ګډون بلنه ورکړی شوې وه.
دغه غونډه د امنیت په اړه د تشویش، د ترهګرۍ د خطر او ګنګوسو له امله وځنډول شوه.
په کال 2018 او په کال 2020 کې البانیه د ایران څلور سفارتکاران قومي سلامتیا ته د خطر په سبب د ملک نه وېستلي وو.
البانيه په یورپ کې د مسلمانانو د اکثریت ملک دی. د وکي پيډیا وېب پاڼې د معلوماتو ترمخه اسلام البانیه ته د خلافت عثمانیه په دور کې رسېدلی و.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري نه اخیستل شوي دي