شاته

امریکې اوکراین سره د 675 مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان کړی

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل صدر جوبایډن اوکراین ته د 675 مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد منظور کړی دی.

په جرمني کې د اوکراین سره مرسته کوونکو ملکونو د دفاع وزیرانو غونډې ته وېنا کې، اسټن وویل په تازه امریکايي مرسته کې به اوکراین د هوېټرزمزایلې، د توپخانې ګولې، بکتر بند موټرې او د ټېنک ضد وسله ورکول کېږي.

اسټن وویل په اوکراین کې جنګ اهم وخت کې داخل شوی او د مشترکه کوښښونو د کامیابۍ په نتیجه کې د اوکراین ځواکونه د ملک په جنوب کې پرمختګ کوي.

هغه وویل د اوکراین مرسته کوونکي ملکونه به د اوکراین ځواکونو ته تربیت ورکوي او د اوږدې مودې پورې به د کییف دفاعي ضرورتونه پوره کوي.

لواېډ اسټین
لواېډ اسټین

بلخوا د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي ویلي د خارکییف سيمې نه يې ښه خبر ترلاسه کړی دی او د اوکراین عسکرو ځينې علاقې د روسي ځواکونو نه بېرته اخېستي دي.

د وډیو دلارې خپله تازه وېنا کې زېلېنسکي د خپل ملک د ځينو پوځي دستو خصوصي ذکر وکړو او د روسي ځواکونو په ضد په حملو کې يې مېړانه او اتل والی وستایلو.

هغه وویل د اوکراین توپخانې په جنوبي اوکراین کې په روسي عسکرو کامیابه بمباري کړې ده.

د فاعي پالېسۍ یا تګلارې دپاره د امریکې د دفاع نایب وزیر کولن کال د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې غونډې ته وویل اوکرایني ځواکونه ورو مګر اهم پرمختګ کوي.

د برطانيي د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اوکراین ځواکونو د اوکراین په جنوب کې هغه پول تباه کړی چې روسي ځواکونو استعمالولو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ اوکراین د روس د قبضې لاندې سیمو کې خپلو شهریانو ته وویل چې د ژاپوریژیا اېټمي بجلي ګر سره نژدې سیمو نه دې ځانونه محفوظو علاقو ته ځانونه منتقل کړي.

د وډیو دلارې خپله تازه وېنا کې زېلېنسکي د خپل ملک د ځينو پوځي دستو خصوصي ذکر وکړو او د روسي ځواکونو په ضد په حملو کې يې مېړانه او اتل والی وستایلو
د وډیو دلارې خپله تازه وېنا کې زېلېنسکي د خپل ملک د ځينو پوځي دستو خصوصي ذکر وکړو او د روسي ځواکونو په ضد په حملو کې يې مېړانه او اتل والی وستایلو

د تېرو څو هفتو راهسې ماسکو او کییف د یو بل په ځواکونو الزام لګوي چې په ژاپوريژیا بجلي ګر په بمبارۍ کې وولي. ژاپوريژیا د یورپ تر ټولو لوی اېټمي بجلي ګر دی او د بجلي ګر سره نژدې جګړې د دې د تحفظ او تابکارۍ د خپرېدو په اړه تشویش راپورته کړی دی.

د متحده قومونو د اېټمي توانای ادارې ايي ايي ای مشر رفایل ګروسي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د ژاپوریژیا سره نژدې حملې د قبلولو وړ نه دي. هغه غوښتنه وکړه چې د بجلي ګر خوا او شا سیمو کې دي غیر پوځي علاقه قایم کړی شي.

ګروسي او د هغه سره د ماهرینو يوې ډلې تېره هفته د بجلي ګر معاینه وکړه.

د متحده قومونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته د وډیو دلارې وېنا کې ګروسي وویل "مونږ د اور سره لوبې کوو او څه ډیر تباه کن (کار) کېدلی شي."

هغه غوښتنه وکړه چې د بجلي چار چاپېره او دننه دې حفاظتي حصار جوړ کړی شي.

خو نه ماسکو او نه هم کییف د ګروسي د تجویز منلو لوظ وکړو. دواړو خواو وویل چې په دې اړه نور تفصیل ته ضرورت لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي