شاته


ولسمشر بايډن دا غوښتنې رد کړې چې روس دې په ریاستي کچه د ترهګرۍ مرسته کونکی ملک وبلل شي

د امريکا ولسمشر جو بايډن هغه خواستونه او ګنګوسې په شا وتمبولې چې پکې غوښتنې کېدلې چې روس دې د هغه هېوادونو په نوملړ کې واچوي چې په رياستي کچه د ترهګرۍ مرسته کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ وايټ هاوس په يو بيان کې ويلي بايډن غوڅه پرېکړه کړې چې روس د ترهګرۍ مرسته کونکی هېواد بلل به په اوکرين د روس د يرغل او په روانه شخړه کې په هغه امريکايي ملاتړ بدې اغېزې ولري چې د اوکرين سره کيږي.

بايډن د ميډيا لخوا شوو پوښتنو ته چې د امريکا ولسمشر به روس داسې هېواد وګرځوي چې په رياستي کچه د ترهګرۍ ملاتړ کوي نو په ځواب کې يې فقط يو ټکی “نا” وکارولو. د دې غوڅې پرېکړې سره د مياشتو مياشتو راهسې روان هغه بحث هم ختم شو چې په کيپيټل هېل او نورو بهرني سرښارونو کې په دې اړه شروع شوی و.

بحث دا و چې روس دې هم لکه کيوبا، ايران، شمالي کوريا او شام په رنګ هېواد وګرځول شي چې په رياستي کچه د ترهګري مرسته کوي.

کوم هېوادونه چې په دغه نوملړ چې واچول شي نو اعلان يې د امريکا د خارجه چارو وزير کوي چې پلانکی هېواد په دومداره توګه نړيوال ترهګري روزي.

داسې هېواد د بندېزونو سره مخ کيږي، د امريکا امداد پرې بند وي، په پوځي ورکړو راکړو پرې بندېز وي او د داسې توکو د اخستلو جوګه نه وي چې په پوځي او غير پوځي برخو کې استعمالېدی شي.

د بايډن د مفکورې وضاحت د وايټ هاوس وياندې کيرېن جين پير داسې وکړو چې “داسې نامزدګي به د اوکرين او نورې نړۍ د پاره بدې اغېزې ولري. لکه د مثال په توګه مونږ د دې په ګڼو اړخونو د بشري مرستو د ادارو او غير سرکاري تنظيمونو سره خبرې کړي. هغه وايي داسې پرېکړه به دوی د اوکرين په ډېرو برخو کې د بشري مرستو رسولو نه محرومه کړي”.

هغې وويل “د دې بل اثر به دا وي چې اړين کردارونه به د بشري مرستو نه ځان يو اړخ ته کړي چې د خوراک د کمي سره مخ خلکو ته خوراکي توکي ورسوي. دا به بليک سي پورټس معاهده هم په خطر کې واچوي چې په ترڅ کې يې د اوکرين بهر نړۍ ته د خرڅونکي يو ميلين ټن نه زيات خوراکي تجارت چې عن تر هارن اف افريقه پورې رسي اغېزمن شي”.

وياندې زياته کړه “دا به هغه ګڼ اړخيز شرايط هم اغېزمن کړي چې په ډېرو فورمونو پرې د روس ولسمشر پوټين محاسبه کولی شو. او دا د اوکرين په ملاتړ په خبرو اترو کې هم امريکا کمزوري حيثيت ته اچولی شي. نو بيا هم وايم مونږ فکر نه کوو چې دا يې موزون لاره ده”.

یادونه: د دی خبر معلومات د وي او ای وایټ هاوس خبریالې انیتاپاول د رپورټ نه اخیستل شوي دي