شاته

اسلام اباد هایکورټ دعدالت دسپکاوي مقدمه کې په عمران خان دفرد جرم لګولو پرېکړه وکړه

اسلام اباد هایکورټ دعدالت دسپکاوي په جرم کې دپاکستان په پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان په ۲۲م ستمبر دفرد جرم لګولو پرېکړه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې عدالت دهغه د جواب نه نه دی مطمین شوی.

داسلام اباد هایکورټ دمشر قاضي اطهر من الله په مشرۍ پینځه کسیز بینچ نن د عمران خان پرضد دعدالت دسپکاوي دمقدمې اوریدنه کړې ده چې په دغه اوریدنه کې عمران خان پخپله هم عدالت کې موجود و اؤ دهغه وکیل حامد خان عدالت ته ویلي چې عمران خان دیوې ښځینه ججې په اړه پخپله وینا پښیماني ښکاره کړې ده ځکه نو دهغه پرضد دې دعدالت دسپکاوي مقدمه ختمه کړل شي.

پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې داسلام اباد دیوې ځایي عدالت ښځینه قاضي ته ګواښ کړی ؤ چې دهغې سره به ګوري ، چې په دغه ګواښ اسلام اباد هایکورټ له خپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ عمران خان ته یې دعدالت دسپکاوي نوټس ورکړی ؤ.

دننۍ اوریدنې په مهال داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ویلي دوئ ( عدالت ) د رایې داظهار د ازادۍ محافظان دي خو د اشتعال یا راپارولو اجازه نه شي ورکولی.

په تیره اوریدنه کې عدالت عمران خان ته موقعه ورکړې وه چې عدالت کې خپل ځواب باید بیا جمع کړي ځکه چې دهغه لخوا عدالت کې جمع کړل شوي جواب کې دعدالت نه بخښنه نه وه غوښتل شوې .

خو په دویم ځلي جمع کړل شوي جواب کې هم عمران خان دعدالت نه بخښنه نه وه غوښتې بلکې یوازې یې پخپل بیان دپښیمانۍ څرګندونه کړې وه.

په ننۍ اوریدنه کې عدالت ویلي چې د عمران خان په جواب کې دبخښنې الفاظ نه شته یوازې دالفاظو جواز پیش کړل شوی دی.

مشر قاضي ویلي "تیرځل مو هم پوهه کړي وئ چې جرم ډیر سنګین دی خو تاسو ته ددې دسنګینۍ احساس نه شته"

مشر قاضي ویلي دعدالت دسپکاوي درې بڼې وي خو په دې کې کریمنل توهین یا سپکاوی ډیره حساسه معامله وي.

مشر قاضي ویلي "ماتحت عدلیه ددې عدالت سره کرښه یا ریډ لاین دی ، مونږ مخکې هم ویلي وؤ چې د عدلیې ازادي اؤ ضلعي عدلیه ریډ لاین دی ،تاسو خپل جواب کې د(عدالت دتوهین )سپیناوي هڅه کړې ده "

داوریدنې په مهال په یوه موقعه عمران خان دعدالت نه وغوښتل چې هغه خپل دریځ وړاندې کول غواړي خو مشر قاضي ورته وویل چې دهغه د وکیلانو دلایل عدالت واوریدل اؤ هغه ته یې دڅه ویلو موقعه ورنکړه.

د عمران خان د وکیلانو، دسرکاري وکیل اؤ دعدالت دمعاونینو د دلیلونو اوریدلو نه وروسته عدالت خپله پرېکړه خوندي کړه خو وروسته چې یې دغه پرېکړه واوروله نو وئ ویل عدالت د عمران خان دجواب نه مطمین نه دی ځکه چې دهغه جواب کې دغیر مشروط بخښنې لفظونه نشته ځکه نو په ۲۲م ستمبر به دهغه پرضد فرد جرم لګولي.

دمقدمې اوریدنه تر۲۲م ستمبر ځنډول شوې ده.

څېړونکي وایي د عدالت دسپکاوي په جرم کې عدالت واک لري چې عمران خان نااهله کړي یا یې هم زندان ته ولیږي ځکه چې تر دې وړاندې هم پاکستان کې واکمنانو ته د عدالت دسپکاوي په جرم کې داسې سزاګانې ورکړل شوي دي.