شاته

روغتیا نړیوال سازمان: تېره میاشت افغانستان کې د کرونا له کبله ۲۹ تنه مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کېدو او مړینې پېښې زیاتې شوي دي.

د دغه سازمان د راپور په اساس چې نن پنجشبه سپټمبر اتمه (وږې ۸) یې خپور کړی ویلي چې په تیره اګست میاشت کې په افغانستان کې د کرونا نژدې ۶۹۰۰ پېښې ثبت شوي دي. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې په دغه موده کې د کرونا ویروس له امله ۲۹ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه سازمان د جون په میاشت کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۲۱۲۹ مثبتو پېښو ثبتېددو او له دغه ناروغۍ څخه د ۱۶ کسانو مړینې راپور ورکړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ټوله په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۹۲زره او ۶۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یاد سازمان همدارنګه ویلي چې د کرونا ویروس د سرتاسري ملي کمپاین څخه ملاتړ کوي.دغه کمپاین د تیرې جولای میاشتې پر ۱۶مه پيل او د اګست میاشتې پر ۱۴مه پای ته ورسېد چې پرمهال یې په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۸ کلنۍ څخه پورته څلور میلیون او ۴۰۰ کسان واکسین شول.

بلخوا د افغانستان په اتو ولایتونو کابل، ننګرهار، ارزګان، زابل، نیمروز، خوست، کونړ او غزني کې د روغتیا نړیوال سازمان د ملاتړ پروګرام تر پوښښ لاندې د کرونا ویروس ناروغانو درملنې مرکزونه فعالیت کوي.

دغه سازمان د پیغامونو په خپرولو سره له خلکو څخه غوښتي چې تر ۵۰ کلۍ پورته کسان چې د وینې لوړ فشار، تنفسي او د زړه ناروغي او یا سرطان ولري باید د کووید ۱۹ واکسین تر لاسه کړي.

د روغتیا سازمان همدارنګه له خلکو څخه غوښتي چې د کرونا ویروس څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره ټولنیزه فاصله رعایت او لاسونه په صابون ومنځي.

د کرونا ویروس ناروغي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوه چې وروسته یې نوري نړۍ ته هم پراخه شوه.

د امریکا متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې ۶۰۶ میلیون کسان په کرونا اخته شوي چې له امله یې څه باندې ۶ میلیون کسان مړه شوي دي.