شاته

هند او جاپان د اړیکو د لا ښه والي لپاره ګډ پوځي تمرینونه زیاتوي 

د هند او جاپان چارواکو نن پنجشنبه سپتمبر اتمه (وږې۱۷) اعلان وکړ چې غواړي خپلې اړیکې نورې هم ژورې کړې او د دې کار لپاره ګډ پوځي تمرینونه زیاتوي چې د هوايي ځواکونو جنګي الوتکې به هم په کې وي.

د هند د دفاع وزیر رانات سنګ له خپل جاپاني سیال یاسوکازو هامادا سره په توکیو کې کتلي ‌دي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به هم له یو بل سره ویني.

د هند د دفاع وزیر په یوې اعلامیې کې د جاپان صنعت کارانو ته بلنه ورکړې ده چې د «هند په دفاعي دهلیزونو [برخو] کې پانګونې وکړي». اعلامیه وايي‌ چې «وزیرانو توافق وکړ چې د جنګي الوتکو لومړی تمرین به د دواړو هېوادونو ترمنځ لویو همکاریو ته» لار پرانیزي.

هند هم د جاپان په څېر غواړي چې خپل پوځ غښتلی کړي چې د ګاونډي چین په ګډون د نورو امنیتي ګواښونو مخه ونیسي. د جاپان لومړي وزیر فیومیو کېشېدا ژمنه کړې ده چې دفاعي لګښتونه به پام وړ لوړوي.

هند، جاپان،‌ امریکا او استرالیا د څلور اړخیز امنیتي ډیالوک د ډلې غړي‌ دي چې د هند د ارام سمندر په اوږدو کې د سمندري ځواکونو کلني تمرینونه کوي.

د دغو هېوادونو د مشرانو په وروستۍ غونډه کې په تایوان باندې ډېر بحث وشو. تر دې غونډې یوه ورځ مخکې ولسمشر جو بایډن چین په دې خبرې پارولی و چې د دغه دموکراتیکې جزیرې د دفاع لپاره به ځواک هم کاروي.

کله چې غونډه روانه وه، د چین او روسیې جنګي الوتکو په سیمه کې ګډې ګزمې کولې.

په همدې حال کې د هند او جاپان صدراعظمانو په یوې بلې جلا غونډې کې توافق کړی چې د هند د ازاد او خلاص ارام اقیانوس په اړه به ګډ کار کوي.