شاته

ملګري ملتونه: معتبر تورونه شته چې اوکرایني ماشومان په زور روسیې ته لیږدول کیږي

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اومه (وږي ۱۶) وویل معتبر تورونه شته چې ښکاره کوي مسکو په فرزندي د ماشومانو د اخیستلو او په زور د موقعیت د تغیر او شړلو په لوی کمپاین کې، ماشومان له اوکراین څخه روسیې ته لیږدوي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې لیز براندس کهیرس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل:" د روسیې له خوا نیولو شویو سیمو او یا هم خپله د روسیې فدراسیون ته په زور له سرپرست پرته ماشومانو د لیږد معتبر تورونه شته."

میرمن کهیرس زیاته کړه:" موږ اندیښمن یو چې روسي چارواکو د والدینو له مراقبت پرته ماشومانو ته د روسیې د تابعیت ورکولو یوه ساده تګلاره جوړه کړې او دا ماشومان به د روسي کورنیو له خوا په فرزندي توګه د اخیستل کیدو پر شرایطو برابر وي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې دغې چارواکې د اوکراین په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، روسي ځواکونو د اوکراین په نیول شویو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي چې له مخې یې اوکرایني اتباع نه یوازې د امنیتي پلټنو له سیستماتیک بهیر سره مخ دي بلکې د بشري حقونو د سرغړونې یو شمیر موارد هم ثبت شوي دي.

میرمن کهیرس وویل:" په هغو قضیو کې چې زموږ دفتر ثبت کړي دي، روسي ځواکونو او د هغوی ملاتړو وسله والو ډلو د تصفیې پرمهال خلک په فزیکي شکل پلټلي، ځیني وختونه یې په زور بربنډ کړي، د هغوی د شخصي، فامیلي روابطو، سیاسي نظریاتو په اړه یې معلومات غوښتي دي."

هغې زیاته کړه، د تصفیې په تګلارو کې د خلکو د موبایلونو پلټل، د شخص د هویت په اړه د معلوماتو ترلاسه کیدل او د عکس او د ګوتو د نښانونو اخیستل هم شامل دي.

میرمن کهیرس څرګنده کړه، یو شمیر اوکرایني قاضیان چې د اوکراین دولت او یا هم پوځ‌ ته نږدې دي، ځورول شوي،‌ په زور ګوښه شوي او د روسیې توقیف ځایونو ته استول شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل:" موږ په خاص ډول اندیښمن یو چې میرمنې او نجونو د تصفیې د تګلارو پرمهال د جنسي ځورونو له خطر سره مخ دي."

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویسالي نیبنزیا دا تورونه رد کړل او هغه یې بې بنسټه وبلل. نوموړي د کیف حکومت ته په اشارې وویل اوکراینیان د جنایت کاره رژیم څخه د ځان ساتلو په هدف له خپل هیواد تښتي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د ولسمشر پوتین دفتر په مستقیم ډول تصفیوي پروګرام او په زور روسیې ته د زرګونو اوکراینیانو د لیږد بهیر رهبري کوي