شاته

افغانستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه 

افغانستان په متحدو عربو اماراتو کې د اسیا کپ په کرکټ سیالیو کې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دویم بری و.

د سه شنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږې اتمه) لوبه د شارجه په نړیوال کرکټ لوبغالي‌ کې وه. بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته منډې پیل کړې چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په ۱۹م اور کې پوره کړه.

په افغان توپ اچوونکو کې تر ټولو ډېرې منډې ۴۳ نجیب ځدراڼ او ۴۲ ابراهیم ځدراڼ وکړې. نجیب ځدراڼ په ۱۷ توپونو دومره منډې وکړې. له لوبې وروسته د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن وویل چې نجیب ځدراڼ خطرناک توپ وهونکی دی او لوبه یې له موږ وتروړله.

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن او راشد خان درې-درې مقابل لوبغاړي اوټ کول. د لوبې غوره لوبغاړی مجیب الرحمن شو.

افغانستان په خپلې لومړۍ لوبې کې سري لانکا ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان په دغه بري سره د اسیا کپ د څلورو غوره لوبډلو مرحلې ته ورسېده چې هلته ممکن له هند او پاکستان سره مخامخ شي.