شاته

د امریکې پخواني صدر ویلي تحقیقاتي ادارې اېف بي ای یې په کور چاپه وهلې

د امریکا پخواني صدرډانلډ ټرمپ ویلي د پلټنومرکزي ادارې(ایف بي ای) یې د فلورېډا ریاست په پام بیچ کې په کور چاپه وهلې ده.

ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل مار الاګو پام بیچ کې یې ښکلی کور دا وخت د ایف بي ای د ایجنټانو د یوې لوۍ ډلې په قبضه کې دی، ورباندې چاپه وهل شوې او ورته څوک نه پریښودل کیږي.

پخواني صدر زیاته کړه متعلقه حکومتي ادارو سره په همکارۍ او هلوځلو وروسته ورته معلومه شوه چې په کور یې غیر اعلان شوي چاپه غیرمناسبه او غیرضروري وه.

د میډیايي راپورونو ترمخه د دې لټون په اړه سمدستي کوم ښکاره سبب نه دی مالوم شوی خو د امریکا انصاف وزارت دې وخت د هغه خفیه مالوماتو چې په صندوق کې د ټرمپ په فلوریډه کې کورته د سپینې ماڼۍ نه کال 2021 جنورۍ میاشته کې وړل شوي وو په اړه پلټنې کوي.

ډانلډ ټرمپ چې د ګل په ورځ نیویارک کې وو دا اونه ویل چې ولې يې په کور چاپه وهل شوې او ایف بي ای او د انصاف وزارت هم په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ایسوسي ایټډپریس خبري ادارې ته د انصاف وزارت ویاندې ډینا ایورسن په دې اړه د پوښتنې ځواب نه ډډه کړې.

د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل مار الاګو پام بیچ کې یې ښکلی کور دا وخت د ایف بي ای د ایجنټانو د یوې لوۍ ډلې په قبضه کې دی، ورباندې چاپه وهل شوې او ورته څوک نه پریښودل کیږي
د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل مار الاګو پام بیچ کې یې ښکلی کور دا وخت د ایف بي ای د ایجنټانو د یوې لوۍ ډلې په قبضه کې دی، ورباندې چاپه وهل شوې او ورته څوک نه پریښودل کیږي

میډیايي راپورونه وايي چې میرمن ایورسن په دې اړه هم د ځواب ورکولو نه انکار کړې چې اټارني جنرل میریک ګیرلینډ خپله ددغه لټون ایجازه ورکړې وه او که نه.

ددغه معاملې نه یو باخبره تن چې خپل نوم څرګندول نه غواړي ای پي خبري ادارې ته ویلي لټون د ګل په ورځ د ورځې په اوله برخه کې شوی دی.

د روان کال په اوله کې د نیشنل ارکایوز اینډ ریکارډز انتظاميي ویلي وو چې دوۍ د ټرمپ په مارالاګو کور کې 15 صندوقونه د حساس یا خفیه مالوماتو موندلي وو او بیا يي دغه مقدمه د انصاف وزارت ته وړاندې کړه.

کال 1978 کې جوړ کړی شوي د صدارتي ریکارډ قانون لاندې امریکا کې تمام صدارتي ریکارډونه د سرکار وي او نیغ په نیغه قامي مخافظ خانې ته وړل کیږي او تمام صدارتي کتابتونونه او عجائب خانې د قامي مخافظخانې برخه وي.

پخواني صدر ډانلډټرمپ په حکومت تور پورې کړی چې ذمه وار تنانو لخوه د قانون سرغړونه شوې او دا چاپه ښاۍ چې د انصاف نظام د وسلې په توګه کارول کیږي.

ډانلډټرمپ وايي د امریکا کوم یو صدر سره هم پخوا داسې نه دي شوي دی زیاتوي د ایف بي ايۍ ایجنټان دده د کور محفوظ صندوقونه هم مات کړي دي.

د میډیا راپورونه د صدربائيډن سپیني ماڼۍ د اعلا چارواکو له خلې لیکي چې دوئ ته هم د چاپې نه وړاندې څه نه دي ویل شوي.

پخوانی صدر د ځيني ریکارډونو چې د فلوریډې کور ته ئ وړي وو واپس کولو ته رضا شوی وو او وئیلي وو چې دا د معمول یو عام کار وي.

د امریکا د انصاف وزارت د پخواني صدر ټرمپ کال 2020 صدارتي ټاکنو او په کانګرس ودانۍ کال 2021 جنورۍ میاشته کې حملې په اړه باندې هم پلټنې کوي.

تراوسه یاد وزارت دا نه دي ویلي په دغه پلټنو کې به ټرمپ مجرم ګرځول کیږي او که نه؟

یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د وي او ای، د ای پي او د رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي