شاته

په ملاکنډ ډېوېژن کې د ناامنۍ او د وسله والو ډلو د موجودګۍ په اړه اندېښنې پیدا شوي دي

د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې کاروبار کوونکو او سياستوالو په سيمه کې د وسله والو مبينه موجودګۍ باندې د اندېښنو څرګندونه کړې او ويلي که حکومت يې د مخنيوي لپاره په وخت ګامونه وا نه خېستل نو د امن وضع به يو ځل بيا ډېره خرابه شي.

دوی وايي چې د ډويژن په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته د وسله والو لخوا دړکې ورکول کېږي او په زوره ترې د پېسو غوښتنه کېږي چې له وجې يې په خلکو کې تشويش ورځ تربلې سېوا کېږي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان وايي چې پوليسو او اړونده ادارو ته د بتې غوښتلو او خلکو ته د دړکو ورکولو په اړه کوم شکايت نه دی موصول شوی او دا خبرې يوازې د تورونو تر حده مخې ته راځي.

په سوات کې د هوټلونو د اتحاديي مشر او د وسله والو په ضد مبارزه کوونکی زاهد خان وي او اې ډيوه ته ويلي چې د ټي ټي پي سره د امن مذاکراتو شروع کېدو وروسته يو شمېر وسله وال او د هغوی مشران د جيلونو څخه ازاد کړل شوي دي.

هغه وايي اوس مهال د سوات او بونېر په بېلابېلو سيمو کې ځينو مشکوکو تنانو سرګرمۍ پېل کړي چې له وجې يې په خلکو کې ويره خوره شوې ده.

نوموړي وي او اې ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل: "کوم مشکوک تنان چې دي هغوی اوس هم دلته راغلي دي او ځای پرځای د هغوی کاروايانې روانې دي، اوس هم په چپريال کې ويل کېږي چې هلته يې کېمپونه جوړ شوي دي، په دې غرونو کې دي، پرون دلته کې لېدل شوي، بېګا په چپريال کې د پوليسو په تاڼه ډزې شوي او جوابي ډزو سره بيا دغه خلک تښتېدلي دي".

تحريک طالبان پاکستان د کال ۲۰۰۷ دوران په سوات کې خپل فعاليتونه پېل کړل او دې دوران يې ګڼ شمير خلک او حکومتي چارواکي وتښتول او ووژل.

بيا د پاکستان پوځ د دغې وسله والې ډلې په ضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ کې يې دا علاقه د وسله والو څخه د صفا کولو دعوه وکړه.

د بره دير نه منتخب شوی د جماعت اسلامي ايم پي ای عنايت الله خان وايي چې د علاقې په خلکو کې د ناامنې سېوا کېدو ويره موجود ده. هغه وايي داسې ګنګوسې کېږي چې په علاقه کې يو ځل بيا بد امني سر راوچتوي.

نوموړي وي او اې ډيوه ته وويل: "کوم حکومتي ايجنسۍ او ادارې دي د هغو طرف نه هم د معاشرې مشرانو ته وويل کېږي چې تاسو احتياط کوی دغه شان د افغانستان نه د ټي ټي پي خلک را اوښتلي دي."

هغه وايي چې دا د پاکستان تحريک انصاف صوبايي حکومت او د مرکزي حکومت ذمه واري ده چې دلته امن قائم کړي.

عنايت الله خان په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې په بره دير کې خلکو سره تشويش شته ځکه چې دلته داسې خبرې روانې دي چې يو ځل بيا بدامني سر اوچتوي. د خلکو نه د پېسو غوښتلو يا بتهې اخېستلو د سوال په حقله د هغه وېنا وه چې د باجوړ، مېدان او کوز دير په څېر په بره دير کې د چا نه د پېسو د غوښتنې مالومات د دوی په علم کې نشته.

دوه ورځې وړاندې د کوز دير د پاکستان تحريک انصاف ايم پي ای ملک لياقت علي خان په يو وسله وال بريد کې ژوبل شو او نور څلور تنان ووژل شول.

کوز دير د خېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چرته چې مولانه صوفي محمد په کال ۱۹۹۲ کې د تحريک نفاذ شريعت محمدي په نوم اسلامي تحريک شروع کړې و چې وروسته د هغه زوم او د تحريک طالبان پاکستان پخواني مشر ملا فضل الله سوات ته وغځولو.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سیف وي او ای ډيوه وايي چې د وسله والو لخوا خلکو ته د دړکو ورکولو او د پېسو غوښتلو خبرې يوازې د تورونو ترحده محدوده دي، ځکه چې په دې اړه پوليسو ته کوم شکايت نه دی موصول شوی.

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل: " په وسله والو کې به ډېر داسې وي چې هغه به راغلې وي خو هغه د روغې چې دا کومې خبرې روانې دي نو په هغې کې يو شرط وو چې ډزبندي به کېږي نو د ډزبندۍ په دې وخت کې عملي نفاذ جاري دی نو اوس د هغې ډزبندۍ په مينځ کې که څوک راځي او خپلو علاقو کې حالات سمول غواړي نو په هغې باندې خو زه دا ګڼم چې مونږه له داسې غټ اعتراض نه دی پکار".

هغه زياته کړه چې که چرې دغه تنان چانه د پېسو مطالبه کوي يا په مجرمانه سرګرميو کې ککړ وي نو بيا دې خلکو له پکار دي چې هغوی کوم چې متعلقه سرکاري اداري دي، پوليس دی يا نورې داسې ادارې دي هغوی ته دې کم ازکم باقاعده ګۍ سره رپورټ وکړي چې مونږه نه دې پلاني سړي بهته غوښتې وه۔

محمد علي سېف دا هم وويل: "اوس مهال دا خبره يوازې د خبرو يا د الزماتو حده پورې راوچتېږي نور په عملي طور باندې زما په خيال څوک هم نه دي راغلي چې هغه دا ويلي وي چې مانه په باقاعده طور باندې پېسې غوښتل شوي او زما د حفاظت لپاره دې حکومت اقدمات وکړي"

د پاکستان حکومت منلي چې د ټي ټي پي سره د تير اکتوبر په میاشت کې د خبرو لړۍ پېل شوې وه، په هغو ورځو کې ټي ټي پي د يوې میاشتې ډز بندي کړې وه کومه چې وروسته وغزل شوه خو بيا د دغه ډز بندۍ وروسته په امنيتي ځواکونو، سياسي او عامو وګړو بريدونه هم سېوا شول.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.