چین د تاېوان چارچاپېره پوځي مشقونه پراخه کړي دي
د تاېوان چارچاپېره په سمندر او په فضا کې چین د ګل، دوشنبې، په ورځ هم خپل پوځي مشقونوته دوام ورکړی و. ټاکل شوي وه چې چین به دغه مشقونه یوه ورځ مخکې سر ته رسوي.
چين د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې فضايي او سمندري مشقونه یې جاري وو.
چين تاېوان خپله علاقه بولي او تېره هفته تاېوان ته د امریکې د اېوان نماېندګان سپيکرې نېنسي پېلوسي د سفر وروسته يې د تاېوان چارچاپیره پوځي مشقونه شروع کړي دي.
امریکايي مامورین وايي د چین دغه ګام راپارونکی دی.
د چين د پيپلز لبرېشن ارمي د مشرقي څانګې مشر په سماجي وېب پاڼې وېبوویلي چې دوي به په سمندر کې عمليات او د اوبو لاندې د سمندري جازونو یا ابدوزونو د تباه کولو مشقونه کوي.
تېره هفته د پېلوسي سفر چين راپارولی دی ځکه چې چين تاېوان خپله علاقه بلي. چين په ځواب کې په وړومبي ځل د تای پی د پاسه د بېلسټک ميزايل ازموېنه کړې او د امریکې سره يې د خبرو اترو ځنې رابطې هم ځنډولی دي.
په انټرنېټ خپل بيان کې د چين د دفاع وزارت ویاند وو شان وېلی دي چې په سيمه کې تاو تريخوالی امریکې راپارولی دی او دا چې د امریکې د پاره به يې نتاېج بد وي. نوموړي زیاته کړی ده چې بنیاد نه دی ختمول پکار او د خبرو اترو د پاره اخلاص لازمي دی.
ټاکل شوی وه چې څلور ورځني غېرمعمولي پوځي مشقونه به د اتوار په ورځ پاې ته ورسي خو دغه مشقونه د ګل، دوشنبې، په ورځ هم دوامداره وو.
په سيمه کې د حالات خبر یو تن خبري ادارو ته وېلی دي چې د اتوار په ورځ د چين او تاېوان تر شلو پورې جنګي سمندري جازونه د یو بل سره نېزدې تير شوی دي.
د تاېوان د دفاع وزارت وېلی دي چې د چين پوځي سمندري جهازونو، جنګي الوتکو او ډرونز په جزیره او د دوي په سمندري ځواکونو سيمولېټډ بريدونه یا کړی دي. وزارت وېلی دي چې دوي د مناسب ځواب د پاره جنګي الوتکې او سمندري جنګي جازونه ورلیګلی دي.
چين د سيمو د کمانډ، د دفاعي پالېسۍ د همکارۍ او د سمندري پوځي چارو باندې رسمي خبرې اترې د امرېکې سره ځنډولی دي.
پېنټاګان،سټېټ ډېپارټمنټ او د واېټ هاوس چارواکو د چین دا ګام غندلی او دا یې یو غېرذمه واره عکس العمل بللی دی.
د امنیتي چارو د څیړونکو او د سفیرانو ترمخه د امریکې پوځ سره د چين ځنې رابطې ختمول د تاېوان په اړه د حادثاتي تاو تریخوالي خطر سېوا کړی دی.
د امریکي یو چارواکي وېلی دي چې تېره هفته د تاو تریخوالي په وخت د چين چارواکو د پېنټاګان چارواکو ته ځواب نه دی وېلی خو زیاته کړی يې ده چې د دې دا معنا هم ده چې د امریکې د دفاع وزیر لاېډ استن غوندې د لوړپوړو چارواکو سره هم په رسمي توګه رابطې ختمې کړل شوی دي.
بلې خوا د جنوبي کوریا وزیراعظم پارک جېن چين ته د باور ورکولو د پاره د بېجنګ سفر کوي. د راېټرز خبري ادارې ترمخه د تاېوان د تاو تریخوالي او د امریکې سره نېزدو اړیکو باوجود پارک به چيناېي چارواکو ته د جنوبي کوریا د خوا د ښو تعلقاتو باور ورکوي.