شاته

د ملګرو ملتونو خبرداری: نړۍ بیا د اټومي مقابلې له ګواښ سره مخامخ ده  

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، پدې خبرداري سره چې د څو لسیزو وروسته یو ځل بیا نړۍ د اټومي مقابلې ګواښ سره مامخ ده، د اټومي وسلو لرونکو هیوادونو څخه وغوښتل چې د اټومي وسلو څخه "لومړی استفادې نه کولو" اصل ته ژمن پاته شي.

د لومړی نه استفاده کولو اصلي ژمنه د یو اټومي وسلو لرونکي هیواد سیاست دی چې وایي دا هیواد به تر هغه چې د اټومي وسلو د یو لرونکي هیواد له لورې پرې برید ونه شي، خپلې اټومي وسلې به استعمال نه کړي.

ښاغلي ګوتیرش د دوشنبې په ورځ اګست اتمه (زمري ۱۷) په جاپان کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پر یوې اټومي بټۍ هر ډول برید «ځان وژنه» ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي اشاره په اوکراین کې د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو باندې د روسیې د تازه بریدونو راپورونو ته وه، چې په اروپا کې ترټولو لوی اټومي بټۍ ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د زاپوریژیا اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو پلټونکو د لاسرسي غوښتنه کړې.

اوکراین د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا روسیه تورنه کړه چې د زاپوریژیا په اټومي تاسیسات بمباري کوي او ویلي یې دي چې مسکو د "اټومي ترور" په حال کې دی. خو روسیه چې پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې د زاپوریژیا سیمه کنترولوي پر اوکراین د دغو تاسیساتو د بریدونو پړه اچوي.

د زاپوریژیا په د اټومي تاسیساتو په څو برخو باندې د راکټ لګیدلو ددې بټۍ ځینې برخې ویجاړې کړې او چارواکي یې دې ته اړ کړل چې د اټومي بریښنا د تولید وسایل بند کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام "د اټومي ناورین خورا ریښتینی خطر" رامنځته کوي.

اوکرایني مقاماتو د دوشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې ددې اټومي بټې په شاوخوا کې دې یوه حایله غیر پوځي سیمه رامنځته شي.