شاته

د پاکستاني طالبانو یو مشر په افغانستان کې وژل شوی- راپور 

راپورونه وايي چې د «تحریک طالبان پاکستان» یو مشر عبدالولي،‌ چې په عمر خالد خراساني هم مشهور و، په افغانستان کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې وژل شوی دی.

د اسوشیتډپرس خبري اژانس د پاکستان د پوځ د ځینو مشرانو او چارواکو له خولې، چې نومونه یې خپاره شوي نه دي، دا خبر خپور کړی دی.

راپور وايي چې د پاکستاني طالبانو د دغه مشر موټر د یکشنبې په شپه اګست اومه (زمری۱۵) د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماین برابر شوی دی. له هغه سره د هغه موټر چلوونکی او دوه نور نژدې ملګري هم وژل شوي دي.

پاکستاني طالبان د پاکستاني استخباراتي کارکوونکي تورنوي‌ چې دا کار یې کړی دی خو د چا نوم یې نه دی اخیستی. دوی وايي په دې اړه به اعلامیه وروسته خپروي.

د پاکستاني رسنیو راپورونه وايي چې له خالد خراساني سره د حافظ دولت او مفتي حسن په نامه د پاکستاني طالبانو دوه نور مشران هم وژل شوي دي.‌

د پاکستان د تریبیون ورځپاڼه وايي چې دا مشران د «مشورې دپاره» روان وو چې موټر یې د سرک د غاړې په بم ور برابر شو.

د تریبیون ورځپانې په راپور کې ویل شوي دي چې د یکشنبې په ورځ د ټي ټي پي بل قومندان عبدالرشید چې په عقبي باجوړي مشهور وو، د کونړ په ولایت کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان حکومت،‌ چې دا طالبان خپل دښمنان ګڼي،‌ لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي‌ ویلي.

دا پېښه داسې مهال کېږي‌ چې د افغانستان طالبانو د اسلام اباد او پاکستاني‌ طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربتوب کړی او په موقت ډول یې د دوی ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړې وه.

راپورونه وايي‌ چې خراساني په دغو خبرو کې د پاکستاني طالبانو په ګټه قوي دریځ نیولی و. شننونکي او خبریال مشتاق یوسفزي امریکا غږ ډیوې ته ویلي دي چې د خراساني وژل کېدل به د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې په خبرو منفي تاثیرات کوي.

تر دې دمه چا د دغې پېښې مسئولیت نه دی منلی. د امریکا حکومت هغه معلومات او معلومات ورکوونکي ته د درې میلیون ډالرو جایزه ټاکلې وه چې د خالد خراساني د موندلو سبب شي.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د دغه مشر د وژل کېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې مخکې امریکا اعلان وکړ چې د کابل په ښار کې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وژلی دی.

امریکايي‌ چارواکي وايي طالبانو په کابل کې د ایمن الظواهرې په مېشتولو کې د دوحې تړون، چې یوه مهمه ماده یې دا وه چې طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره روابط شلوي، مات کړی دی.

طالبان وايي د الظواهري په اړه معلومات نلري او د امریکا دا برید یې غندلی دی.