شاته

طالبانو د“اسلامي امارت” په ضد بغاوت ‘فساد في الارض’ بللی او نړۍ نه یې د رسمي پېژندې اپیل کړی

طالبانو د“اسلامي امارت” په ضد بغاوت ‘فساد في الارض’ بللی او نړۍ نه یې د رسمي پېژندې اپیل کړی.

په کابل کې د دیني عالمانو په نوم رابلل شوې غونډې د یولسو مادو یو پریکړه لیک غوښتلي دي چې نړۍ “اسلامي امارت” د مشروع نظام په توګه په رسمیت وپيژني او ورباندې لګیدلي ټول بندیزونه لرې کړي.

دغه اپیل د سیمې او نړۍ هیوادونو، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو ته شوی دی.

په کابل کې درې ورځنۍ غونډه نن په دویمه جولای پای ته ورسیده.

طالبان په داسې حال کې د نړیوال مشروعیت غوښتنه کوي چې د امریکا په ګډون د نړۍ هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ښځو، جینکو او اقلیتونو باندې په لګیدلو پابندینو سختې اندیښنې لري.

نړۍ له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او د زده کړې حق ته درناوی وکړي.

په پریکړه لیک کې د ښځو کار او تعلیم، کمزوري اقتصاد، بیکاري او بیوزلۍ ته کوم خاص پام ندی شوی.

د طالبانو غونډې د نړۍ نه دا هم خواست وکړو چې د بیاروغونې په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

د اسلامي نظام په ځای کول، د فساد ختمول او په افغانستان کې قوي نظام قایمول دې غونډې هدفونه ټاکلي دي.

غونډې نړۍ ته غږ وکړو چې د افغانستان په داخلي چارو کې دې مداخلت نه کوي .

د پرېکړه لیک شپږمه ماده کې ویل شوي د افغانستان حاکم نظام اسلامي امارت دی، ددې په وړاندې هر ډول وسله وال مخالفت بغاوت او فساد في الارض دی.

ددې مادې تر مخه ددې ختمول په امارت او ملت واجب دي.

د طالبانو د واکمنۍ خلاف په افعاستان کې د پخواني حکومت ځیني مشرانو او پوځیانو بغاوت شورو کړی.

د بغاوت یا مقاومت تحریک د غونډې پریکړه لیک ته لا جواب نه دی ویلی.

په افغانستان د طالبانو د حاکمیت وروسته لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې د دیني عالمانو لویه غونډه جوړوي.

د تیرو شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.