شاته

د هندوستان سپریم کورټ: د پېغمبر اسلام په اړه د بي جی پي د پخوانۍ تجرمانې خبرو هېواد ته اورلګولی

د هندوستان سپریم کورټ ویلي د پېغمبر اسلام په اړه د وزیراعظم نرندره مودې د بهارتیا جنتا پارټۍ د پخوانۍ ترجمانې خبرو ټول هندوستان ته اور اچولی دی او پکاره ده چې هغه د قام نه معافي وغواړي.

تېره میاشت د ټېلې وژن په یوه مباحثه کې د پېغمبر اسلام په اړه د هغه وخت د بي جي پي ترجمانې نوپورشرما ځېنو خبرو په سر راپارېدلو احتجاجونو کې دوه کسان وژل شوي او اسلامي تنظیمونو یې غندنه کړې ده. د دې وروسته مېرمن شرما د ګوند د عهدې نه لرې کړی شوي ده.

د پاکستان ترڅنګ سعودي عرب، قطر، متحده عرب اماراتو او ځینو نورو ملکونو د نوپورشرما د وېنا غندنه کړې وه او بي جي پي وویل د شرما خبرې د ګوند د دریځ نمایندګي نه کوي.

د وي او ای رپورټ وايي سپریم کورټ په خپلو غېرمعمولي سختو الفاظونو کې وویل دې مېرمن په ټول ملک کې جذبات راپارولي دي او دا وخت چې په هندوستان کې څه کېږي یوازې دا "مېرمن" یې ذمه واره ده.

عدالت وویل نوپور شرما باید د قام نه معافي وغواړي. "هغې او د هغې بې قابو ژبې ټول ملک ته اور لګولی دی."

سپریم کورټ د شرما په اړه دغه خبرې د هغې په دسې خواست کړي چې د هغې په ضد د هندوستان د مختلفو برخو په عدالتونو کې شروع کړی شوي مقدمې دې یوځای کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د پېغمبر اسلام په اړه د هغې په خبرو د لانجې راپورته کېدو نه پش نوپورشرما د خپلو خبرو نه په شا شوي ده خو سپریم کورټ وویل هغې دغه ګام ناوخته اخیستی و او خپل الفاظ یې هم په مشروط ډول بېرته اخیستي، چې که څوک پې ازار شوي وي نو هغه خپل الفاظ بېرته اخلي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په کال 2014 کې د حکومت ترلاسه کولو نه پس سیاسي تجزیه کار او د حزب اختلاف ګوندونه وايي په هندوستان کې فرقه اییز تاوتریخوالی د واکمن بي جی پي د سیاستدانان د هغه وېناګانو په سبب زیات شوی چې د مسلمانانو په ضد د نفرت نه په مبینه توګه ډکې ګڼل کېږي.

د ابزرور ریسرچ فاونډېشن نومې تنظیم د سیاسي چارو څېړوونکی نېرنجن ساهو وايي د شرما په اړه د عدالت د وېنا مقصد د کرکې نه د ډکو خبرو مخه نیول دي خو عدالت لوی مسلې ته نه دي کتلي او هغه دا چې په تېرو اوو اتوو کلونو د نفرت ماحول ته وده ورکړی شوې ده.

ساهو وویل شرما یوازې نه ده هغه "د نفرت انګیز وېناو په سمندر کې یو ورکوټی (کوچنی)‌ ماهی دی."
سیاسي تجزیه کارانو او د حزب اختلاف ګوندونو په بي جي پي تنقید کړی د نوپور شرما خلاف یې څه قانوني ګام نه دی پورته کړی.

سپریم کورټ د یو هندو درزي قتل هم د پېغمبر اسلام په اړه د نوپورشرما د خبرو سره وتړلو.

دوه مسلمانان د هندو وکړي د وژل کېدو په لړ کې پولیس ګرفتار کړي دي.

په اودی پور ښار کې د هندو د وژل کېدو وډیو هم جوړه کړی شوي ده. د وژل شوي تن سره غوڅ کړی شوی دی او حمله کوونکو ویلي دا ګام یې د پېغمبر اسلام په اړه د مبینه سپکاوي خبرو بدل اخیستلو دپاره پورته کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه وژل شوي تن د نوپورشرما د خبرو حمایت کړی و. په وډیو کې دوه کسان چې په لاسونو کې یې چړې نیولي وزیراعظم نرندره مودي ته هم ګواښونه کوی.

د راجهستان وزیراعلا اشوک ګېلوت ویلي د هندو تن د وژنې تحقیقات د ترهګرۍ د واقعې په څیر کولی شي.
په اودی پور کې وژنې د فرقه اییز تاوتریخوالي راپارېدو ویره خپرې کړي او د جمعې په ورځ په زرګونو خلکو مظاهره وکړه او د هندو ټولنې دپاره یې د تحفظ غوښتنه وکړه.

یادونه: د دې خبر معلومات نوي دلي نه د وي او ای خبریالې انجاناپاسریشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي